کور / تازه خبرونه / ګرشک: جمعه مازيګر وسلوالو مخور قومي مشر حاجي عبدالباري…

ګرشک: جمعه مازيګر وسلوالو مخور قومي مشر حاجي عبدالباري…

 د جمعې په ورځ مازېګر مهال څو نامعلومه وسله والو کسانو د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کي د حاجي عبدالباري په نوم يو مخور قومي مشر وژلي دي .


ځايې خلک وايې چي حاجي عبدالباري د جومات څخه د خپل کور پر لور روان چي دوو موټر سيکل سپرو په ډزو وواژه او وروسته په تېښته بريالي سول .


د هلمند د پوليسو مشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال د ياد سوي قومي مشر د وژل کېدو د پخلي تر څنګ دا کار غندي او وايې چي نوموړي قومي مشر ددولت سره کومه اړيکه نه درولده .
انډيوال زياتوي چي حاجي عبدالباري يو مخور قومي مشر وو او تل به يې د خلکو ستونزو ته د حل لاري لټولې .


تر اوسه ددغي پيښې پړه چا پر خپله غاړه نه ده اخيستې  او نه يې هم امنيتي مسؤلينو څوک په تور نيولي دي .


 په دې وروستيو کي د هلمند امنيتي وضعه د پخوا په شان د ډير ډاډ وړ نه ده او ډېر ځله پکي ورته پيښې رامنځه ته کيږي انسان تښتوونکي هم خلک تښتوي او له څو ورځو وروسته يې مړي وموندل سي چي د دې کار له امله   د هلمند عادي خلک هم له ويري سره مخامخ سوي دي .