کور / تازه خبرونه / ملا محمد حسن رحماني له اخترمحمد منصور سره بيعت وکړ

ملا محمد حسن رحماني له اخترمحمد منصور سره بيعت وکړ

ملا محمد حسن رحماني

د کندهار د پخواني والي ملامحمد حسن رحماني په اړه په ټوليزو او ټولنيزو رسنيو کي ضد او نقيض خبرونه لاس پر لاس کيږي،  يو شمير کړۍ وايي چي ملامحمد حسن رحماني اخند د طالبانو له نوې مشرتابه ملامحمد اخترمحمد منصور سره بيعت اعلان کړی دی خو د دوشنبې په ماخستن داسي اوازه هم خپره سوه چي نوموړی د ناروغۍ له امله په حق رسيدلئ دی خو د لراوبر ويبپاڼي معلوماتي منابعو او ملا محمد حسن رحماني ته نژدې کسان د نوموړي د ناروغۍ خبره مني خو دا چي هغه په حق رسيدلی دی کاملآ بې اساسه خبره بولي. Molla_Mohammad_Hasan_Rahmani

د لراوبر د معلوماتي سرچينو د معلوماتو له مخي ملا محمد حسن رحماني د شاوخوا يوه کال راهيسي د اينې په ناروغۍ اخته دی او په دې وروستيو کي يې ناروغي تر پخوا زياته سوېده خو په روغتون کي له ورسره ملګرو سره خبري کوي او د دوشنبې په ورځ  ۲۵ جنوري يې د طالبانو د نوي مشر ملا اخترمحمد منصور سره بيعت پاڼه چي ملګرو يې دده له خولې ورته وليکله په خپل لاس لاسليک کړه.

ملا محمد حسن رحماني بيعت

ملا محمد حسن اخند چي د روزګان د ولايت په خټه اڅګزی پښتون و، د طالبانو پخواني مشر ملامحمد عمر اخند ته له نژدې کسانو څخه وو چي د اسلامي تحريک له پيل څخه يې د طالبانو د رهنبرۍ د عالي شورا د غړي، په افغانستان کي د بهرنيو موسسو د کنټرول او ورپسې د کندهار د والي په توګه دندي اجرا کړيدي.