کور / سياسي / پر نېشنل اېکشن پلان څومره عمل وشو؟

پر نېشنل اېکشن پلان څومره عمل وشو؟

نېشنل اېکشن پلان په شلو نکتو جوړ وو، لومړى شق پکې دا و چې په څارنوالۍ کې ورکړل شوو سزاګانې باندې دې عمل وشي، په دې شق خو تر څو حده پورې عمل وشو، دوېم شق د ترهګرو د جرمونو لپاره د ځانګړي (فوځي) څارنواليو په اړه وو، فوځي څارنوالۍ جوړې شوې او کار کوي، نو په دې شق هم تر څه حده پورې کار وشو. 

درېم شق دا و چې په ملک کې به کومه وسله واله ملېشه نه پرېښودل کېږي، مونږ دا ويلى شو چې په دې نکتې د عمل لپاره فوځي عمليات روان دي، خو ګڼ شمېر تنظيمونو خپل نومونه بدل کړل او هم هغه کار کوي، يا بيا د ځينو ملېشو په اړه صرف تشه پالېسي بدل شوې ده، نو په دې شق هم هسې په نوم کار روان دى.

په څلورم شق کې دا ويل شوي و چې نېکټا (Nacta) به فعاله او نوره هم مضبوطه شي، په دې شق خو بېخي عمل نه دى شوى. د نېشنل اېکشن پلان نه مخکې د نېکټا صرف وېبپاڼه فعال وه خو اوس په هغې هم کار روان دى. 

په پنځم شق کې د ترهګرۍ او په نفرت خورونکي موادو او تقريرونو باندې د بندېز لګولو خبره وه چې په هغې هم عمل نه دى شوى، په شپږم شق کې د ترهګرو او د دوى پر تنظيمونو د مالي وسايلو د پابندۍ خبره وه چې هيڅ عمل پرې نه دى شوى، په اووم شق کې دا خبره شوې وه چې په کومو تنظيمونو بندېز لګول شوى دى نو هغوى به په نوي نوم هم کار ته نه پرېښودل کېږي چې دا لوبه هم تراوسه پورې روانه ده. 

په اتم شق کې دا دعوه شوې وه چې د ترهګرۍ لپاره به ځانګړي ځواکونه (Counter Terrorism Force) جوړېږي، که دغه ځواکونه چا ليدلي وي نو مونږ دې هم ترې خبر کړي.

په نهم شق کې دا عزم شوى و چې په مذهبي توګه کوم استحصال روان دى، دغه به بندول غواړي، د دې د حل راويستو لپاره هم تراوسه هيڅ نه دي شوي. په لسم شق کې دا خبره شوې وه چې مدرسې به راجستر کول کېږي، په دې خو د عمل خبره لرې خبره ده، تراوسه دولت دا فېصله هم نه ده کړې چې دا کار به مذهبي وزارت کوي، که د تعليم وزارت او که نه وزارت داخله. 

يولسم شق په دې اړه و چې د چاپي او اليکټرانيکي رسنيو کې د ترهګرو په حمايت کې نشرېدونکو موادو باندې به بندېز لګولى شي، په دې اړه خو څه لږ ډېر عمل شوى دى او د عسکري ادارو له ويرې د ترهګرو په اړه دا ډول مواد بند شوي دي خو په يوه بله حواله دا کار اوس هم روان دى.

په دولسم شق کې دا ويل شوي وو چې د قبايلي سيمو لپاره به کار کېږي او هغه به سمول کېږي، خو تراوسه نه په دې اړه څه شوي دي او نه د قبايلي سيمو لپاره د څه کار درک ښکاري. په ديارلسم شق کې د دې خبرې عزم شوى وو چې د ترهګرو د اړيکو سسټم به ختمولى شي، چې تراوسه په دې شق هم هيڅ عمل نه دى شوى.

څوارلسم شق د انټرنېټ او ټولنيزو رسنيو د غلطو کارولو په اړه وو، خو دلته هم هر څه په هم هغه زاړه ډول باندې روان دي. په پنځلسم شق کې دا خبره شوې وه چې په پنجاب کې به د ترهګرۍ تنظيمونه له مينځه وړل کېږي، خو هلته تراوسه پورې ټول ترهګري تنظيمونه فعال دي او خپل کار هم هغه رنګ کوي.

شپاړسم شق د کراچۍ د عملياتو په اړه و چې فوځ او رېنجر په هغې باندې د وعدې سره سم عمل کوي، دولت د دې دپاره د يوې کمېټۍ د جوړولو وعده هم کړې وه چې تر ننه جوړه نه شوه.

