د افغان سولې اړوند ځينې مهمې یادونې
نظرمحمد مطمئن ليكوا او تحليلگر
افغان ولس د سولې تږی دی، نږدې ۴۰ کلونه عملا افغان ولس په جګړه کې سوځي، او په بېلابېلو وختونو کې ډیر ضرر هم په جګړه کې ولس لیدلی دی، له روسانو سره سخته لس کلنه جګړه، بیا دهغوی څخه پاتې شوې د ډاکټر نجیب الله له حکومت سره په کلونو جګړه، له هغه وروسته د مجاهدینو خپلمنځي جګړې چې کابل ښار کې يې لا د جنګې جرمونو نښې نښانې پاتې دي، او بیا وروسته د طالبانو او منحرف شوو مجاهدینو تر منځ سختې جګړې او دادی نږدې ۱۵ کلونه د امریکا او ناټو سره د افغان ولس جګړه، هغه څه دي چې افغان ولس د جګړو قرباني ورکوي.
اوس مهال افغان ولس له دولت او شکېلو وسلوالو اړخونو څخه د سولې اړوند مایوسه ښکاري او ورځ تر بلې يې مایوسې زیاتيږي، دغه مایوسي هغه وخت زیاته شوه چې افغان حکومت د سولې لومړیتوب پرځای جنګ او جګړه خپل لومړیتوب وټاکی.
افغان ولس له ذهني فشار سره مخ دي، ذهني ارامتیا نشته، او یواځي د جنګ، جګړې ، زور او یوبل په زور له منځه وړلو خبرې اوري، همدا لامل دي چې په تیر ۲۰۱۵ ز کال کې نږدې ۱۶۰۰۰۰ افغان ځوان استعدادونو د سولې څخه د ناهیلې له امله له هیواده اروپا او نورو بهرنیو هیوادونو ته تېښته کړي.
که د ۲۰۱۶ ز کال تر پایه سوله ونه شي ممکن د افغانستان اوسنۍ روانه جګړه د ۹ نورو کلونو له پاره هم اوږده شي. او له ۲۰۱۶ ز کال وروسته به سوله اسانه نه وي، کورنۍ، منطقوي او نړیوال شرایط به د افغانستان د جګړې او سولې اړوند تغیر کوي، او بیا به هغه وخت ټوله سېمه ورسره جنجال کي پاتې وي لکه چې په ۱۹۹۰ کلونو کې موږ ددغسي شرایطو شاهدان وو.
اوس مهال چې طالبان لا هم ځواکمن نظامي ځواک دي په افغانستان کې د نورو وسلوالو ډلو د افراطیت مخه نیولای شي، تر دي مهاله هم په شمال کې چې کوم د منځنۍ اسیا او چین هیواد جنګیالي دي لا هم طالب د خپل مشر په صفت پېژني او طالب هم د افغانستان اړوند حیاتي رول لوبولای شي، که په لوی لاس د طالب ځواک کمزوری کیږي ، د هغوی د وېشلو هڅې کيږي او پرځای يې داعش او نوري هغه جنګیالي ډلې چې محدودیت او معلومه جغرافیه نه مني دهغوی څخه د افغان حکومت او نړیوالو ملاتړ کیږي دابه بیا ډیره جنجالي او داسي ستونزه وي چې جګړه به اوږديږي، سوله به نفي کيږي او د لومړي بن په څیر تیروتنه به وي چې جبران به يې اسانه نه وي، هڅي هم موږ وایو چې سیاسي تیروتنه نه جبران کیږي، په کار ده چې اوسنيو نازکو او حساسو سیاسي حالاتو ته په کتلو سره ، افغان حکومت، مخالف وسلوالي ډلې، ګاونډي هیوادونه او نړیوال په ټول توان سره د افغانستان د رښتونې سولې له پاره هڅې وکړي.
د افغان سولې مخکې خنډونه او سولې ته د رسیدو اړوند ځينې ټکې په لاندی ډول ستاسي قدرمنو سره شریکوم:
۱ – ابهامات لیري کړل شي او د سولې اړوند هره تګلاره افغان ولس او نړیوالو ته روښانه کړل شي، نور بهاني ونه شي، د ترهګرو او بېلابېلو نومونو په کارولو سره جګړې ته دوام ورنه کول شي.
