کور / تازه خبرونه / دلومړي ځل لپاره دنرسینګ دزده کړوپه موخه له (۳۶) تنو نجونوڅخه ازموینه واخستل شوه

دلومړي ځل لپاره دنرسینګ دزده کړوپه موخه له (۳۶) تنو نجونوڅخه ازموینه واخستل شوه

دلومړي ځل لپاره دنرسینګ دزده کړوپه موخه له (۳۶) تنو نجونوڅخه ازموینه واخستل شوه

د پکتیکا ولایت مرستیال والي عطاالله فضلي وويل د خوښۍ ځای دی چې نن په پکتيکا ولايت کې د طبي زده کړو په موخه ازموينه اخستل کيږي فضلي زیاته کړه په ننۍ ازموينه کې ۳۶ تنو نجونو برخه اخیستې چې له دې جملې به ۲۴ تنو بريالي زده کوونکې د نرسنګ په برخه کې په دوه کلنو زدکړو پيل وکړي،چې په دې سره به په پکتیکا کې د ښځينه ډاکترانو د نشت ستونزه تر یو بریده حل شي.

نورو ویناوالو هم په خپل وار سره خبرې وکړي د نجونو لپاره د نرسنګ زده کړو په پیلېدو یې خوښي څرګنده کړه.

د یادوني وړ ده چې د لومړي ځل لپاره په پکتیکا ولایت کې د ۳۶ تنو نجونو څخه د نرسنګ د دوه کلونو زده کړو لپاره ازموینه اخېستل کیږي.