اوولسم شق په بلوچستان کې د روغې جوړې او پخلاتوب په اړه وو چې په دې هم تراوسه څه عمل نه دى شوى. په اتلسم شق کې د ترهګرو ډلو د ختمولو عزم شوى وو چې تراوسه پورې په دې لار کې څه عملي قدمونه نه دي پورته شوي.

په نولسم شق کې د افغان کډوالو د ستونزې د حل خبره شوې وه، خو دلته هم لکه د ازاد کشمير په څېر د پوليسو د ظالمانه کاروايانو نه پرته، بله هيڅ خبره نه ليدل کېږي. 

په شلم او اخري شق کې دا خبره شوې وه چې ټول Criminal Justice System به له سره بيا نوى کېږي خو په دې اړه هم هيڅ عملي کارونه نه ليدل کېږي.

که اوس دې ټولو خبرو ته پام وکړو نو په شلو شقونو کې صرف په پنځو شقونو پوره يا لږ ډېر عمل کېږي او پاتې په پنځلسو شقونو هيڅ عمل نه دى شوى، په کومو شقونو چې عمل شوى دى هغه هم هغه شقونه دي چې د فوځ سره تړون لري او چې په کومو عمل نه دى شوى هغه د حکومت په اختيار کې راځي، هم دغه شان چې په کومو پنځو شقونو پوره يا نيمګړى عمل شوى دى، هغه د دې ستونزې ښاخونه دي او چې په کومو عمل نه دى شوى هغه يې ريښه (جرړې) يا Root Causes دي. 

د داخلې وزير د فوځي عملياتو او د هغې په نتيجه کې د ترهګرو د وژنې ذکر کړى دى نو دا عمليات خو د تېرو لسو کالو نه روان دي او په دې کې په تېرو کلونو کې هم دغه رنګ نتيجې ترلاسه شوي دي. بل خوا چې کوم خلک پوليسو نيولي دي د هغې تذکره هم د قومي اېکشن پلان د لاندې شوې ده، خو ياده دې وي چې دا خلک نيول به د قومي اېکشن پلان د منظورۍ نه مخکې هم کېدل او له ټولو زيات د پروېز مشرف په وخت کې په ٢٠٠٢م کال کې نيول شوي دي. 

اوسنى دولت د دسيسو خلکو د مشيرانو په جوړولو کې تېز دى او که نه د کميټۍ په جوړولو کې، د نېشنل اېکشن د پلان د جوړېدو نه وروسته په دې د دې د څارنې لپاره هم د وزيراعظم په مشرۍ کې يوه کمېټي جوړه شوې وه، په کومه کې چې وزير داخله، د دفاع وزير، د اطلاعاتو وزير، د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزير او مشير خارجه د دې غړي وو، دا کميټي په ٢٦م دسمبر ٢٠١٤م کې جوړه شوې وه، زما د معلوماتو تر مخې د دې کمېټۍ تراوسه پورې علاوه د کومې ځانښودنې غونډې نه پرته کومه غونډه نه ده شوې او که چرته شوي وي نو بيا خو بايد چې د دولت له نيم درځن نه زيات ترجمانان مونږ خبر کړي، له دې په ښکاره ډول معلومېږي چې دولت په نېشنل اېکشن پلان په عمل کولو کې څومره صادق دى؟

د نېشنل اېکشن پلان دا عمليات له نن نه شپږ مياشتې وړاندې (٧م جولايي ٢٠١٥م) په جنګ کې "پر نېشنل اېکشن پلان څومره عمل وشو؟" د سرليک لاندې په "جرګه" کې شوي وو، د کوم نه وروسته چې د سياست او رسنيو په مېدان کې د دې په اړه يو بحث روان شو او دولت بيا ځيني وضاحتي بيانونه هم خپاره کړل، خو دې کمال ته وګور‌ئ چې د يو څو رسمي غونډو نه پرته نور هيڅ هم ونه شو. کوم تنقيد چې کېږي د هغې مخه ټوله د داخلې وزير چوهدري نثار علي خان په لور ده او د فوکل وزارت د مشر په حېث دا ټوله ذمه واري د هغه جوړېږي، خو د هغه نه علاوه دولت هم د دې قامي بې پروايۍ ګناهګار دى.