۲ – چې د جنګ تګلارې پرځای د سولې تګلاره عملا خپله کړلای شي، او رښتوني سولې کولو له پاره روښانه تګلاره اعلان شي، طالبان به ځينې مجبوریتونه لري چې د جګړې د توقف او سولې روښانه تګلاري اعلان نه شي کولای، مګر افغان دولت په دي برخه کې مجبوریتونه نه لري لکه په نورو برخو کې چې روښانه موقف نیولای شي د جنګ پرځای د رښتوني سولې د تګلارې اعلان هم کولای شي خو چې عملي اړخ هم ولري.
۳ – چې افغان دولت دننه د سولې اړوند مختلف دریځونه او لیدلورې همږغي شي، تر دي مهاله د افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو او حتی ولسمشر، اجرایوي مشر او مرستیالانو ترمنځ داخلي همږغي نه لیدل کیږي.
۴ – لا هم افغان حکومت د بیړنیو حالاتو احساس نه کوي، داسي عمل او داسي ارام د سولې په برخه کې په ارام مخکې روان دی لکه دوی چې د سولې له پاره زیات وخت او کلونه لري، کټ مټ لکه د سولې عالي شورا چې کلونه مخکې جوړه شوه، حکومت فکرکوي لکه چې لس نورکلونه هم د سولې له پاره لري، ولي اوسمهال حالت بیړنې دي او د سولې په برخه کې کرار عمل یوه لویه تیروتنه ده، دواړه لوري (افغان حکومت او طالبان) سولې ته د رسیدو له پاره ډیر وخت نه لري، او که په دي معین او محدود وخت کې سوله رانه شي حالت نور هم بحرانې کیدونکي دي، افغان حکومت او نړیوالو له پاره طالب یواځي تهدید نه دی، د ثبات او حراست ډله، د کرزي ډله اوس دادی د احدي صاحب اپوزیسون، دا ډول پر دولت فشارونه زیاتوي او حالت نور هم بیړني کوي.
۵ – افغان حکومت داسي عمل کوي لکه چې ټول افغان ولس ددوی تر شا او د مخالفو وسلوالو پر ضد ولاړ وي، حال داچې داسي نه ده حکومت باید پوه شي چې نږدې ۷۰٪ خاوره له مخالفو وسلوالو سره ده او ځينې داسي برخې دي چې نه د وسلوالو مخالفو ډلو او نه هم حکومت تر کنټرول لاندي ده، یواځي ۲۰٪ خاوره به د دولت په واک کي وي، همدې فارمولي ته په کتلو سره باید د سولې اړوند عمل وکړي.
۶ – د سولې اړوند د حکومت له خوا یواځي تبلیغات په کار اچول شوې ، کومه ملموثه اراده او رښتونی هوډ نه دی لیدل شوی، ډیر وخت پاکستان ملامت کول او طالب ته ترهګر ویل، د خلکو غوښتنې نه اوریدل شوې او نه ځواب شوې، د سولې له پاره د تبلیغاتو پر ځای عمل ته اړتیا ده.
۷ – د ولسمشر غني شعار داو چې سولې ته لومړیتوب ورکوي او سوله راولي همدا لامل وو چې په سختو شرایطو کې ځینو افغانانو هغه ته رایه ورکړه، ولي بیا هم په عمل کې د سولې له پاره چې انسجام وشي او په ولسي کچه حکومت د سولې ملاتړ خپل کړي څه نه دي شوې، لا هم یواځي شعار دی
۸ – د منځنۍ اسیا او نړیوالو سره د افغان حکومت اړیکو جوړولو او پرمختګ ته په کتلو سوله نوره هم ستونزمنه کوي، د منځنۍ اسیا او چین هیواد جنګیالي په افغانستان کې يې ځپل ستونزه نه شي حل کولای، او داهم ستونزه نه شي حل کولای چې هغوی ژوندي ونیول شي او لاس تړلي يې د منځنۍ اسیا او چین هیوادونو ته تسلیم کړي، د جنګ پرځای داسي تګلاره چې هغوی په خپله خوښه یا خو خپلو هیوادونو ته او یا هم کوم بل ځای کې ورته د هستوګنې زمینه برابره کړل شي، که هغه ځپل کیږي دا جنګ زیاتوي او ځينې افغان مخالفې وسلوالي ډلې به هم د هغوی د ساتنې له پاره پر جګړه تمرکز کوي.
