کور / تازه خبرونه / محمد رحیم رحيمي ددغه ولایت د ډنډ د سرپرست ولسوال په توګه وټاکل سو

محمد رحیم رحيمي ددغه ولایت د ډنډ د سرپرست ولسوال په توګه وټاکل سو

محمد رحيم رحيمي mohammad rahim rahimi

د کندهار د اقتصاد رئيس محمد رحیم رحيمي ددغه ولایت د ډنډ د سرپرست ولسوال په توګه ټاکل سوی دی.
دا پرېکړه وروسته له هغه سوې ده، چي ددې ولسوالۍ مخکني  ولسوال حیات الله حبیب د لوړو زده کړو د ترسره کولو لپاره استعفا ورکړه.
که څه هم هغه د انجنیرۍ په کچه لوړي زده کړي لري، خو اوس يې په بهرني هيواد کي د ماسټرۍ بورس راغلی دی.
محمد رحیم رحيمي، چي له تېرو دولسو کلونو راهیسي د کندهار د اقتصاد رئيس وو، اوس د هغه پر ځای سرپرست ټاکل سوی دی

.