کور / تازه خبرونه / نوراني : بوديجه له نياو څخه لرې ده

نوراني : بوديجه له نياو څخه لرې ده

د افغانستان ولسي جرگې نوى بوديجه تصويب کړه چې ځينو افغانانو پرناخوښي ښودلې ده دهغې ډلې څخه يويې هم مولانا محمد رييس نوراني دى چې لروبر ته يې خپل اند په دى ټکو راليږلى چې خپلو لوستوالو سره يې گډوه

دا فغانستان کلنۍ بوديجه ٤٤٤,٦ ده چې ٢٧٦ ميليارده يې په عادی او ١٦٨ ميليارده يې پرمختيايي برخې ته ځانګړې شوې. هغه مهم ټکي چې ولس پرې بايد پوه شي دادي
١- عادی بوديجه لگول کيږي او پرمختيايي نه ځکه د عادي بوديجې لگښت او دبلونو جوړول ډير اسانه کار دی.
٢- عادی بوديجه ولی ترپرمختيايي زياته ده – زمونږ ډيره لگښت په وزارتونو, په ځانگړيو(مستقلو) رياستونو, خپلواکو کميسونونو او اړونده لگښتي کودونو کيږي چی د ولس هيڅ درد نشی دوا کولی
٣.د افغانستان عادی بوديجه يعنی معاشونه, سفريه، ميلمه پالنې ، مخابرات د موټرو ترميماتو, تجهيزات او داسی نور چې غلا په کی په اسانه کيږي
ولسمشر په ټاکنيز کمپاين کی د وزارتونو او ادارو په اړه ويلی وو چی د وزارتونو يوځاى کيدو (ادغام) اود له منځه وړلو( منحل ) له لاری به دلگښت مخنيوي وشی او د خدمتونه به اسانه شي
مونږ په اوسني وخت کې پرمختيايي برخی ته اړمن يو(يعنې اړتيالرو) نه ډيرو ادارو او وزارتونو ته, دگډ او په مصلحت ولاړ حکومتونه نشي کولی چی اصلاحات رامنځته کړي . د بی بې کارۍ پدی وخت کی له ولس څخه ماليه اخستل او بيا پرې عادي بوديجه پر مخ وړل چی د وزير صيب موټرو ته پرې تيل واخستل شی د( ترميماتو حفظ مراقبت) په نامه عادی بوديجه غلا شی د ولس سره ظلم دى . پداسی حال کی چی دولت د مخالفو وسلوالو مقابل کې د هغوی د مالونه او کاروبار نشی خوندي کولاى. سوداگر بايد مخالفو وسلوالو ته د هغوى په خوښه ماليه ورکړی”.