۹ – افغان دولت له منځنۍ اسیا او نورو هیوادونو څخه مالي او نظامې مرستې غواړي تر څو د هغوی جنګیالی دلته په افغانستان کې وځپي، ددي پر ځای ښه داده چې د یادوهیوادونو استازو او وسلوالو جنګیالیو ترمنځ خبرو اترو ته لاره هواره کړي. تر څو د سولې اړوند پرمختګ وشي.
۱۰ – ګډ حکومت له لویه سره د امریکا او ناټو پر ملګرتیا ډیرټینګار کوي، د بهرنیو پوځیانو پر شتون او زیاتوالي ټینګار کوي، شپني عملیاتو او د امریکايې اډو شتون په لوی لاس مخالفو وسلوالو ډلو ته د جنګ قوي اراده ورکوي، او د حکومت له ولس څخه بېلوالی او د افغان حکومت استقلالیت په لوی لاس له لاسه ورکول هغه څه دي چې د جنګ د زیاتوالي لامل کيږي او په دي ډول نه خو افغان حکومت جګړه ګټلای شي او نه هم د خپلې بقا تضمین کولای شي، ښه داده چې هر هغه عمل چې افغان ولس ورسره رضایت نه لري او د سولې پرمختګ له خنډ سره مخ کوي له هغه څخه ډډه وشي.
۱۱ – د افغان دولت مشرانو سره احساس دی چې نړیواله ټولنه پیسي ورکوی، نظامي ملاتړ يې کوي ا و هڅه کوي چې د نړیوالې ټولني حضور په نظامي برخه کې هم زیات شي، دغه هڅې د سولې خنډ کیږي، نړیواله ټولنه باید له دولت څخه فاصله وساتي تر څو موږ بلې جګړې ته سوق نه شو.
۱۲ – ناوړه تبلیغات د شکېلولورو له خوا ودرول شي، د منفي تبلیغاتو پر ځای سولې ته در سیدو او مثبت تلبیغاتو باندي باور وکړل شي. د جنګ پرځای د خلکو ذهنیت سولې ته اماده کړلای شو، دا ډول رسنۍ هم په دي اړه مثبت لورته ګام واخلي.
۱۳ – د سولې د هڅو تعریف شکېل لوري افغان ولس او نړیوالو ته وړاندي کړي، افغان حکومت داسي سوله غواړي چې ددوی شرایط پکې ومنل شي او تر اوسه هم کوم تعریف چې دوی لري هغه د سولې نه بلکې د تسلیمیدو خبره د سولې له نامه څخه کوي، بل خوا بیا طالبان هم د سولې اړوند ځينې وختونه خپل مخکنې شرایط لري او دخپلو شرایطو مطابق د سولې خبرو ته چمتووالی ښيې.
۱۴ – نړلوالو ځينې تیروتني وکړي او لاهم په تیروتنه کې بوخت دي :
الف: نړیوالو ډیر مغرورانه عمل وکړ او یواځي داخبره يې کوله چې طالب هرځای وي باید ختم شي، هغه ته نه په خپل کور کې، نه په خپل ښار او نه هم په سېمه کې مصؤنیت ورکول شو، له یوې مخې تر فشار لارندی ونیول شول او د وژلو خبره يې کیدله.
ب : اوس مهال نړیوال وایې چې له طالب سره دي خبرې وشي هغه ترهګره ډله نه ده ددي له پاره په کار ده چې constructive Dialogue ته زمینه برابره شي، دانه چې طالبان دي په رسمیت وپېژندل شي، ولي د خبرو دروازه خو باید خلاصه وي، د طالبانو د مشرانو نومونه له تورلسټ څخه لیري او د قطر دفتر په رسمیت وپېژندل شي.
ج: نړیوالو ټولنه باید د لومړي بن تیروتنه تکرار نه کړي چې یواځي د خپلو ملګرو (افغان حکومت) ملاتړ په ټینګه کوي او طالب ته وایې چې زه دریمګړی یم، که طالب نړیوالې ټولنې ته احترام لري په کار ده چې نړیوال هم متقابل احترام ولري، او که نړیوال چې په سر کې يې امریکا ده د افغان حکومت ملاتړ کوي ، د هغوی مالي او نظامي مرسته او تجهیز کوي اوبیا د دریمګړي دعوه لري، نو ممکن کله به داسي ارمان وکړي لکه چې په لومړي بن کې اوس دا تیروتنه ځينې يې مني چې ولي طالبان په یومخیز ډول په کانفرانس کې د ګډون کولو څخه نفي شول.