د دې وجه دا ده چې په خيالونو کې ډوب د وزارت داخله کارکوونکي د نيکټا د نه فعالېدو او د نورو کارونو نه کولو وجه دا ښايي چې فنډ نشته او ښکاره خبره ده چې په اسحاق ډار دا کار صرف وزيراعظم کولى شي، ويل کېږي خو داسې چې د وزيراعظم هاؤس په اشارو چوهدري صېب تنګول کېږي. په خيالونو کې دوېم عذر دا وړاندې کېږي چې د ملک ځينې طاقتورې ادارې د نېکټا په شان غېر نظامي ادارې له خپل معلومات نه ورکوي. دا عذر ډېر عجيبه داسې ښکاري چې تاثر خو دا ورکول کېږي چې شوهدري نثار صېب په دې ورځو کې د ملکي مشرانو په ځاى دغه ادارو ته ډېر نزدې دى، يا خو دې دغه ستونزه هواره کړي او يا خو دې بيا د خپل وزارت د ناکامولو په ځاى اولس ته صفا صفا ووايي چې څوک يا څه يې خنډ دي؟. 

هم دغه شان که د مدرسو د راجستر کولو په اړه تراوسه کومه فېصله نه ده شوې چې دا د کوم وزارت کار دى، نو د دې ستونزې د حل کولو کار د خو د وزيراعظم دى. 

د ټولنيزو رسنيو په شق کې که تراوسه پورې کار ونه شو، نو دا خو د وزارت داخله نه، د انوشه رحمان صاحبې  کار دى او يا بيا د پټو ادارو کار دى. د بلوچستا د روغې جوړې شق هم د وزارت داخله نه دى، د وزيراعظم او د بلوچستان د حکومت کار دى او که د قبايلي سيمو د سمولو او جوړولو په اړه څه پرمختګ نه دى شوى نو دا هم د داخلې د وزير نه، د ولسمشر او د پښتونخوا ګورنر کارونه دي.

اوس د قبايلي سيمې د الف ب نه بې خبره ممنون حسېن صېب د قبايلي سيمو د چيف اېګزيکټيو په چوکۍ چوهدري نثار علي خان نه دى کښېنولى، دا خو وزيراعظم ميا نواز شريف صېب په دغه چوکۍ کښېنولى دى.

د نېشنل اېکشن پلان تر مخې قبايلي سيمې هم د قامي تړون لاندې راوستل خو لرې خبره ده، دولت تر اوسه دا فېصله هم نه ده کړې چې د قبايلي سيمې نه ځانله صوبه جوړه کړي او که نه د پښتونخوا سره يې يو ځاى کړي، او نور خو څه کوئ چې دا دولت په پنجاب کې د ميټرو او اورنج ټرېن په پروژو باندې په کربونو روپۍ مصرفوي، خو د قبايلي سيمې د پرمختګ لپاره د يوې روپۍ د مصروفولو دپاره هم تيار نه دي. 

د شمالي وزيرستان د کډوالو د يو نيم کال نه ډېره موده وشوه چې اوس هم ژاړي او دولت چې د دوى لپاره د کومو درې څلور اربه روپو اعلان کړى دى، نو هغه يې هم د ارمي چيف د وېنا نه پس کړى دى. 

که د افغان کډوالو د ستونزو د حل کولو ذمه وار سيفران دى نو د Criminal Justice System نوي کول د قانون د وزارت کار دى.

خو د نېشنل اېکشن پلان په اړه به څوک د دې وزارتونو نه څه ګيله وکړي، چې وزيراعظم صېب هم دې سره څه علاقه نه لري. 

مونږ ټولو ته معلومه ده چې په نېشنل اېکشن پلان د عمل او څارنې لپاره دوى په خپله مشرۍ کې يوه کمېټي جوړه کړې ده، چې په يو کال کې يې تراوسه پورې کوم اجلاس نه دى راغوښتى، نو اوس دا ظلم نه دى چې يو خوا اوسني دولتي مشران لګيا دي د نېشنل اېکشن پلان زوتوي او دا د ترهګرۍ د ستونزې حل ګڼي او بل خوا په دې باندې د عمل کولو نه هم تېښته کوي، د دې ملک او اولس سره ټوکې نه دي نو څه دي؟.

خو د دې ټوکې ټول سياسي او عسکري مشران هم ذمه وار دي، پکار وه چې د نېشنل اېکشن پلان په هر يو شق کې دوى د يوې يوې مېټرو د پروژې ايښودو شرط ايښى واى، د دې پلان د جوړولو په وخت دوى ته پکار وه چې دا رښتيا يې خپلې مخې ته ايښې واى چې اوسنى دولت صرف په هغه پروژو باندې عمل او کار کوي چې په کومو کې د اربونو روپو په مصرفولو سره د مېټرو په څېر پروژې شاملې وي.