کور / تازه خبرونه / د کونړ ولایتي شورا دعصري دوه پوړیزې ودانۍ څښتنه شوه

د کونړ ولایتي شورا دعصري دوه پوړیزې ودانۍ څښتنه شوه

 

دسیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د (لس اعشاریه اوه) ملیونه افغانیو پهلګښت د کونړ ولایت د ولایتي شورا نوې ودانۍ جوړه شوه ،چې د یولړ مراسیمو په ترڅ کې د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي ،ولایتي شورا  ریس او په ملي شورا کې د کونړ دخلکو استازو په لاسونو د پټۍ په پرېکولو سره  ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .

د کونړ ولایتي شورا دعصري دوه پوړیزې ودانۍ څښتنه شوه image

له همدې امله د ولایتي شورا د نوې ودانۍ په تالار کې لویه غونده وشوه،چې د د ولتي مسوولینو سربیره پکې د کونړ ولایت دبېلا بېلو سیمو قومي مشرانو ،دیني عالمانو ،مدني فعالانو او د رسنیو استازو برخه اخیستې وه ، په پیل کې د ولایتي شورا ریس جمال الدین سیار خبرې و کړې او یاده ودانۍ یې د ولس مشتر ک کور په ګوته کړ ،نوموړي د یادې ودانۍ په جوړیدلو کې د ولایتي ادارې هڅې وستایلې او ولسونو ته یې ډاډ ورکړ، چې د ولایتي شورا ټول غړي به په خپل وخت په  پوره صداقت دخپل ولس خدمت کوي او غږ به یې مسوولینو ته رسوي ،

غونډې ته په ملي شورا کې د کونړ دخلکو استازو حاجي صالح محد صالح او استاد محمد طیب عطا خبرې وکړې او د ولسونو یې وغوښتل چې په ټينګه د نظام ملا تړ وکړي ، دقومي شخړو لمنځه وړلو او ملي یووالي رامنځته کیدو لپاره کار وکړي ،ورپسې  د کونړ ولایت څوتنو دیني عالمانو،قومي مشرانو او د ځوانانو استازو په خپلو ویناوو کې د ولسونو ستونزې او غو ښتنې د مسوو لینو مخې ته کړې او په ادارو کې یې د مثبت بدلون په را وستلو ټينګار وکړ.

وروسته د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي وینا وکړه او د ولسونو غو ښتنو ته یې ځوابونه وویل نوموړي زیاته کړه خوښ یم چې څوارلس کاله وروسته د کونړ ولایت ولایتي شورا د خپلې ودانۍ څښتنه شوه او د ولسونو د راټولیدلو او ناستو لپاره ورته مناسب ځای برابر شو ، ښاغلي کلیمزي وویل ولایت مقام د فساد سره د مبارزې او ولس ته دحساب ورکولو ټينګ هوډ لري او په نږدې راتلونکي کې به د دولتي ادارو د لوري ولس ته د حساب ورکولو لړۍ پیل شي ،د ولسونو یې وغوښتل ،چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو کلک ملاتړ وکړي او دځوانانو په تشویقولو سره دخپلو امنیتي او او دفاعي ځوانو کرښې لاپیاوړې کړي ،

په وروستۍ برخه کې د ولسونو له خوا د نوښت دسروې په اساس د کونړ ولایت خدمتګارو  وکیلانو  ته د ویاړ پګړۍ ور په سر شوې .