کور / تازه خبرونه / داعش د تنخوا په بدل کې کسان گوماري

داعش د تنخوا په بدل کې کسان گوماري

اسلام اباد: دبي بي سي د پښتو او اردو څانگو د خبرله مخې د پاکستان تر ټولو لوى ايالت پنجاب يوه حکومتي سند کې منل شوې ده چې د “اسلامي دولت” په نوم ډله يا داعش هڅه کوي په پاکستان کې ځان غښتلى کړي
.د پنجاب د کورنيو چارو د وزارت په يو سند کې راغلي ” اسلامې دولت ډلې افغانستان کې د ځان غښتلي کولو وروسته په دې هڅه کې ده چې پاکستان کې هم خپل ځان غښتلى کړي
.خو د پنجاب د قانوني چارو ايالتي وزېر، رانا ثناالله، ويلي داسې سندونه چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ليکل شوي وخت ناوخته خپريږي، چې نه په بشپړه توگه ردېدى شي او نه يې هم څوک سل په سلو کې درست گڼلى شي
د کورنيو چارو د وزارت دا ليک د پنجاب ستر سکرتر، د پولېسو لوړ پوړو چارواکو او د اعلې وزير سکرتر ته لېږل شوی دی
ليک کې ادعا شوې چې داعش پاکستان کې د خلکو د راجلبولو کار پيل کړى دى.په ليک کې دا ادعا هم شوې ده چې په ځانگړې توگه قبايلي سيمو او د افغان کډوالو په کمپونو کې د تنخوا په بدل کې کسان گومارل کېږي
ليک کې راغلي چې د دې کسانو له غوراوي وروسته هغوي افغانستان ته لېږل کېږې، او “هلته د نويو وسلو او چاودېدونکو موادو د استعمالولو روزنه ترلاسه کوي”
.دې حکومتي سند کې دا هم راغلي چې داعش پاکستان کې د ځوانانو د گومارنې لپاره تبليغاتي ويډو گانې هم کاروي، چې د ليک په وينا په دې لړ کې لسگونه ويډيوگانې تر دې دمه خپرې شوې دي
.د ليک تر مخه پاکستان د طالبانو د تحرېک يو زيات شمېر غړي او قوماندانان هم د داعش ډلې کې شامل شوي.خو دغه حکومتي ليک کې د داعش فعاليتونو د ادعا سره سره د پنجاب د قانوني چارو وزير راناثنا الله ويلي، چې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر، داعش ډله کې د پاکستان د څو وګړو شاملېدل په دې معنى نه د ي چې گوا کې داعش پاکستان کې يو لوى ځواک گرځېدلى دی
دبي بي سي اردو څانگه وايي له افغان کميپونوڅخه تللو ځوانانوته له ديرش زروڅخه تر پنځوسو زور کلدارې دمياشتې معاش ورکول کيږي
اردوڅانگې پرخبره په سند کې څرگنده شوې چې دشمشتو افغان کيمپ څخه له ٤٠ تر٥٠ پورې ځوانان د داعش په چوکاټ کې دجنگي روزنې لپاره افغانستان ته تللي دي هم يې په عربي ژبه ٥٣ سي ډي گانې خپرې کړې دي چې په کې دپاريس د بريدونو ځينې برخي ښودل کيږي داسې تبليغيږي چې دعيسانوخلاف دابريدونه دصليبي جگړو پيل دى
دبي بي سي اردو څانگه زياتوي چې د خبرونوله مخې دازبکستان اسلامي غورځنگ ،دترکستان اسلامي غورځنگ ،په افغانستان کې ازبک اوچيچن مليشې ،احرارالهند،جماعت الاحر،او جنگوي لښکر داعش برخه گرځي