۱۵ – د سولې عملي قدمونو له پاره نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې افغان دولت سره :
الف: په ټولو برخو کې خپلې مرستې مشروطې اعلان کړي
ب : خپل پوځي او سیاسي ملاتړ مشروط او محدود کړي که د ۲۰۱۶ ز کال تر پایه او یا ۲۰۱۷ کال پوري افغان حکومت سولې ته نه رسیږي مرستي به بندی کړي
که نړیواله ټولنه پر افغان حکومت فشار رانه وړي او په بېلابېلو برخو کې خپلې مرستې مشروط او محدودي نه کړي، خپل فشار په عملي ډول ونه ښيې سوله به ستونزمنه وي.
۱۶ – نړیواله ټولنه چې په سر کې يې امریکا ده د سولې اړوند پر افغان حکومت وړ فشار نه دی راوستی، او تر دی مهاله يې له خپل سیاسي او ډیپلوماټیک فشار څخه کار نه دی اخستی، سرچپه عمل کوي د افغان حکومت خبره مني او د افغان حکومت پراخ سیاسي او پوځي ملاتړ په کور دننه، سيمه او نړیواله کچه کوي.
۱۷ – په سېمییز ډول سره هم باید شکېلو لورو ( افغان حکومت او مخالفو وسلوالو ډلو) فشار راوستل شي. چین، امریکا او ناټو باید له خپل سیاسي فشار څخه کار واخلي.
۱۸ – پاکستان لا د جګړې دواړو لورو سره لوبه کوي، نړیوالو څخه د سولې په نوم پیسې ترلاسه کوي، له جنګې او خرابو امنیتي شرایطو څخه استفاده کوي او چې څومره دغه ډول حالت اوږديږي دوی يې د ځان په ګټه ګڼې، او خپل اهمیت يې په نړیواله کچه تازه ساتلی دی، که په افغانستان او سیمه کې بې ثباتي وي نو پاکستان به له هر چا کریډیټ او امتیاز اخلي.
افغان حکومت سره هر ځل د سولې پروسي اړوند بهاني او د زیات وخت غوښتنه کوي.
پر طالبانو بیا پاکستان ځينې داسي فشارونه واردوي چې سولي ته د رسیدو لاره نه شي ګڼل کیدای، مثلا بشري مرستې بندول، د بستر زخمیانو له روغتون څخه په نااعلاج حالت کې ایستل، چې لا هم حساسیتونه زیاتوي او سولې ته ژمنتیا خنډنۍ کوي.
پاکستان نړیوالو ته وایې چې پرته له دوي څخه سوله په افغانستان کې نه شي راتلای، په کار ده چې پاکستان ته هم محدود وخت له شرایطو سره وټاکل شي، او غیرمحدود امتیاز ور نه کول شي.
۱۹– په نړیوالو کانفرانسونو کې چې کوم توافقات او هوکړه کيږي دهغوی د عملي کولو له پاره نړیوال تضیمن یا د شکېلو لورو له خوا ژمنه او تضمین یوې بااعتباره ادرې ته ورکول.
۲۰ – کورنی فشار چې پر افغان دولت او مخالفو وسلوالو ډلو راوستل شي، داکار نا پيلې سیاسي محورونه، ناپيلي مدني ټولنې چې خپل ږغ پورته کړي او بلاخره افغان ولس په ډلییز ډول سره خپله اراده څرګنده کړي. په دي برخه کې نړیوال مرستندوی ثابت کیدلای شي خو چې د کوم لوري پلوي پکې ونه شي.
مثلا د ۹ تنه وژل شوو هزاره وروڼو له پاره د یولک کسانو لاریون تنظیم کیدای شي، تبلیغات ورته کیږي او پروګرام ورکول کيږي، همداسي ولي به ممکن نه وي چې پر شکيلو لورو د فشار له پاره دغه ډول ولسي فشار منسجم نه شي.
۲۱ – د سولې برخه کې نړیوالې ټولنې مالي مرستې یواځي تر افغان حکومت او افغان چارواکواو افغان حکومت پلوه کسانو پورې تړل شوې، او دغه مرستې یواځي یو خاص ادرس سره کیږي چې دا خپله د سولې پر هراړخیزه پروسه باندي منفي تاثیرات لری.