کور / تازه خبرونه / د اسد اباد په مرکزي روغتون کې دبېړنیو پېښو دسمبالښت مجهزه خونه جوړه شوه

د اسد اباد په مرکزي روغتون کې دبېړنیو پېښو دسمبالښت مجهزه خونه جوړه شوه

د ( ایکو) موسیسې د یو ملیون افغانیو په مټ د (پي یو ای ایم آی) موسیسې په تخنیکي مرسته د بېړنیو پېښو د سمبالښت لس بستریزه مجهزه خونه د بشپړیدو وروسته د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي ،روغتیا ریس او نورو مشرانو په لاسونو د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه ،

د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي وویل داسعد اباد په مرکزي روغتون کې د کونړ ولسونو ترڅنګ دنورستان ولایت د ناروغانو هم درملنه کیږي، چې د دې وړاندې مو په مرکزي روغتون کې د بېړنیو پېښو دسمبالښت مجهزه خونه نه درلوده او روغتیا پالانو په ډیرو کمو امکاناتو روغتیایي خدمتونه وړاندې کول، نوموړي د یاد مر کز پرانيسته ،چې په یو وخت کې تر شلو پورې ناروغانو د درملنې وړتیا لري د بېړنیو پېښو د سمبالښت په برخه کې لویه لاسته راوړنه په ګوته کړه او د مرستو کونکو ادارو ترسره شوې مرستې یې وستایلې .