کور / تازه خبرونه / حاجي نظيراحمدزى : سوله د افغانانو هيله ده

حاجي نظيراحمدزى : سوله د افغانانو هيله ده

دولسي جرگي مرستيال حاجي نظيراحمدزى وايي د ټول افغانستان دټولو افعانانو گډ کور دى او هېچا ته به اجازه ورنه کړو دافغانانو ترمنځه دکرکې تخم وشيندي ،سوله د افغانانو هيله ده او له هرې لارې چې وي سولې ته به کار کوو ،ځوانان دې د هېواد په بيا رغونه کې برخه واخلي او د بهرنيو هېوادونوته له تگه دې ډډه وکړي بېکاري د افغان ځوانانولپاره لويه ستونزه ده چې گڼ ځوانان ورسره مخ دي احمدزي په پاى زياته کړه چې افغان دولت په پام کې لري چې ځوانانوته د کار لارې چارې برابرې کړي په دې اړه مو دکار او ټولنيزو چارو وزارت څخه موغوښته داده چې اړونده ادارو لخوا ډاډ وکړل شي