کور / شعر / بېخودي

بېخودي

 
په آباده مې سود نشو نور به ځمه ويرانې ته
خود له ځانه کړم بېخوده ځکه راغلم ميخانې ته 


ميخانې ته دې راغلی ساقي ډک جامونه راکه
د بېلتون اور سوځولی يوځل نن مې سړه خوا که


راوړه راوړه ساقي راوړه د دنيا نه مه وېرېږه
څوک چې مري نه پاته کېږي ناروا کتاب روا که


دهجران سپاهي ولاړ ده بيا مې بيايي جېلخانې ته
خود له ځانه کړم بېخوده ځکه راغلم ميخانې ته 


چې په کومه خوا ته ګورمه روان ظلم ستم دی
چل دوکې بازار ده ګرم د مخلصو نصيب کم دی


زر او زور چې لري ياره په قاه قاه باندې خندا که
ګرېوان لوند سترګې نم جنې د غريب په کور ماتم دی


تاب مې نشي کتی نشم دې دستور د زمانې ته
خود له ځانه کړم بېخوده ځکه راغلم ميخانې ته 


يو ګلاب يم رژېدلی يو چمن يم سوزېدلی
زړه مې ډک ده له دردونو مګر چپ ناست يمه غلی


مرور يم له دې وخته چې هرګز به پخلا نشم
نه مې ځمکه کې سکون شي نه اسمان ته شم ختلی


لږ سکون لږ آرام غواړم د زړګی دې آشيانې ته
خود له ځانه کړم بېخوده ځکه راغلم ميخانې ته


څرګندېږي راته دا چې نن ف – ث لېونی شوی
د اغيارو به څه واېې له يارانو پردی شوی


ګونګه ژبه ېې ګويا شوه د جنون ترانې وايي
د جفا په اور کې سوځی خداييګو تور سپېلنی شوی


ای ناصحه څه به غوږ شي ستا مهملې افسانې ته
خود له ځانه کړم بېخوده ځکه راغلم ميخانې ته  



 

.