کور / تازه خبرونه / د پروژو کیفیت ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي (عبدالجبار نعیمي)

د پروژو کیفیت ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي (عبدالجبار نعیمي)

د پروژو په تطبیق کې دې د پروژو کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وشي.

دا څرګندونې نن لغمان والي عبدالجبار نعیمي د یو شمېر پروژو د چارو د څرنګوالي د کتنې او څارنې پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چې د پروژو په تطبیق کې کیفیت او پر خپل وخت د میعاري پروژو بشپړېدل یوه اړینه مسله ده او په دې برخه کې باید ځانګړې پاملرنه وشي.عبدالجبار نعيمي jabar naimi

لغمان والي چې د ولایت د تخنیکي او سکتوري خدمتونو او اقتصاد رئیسانو او د بېلا بېلو ادارو انجنیرانو یې ملتیا کوله نن په دې ولایت کې د یو شمېر مهمو لویو پروژو د چارو څخه د نظارت او څارنې په موخه په ناڅاپي توګه لیدنه وکړه او په اړونده برخو کې یې د پروژو انجنیرانو او  هغو رئیسانو ته چې پروژې یې په ریاستونو پورې تړلې وې جدي لارښوونې وکړې چې په دوامداره توګه د خپلو پروژو څخه نظارت وکړي او پرې نه ږدي چې پروژې يې له اول لاس نه دوهم لاس ته انتقال شي.

عبدالجبار نعیمي په دغه نظارتي لیدنه کې چې یاد پلاوی هم ور سره و د معدن امریت لپاره د نوې جوړېدونکې ودانۍ، د نوي سل بستریز روغتون، د المپیک امریت اړوند د سرپټي جمنازیوم او په مرکز مهترلام کې د مېرمنو لپاره د فاتحې اخیستو د نوي جوړېدونکي سالون بېلا بېلې پروژې وکتلې.image

د سل بستریز روغتون د چارو د کتنې پر مهال د پروژې د څارونکو انجنیرانو له لوري لغمان والي ته په سافټ شکل د پروژې د سایټ پلان د نه شتون ستونزه وړاندې کړه کوم چې د پلان د تطبیق په وخت کې انجنیران له ستونزو سره مخ کوي، ځکه چې د سایټ پلان هارډ کاپي د لیدو نه ده.

ښاغلي نعیمي د دغې ستونزې د هواري په برخه کې یاد شرکت ته جدي لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره دې له اړونده وزارت څخه په سافټ شکل د پروژې سایټ پلان را انتقال کړي، چې په دې برخه کې هیڅ ډول غفلت د بخښنې نه دی او هر هغه څوک چې ناغیړي وکړي له قانوني چال چلند سره به مخ شي.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي د دغې نظارتي لیدنې په پای کې د پروژو د میعاري او پر خپل وخت د تطبیق تر څنګ د عامې روغتیا رئیس ته سپارښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې د نوي سل بستریز روغتون د احاطوي دېوال براورد وکړي او پروپوزل دې یې د وړاندیز سره یو ځای خپل اړونده وزارت ته انتقال کړي.