کور / تازه خبرونه / په ګردېز د نړيوالو معيارونو سره سم د کرکټ لوبغالی جوړیږي.

په ګردېز د نړيوالو معيارونو سره سم د کرکټ لوبغالی جوړیږي.

په ګردېز ښار کې د نړيوالو معيارونو سره سم د کرکټ لوبغالي د جوړېدو بنسټ ډبره د پکتيا والي نصرت الله ارسلا او د کرکټ بورډ مسئولینو لخوا کېښودل شوه.
په دې اړه جوړه شوې ناسته کې د پکتيا والي نصرت الله ارسلا سربېره د افغانستان د کرکټ بورډ مسئولینو، د ملي لوبډلې لوبغاړو ، وکیلانو ، قومي مشرانو او مدني فعالانو ګډون کړي و.
د پکتيا والي نصرت الله ارسلا د کرکټ ملي لوبډلې ورستو برياوو له امله د افغانستان کرکټ بورډ مسئولینو او ملي اتلانو ته د مبارکي ویلو ترڅنګ د دوی هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او زياته يې کړه د پکتيا ځوانان د کرکټ لوبې سره ډيره مينه لري ، چې د لوبغالي په جوړېدو سره به د دوی خوښۍ لاپسې زياتې شي.
نوموړي وویل په دې ولایت کې د کرکټ پرمختګ ته په کتو لوبغاړو لپاره په نړيوالو معیارونو برابره اکاډمي او ميدانونو ته اړتيا ده ، چې دې برخه کې د کرکټ بورډ مسئولین جدي پاملرنه غواړم .
د افغانستان کرکټ بورډ مشر نسيم الله دانش وویل چې دغه لوبغالی د (۱۶) ميليونو افغانيو په ارزښت په (۳۵ ) جريبه ځمکه کې جوړېږي ، چې مالي لګښت يې د کرکټ بورډ انکشافي بودېجې څخه ورکول کېږي.
نوموړي د پکتیا والي نصرت الله ارسلا نه مننه وکړه چې د لوبغالي لپاره د ځمکې ورکړې برخه کې ډيرې هڅې او همکاري وکړې.
د کرکټ بورډ اداري مرستيال حاجي عزيزالله فضلي وویل د لوبغالي د جوړوېدو لپاره چې کومې پیسې ځانګړې شوي دا ورته بسنه نه کوي ، مونږ د لوبغالي جوړېدو لپاره نورو پیسو ته هم اړتيا لرو، چې وکړای شو په (۲۰۱۷) کال کې يې کارونه پای ته ورسوه.
د پکتيا والي نصرت الله ارسلا وویل دوی به هڅه وکړي، چې د نړيوالو ډونرانو څخه د دې لوبغالي جوړېدو لپاره مرستې ترلاسه کړو او وکولای شو د لوبغاړو هيلې پوره کړو .
د ولایتي شورا رئيس عبدالروف ځدران د ملي لوبډلې لوبغاړو ورستۍ اتلالولۍ وستايلې او د افغانستان دولت او د پکتيا ولايتي ادارې څخه يې غوښتنه وکړه چې د کرکټ لوبغاړو په نومونو دې واټونه ونومول شي .
د غونډې په پای کې د پکتيا ولایت مقام له لورې برابر شوي ستاینلیکونه او ډالۍ د کرکټ بورډ مسئولینو او د ملي لوبډلې په لوبغاړو وویشل شول.

صدیق الله پوپل

تبصرې پرانیستي‌

  1. mohammad arif haleemy

    salamoona
    with compliment, this a great news for proud people of paktia that current and future generation play cricket such a others nation in cricket world i am sure paktia people will be provided talented players to Afghanistan cricket board for better achievement in future i am really appreciated the chairman of cricket board Nasim danish, the Governor of paktia and others who served in this cricket ground project .
    Manana
    Arif haleemy South Australia