کور / تازه خبرونه / روزگان: پوليس خپل لس ملګري تر مسموم کېدو ورسته وژلي

روزگان: پوليس خپل لس ملګري تر مسموم کېدو ورسته وژلي

د روزګان د چينارتو په سيمه کي يوه پوليس خپل لس ملګري تر مسموم کېدو ورسته وژلي او دی د طالبانو سره يوځای سوی دی.
ځاي چارواکي وايي، چي په سيمه کي د وسله والو طالبانو او نورو امنتي ځواکونو ترمنځ نښته هم سوې، چي تر اوسه د مرګ ژوبلي دقيقه شمېره معلومه نده.image
د روزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايي، چي دغه پېښه د غره پوستې په سيمه کي سوې، چي اوس مهال دا پوسته د امنتي ځواکونو په کنټرول کي ده.
د وژل سوو پوليسو جسدونه يې مرکز ترينکوټ ته انتقال کړي دي.