کور / تازه خبرونه / پکتيا: په دندو کې د غفلت له امله د لومړۍ حوزې امر او درې نور مسئولین څارنوالي ته ورپېژندل سول

پکتيا: په دندو کې د غفلت له امله د لومړۍ حوزې امر او درې نور مسئولین څارنوالي ته ورپېژندل سول

په دندو کې د غفلت له امله د لومړۍ حوزې امر او درې نور مسئولین څارنوالي ته ورپېژندل شول
دغه څرګندونې د پکتيا والي نصرت الله ارسلا په امنيتي ناسته کې د امنيتي ارګانونو مسئولینو ته وکړې.
پکتيا والي زياته کړه دغو امنيتي مسئولین په خپلو دندو کې د غفلت له امله نظامي څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي او په ادارو کې د مجازاتو او مکافاتو لړۍ به دوام ولري.
والي ښاغلي ارسلا امنیه قومندان مل پاسوال قادر ګل ځدران ته دنده وسپارله چې په امنيتي ادارو کې د اصلاحات راوړل شي او هغه امنيتي مسئولین چې په خپلو چارو کې وړتيا ښودلې وي نومونه يې ولایت مقام سره شريک شي ، چې په مناسبوځايونو کې په دندو وګمارل شي.
دپکتيا امنيه قومندان مل پاسوال قادرګل ځدران وویل په پکتيا کې ډاډ من امنيت برابرولو په برخه کې د ولسونو په همکارۍ جدي هڅې کوي ، لنډورځو کې به ولسوالیو ته سفرونه وکړي او امنيتي ادارو کې به اصلاحات راوړي.
پکتيا د امنيه قومندانۍ د امنيت امر وویل په ګردېزښار کې د تورو شيشو پاکولو او بې پليټه موټرو دنیولو کمپاین دوام لري او تردې مهال يې د ګڼ شمير موټرو شیشې پاکې کړي او بې پليټه موټر يې د ترافیکو مديريت ته سپارلي.
د ګدې همغږۍ قومندان د اپراسون امر د خپل اونيز راپور وړاندې کولو پرمهال وویل د پکتیا په بېلابېلو سيمو کې د افغان ځواکونو عمليات دوام لري، چې تردې مهال (۷) تنه وسله وال مخالفین وژل شوي ، دوه تنه ټپيان ، دوه نور ژوندي نیول شوي او (۶) حلقې ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
د نورو امنيتي ارګانونو مسئولینو هم په خپل وار د خپلو لاسته راوړونو په اړه راپورونه امنيتي ناستې ته وړاندې کړل

صدیق الله پوپل