کور / راپور / احمدخان اڅګزي د پروفيسر عبدالرازق پالوال د روغتيا، سرپنا او کتابونو د چاپ ژمنه وکړه

احمدخان اڅګزي د پروفيسر عبدالرازق پالوال د روغتيا، سرپنا او کتابونو د چاپ ژمنه وکړه

پروفيسر ډاکټر عبدالرازق پالوال د افغانستان په کچه د پښتو ژبپوهاند او د ادبياتو د څانګي وتلی عالم دی خو په دې وروستيو کي د روغتيا، نامناسبي سرپنا او د مسلکي تحقيقاتو د بشپړولو لپاره د لږترلږه اسانتياو څخه د محروميت له امله په خورا ځوروونکي چاپيريال کي ژوند کوي.
نوموړي په خپله وروستۍ ليکنه او شعر کي د خپل نامناسب چاپيريال ځيني بېلګي په انتقادي بڼه ليکلي وې چي پر لراوبر ويبپاڼه خپرې سوي چي د استاد پالوال خواخوږو او با احساسه افغانانو يې په اړه د خپګان څرګندوني وکړې.
يو له دغو افغانانو څخه په متحده عرب اماراتو کي مېشت حاجي احمد خان اڅګزی دی.

Ahmad Khan Achakzai Ghabizai
نوموړي د خپل قام او هيواد په کچه د وتلي عالم پروفيسر پالوال پر روغتيايي او علمي چارو کي د خنډ او ځنډ پر حالت د خپګان تر څنګ لومړی د لراوبر ويبپاڼي له ادارې او بيا په کندهار کي د باچاخان بنسټ د څانګي له مسول انجنير شيرشا رشاد سره د استاد پالوال په اړه خبري وکړې او د نوموړي سره يې د روغتيايي خدمتونو، مناسبي سرپنا د چمتو کولو او د نوموړي د دوو ناچاپو کتابونو د چاپ په برخه کي د همکارۍ ژمنه وکړه.
ښاغلی پالوال په کندهار کي د خپلو دوستانو د کور په يوه سړه او تياره خونه کي ژوند کوي چي په ټوله ورځ نيم ساعت د لمر وړانګي نه ور رسيږي.
کتابونه يې د همدې کور په يوه بالاخانه کي پراته دي چي استاد يې د ناروغۍ له امله نه ورختلائ سي او نه راکښته کيدلای سي.
دې ته ورته نوري ستونزي هم دي چي زموږ دروند استاد په خپل ښار او خپل هيواد کي چي ټول ژوند يې خدمت ته وقف مړی دی او اوس هم تحقيق او څېړني کوي ، ځوروي او کله خو يې د بيوسۍ اوښکي هم تمي نسي.
هالنډ ميشتی افغان انجنير ذکريا پوپل وايي:
"د پالوال صاحب په دغه حالت سخت د خواشینی سوم. 
زه پر حکومت او د کندهار پر شتمنو خلګو ږغ کوم، چي ددغه ستري هستی لاسنیوی وکړي، کتابونه ئې ورته چاپ کړي او د صحي او مادي ستونزو په حل ورسره مرسته وکړي.پالوال صاحب د کندهار او افغانستان لویه هستي ده او پالل ئې د هر افغان او کندهار دنده ده."

ډاکټر شاولي پوپل چي د نړيوال روغتيايي سازمان د افغانستان د څانګي کارکوونکی دى وايي "دمحترم پالوال صاحب په ناروغی اوستونزو ډیر خفه سوم ، زموږ ټولو دنده ده چي دپالوال صاحب و لوري ته پاملرنه وکړو همدارنګه داطلاعاتو اوکلتور ریاست او وزارت په دې هکله مسؤلیت لري. زه مطمئن یم چه کندهاریان حتما دمحترم پالوال صاحب خدمت کوي ."

د ډيورنډ د پوري غاړي ګلستان اوسيدونکي، قومي مشر او مخور شخصيت ښاغلی احمدخان اڅګزي هم د ډاکټر پالوال پر حال خواشيني څرګنده کړيده او له لراوبر ادارې يې غوښتي چي غواړي پر پروفيسر پالوال د هغه د ناروغۍ پوښتنه وکړي او د روغتيا، دده د خوښي وړ مناسب کور په کرايه کولو او د کتابونو په چاپ کي د هغه لاسنيوئ وکړي.

Ahmad khan achakzai & Phd. Dr. Abdul raziq palwal
ښاغلي احمدخان اڅګزي لراوبر ته وويل " پروفيسر پالوال غوندي اشخاص زموږ د وطن سرمايه ده، په لومړي ګام کي به د استاد روغتيا او له اوسنۍ سړې او بې لمره خوني څخه  يو د اړتيا وړ اسانتياو لرونکي کور ته د هغه د ليږدولو د پاره هڅي وسي او په دوهم قدم کي د استاد له ارمان سره سم هغه ته د کتابونو د چاپ مالي امکانات په واک کي ورکړه سي.
ښاغلي احمدخان وويل چي که د روغتيا په برخه کي له هيواده بهر ته تګ ته اړتيا وي هم يې همکارۍ ته تيار دی.

8 تبصرې

  1. د اځکزی صاحب ډیره مننه کوم ، دعا کوم چی د داکتر بالوال د روغتیا او ژوندانه د اړتیا لباره اړین امکانات برابر سی.د اځکری صاحب د هیوادپالنی او علم پالنی احساس د زیاتی ستاینی ګڼم. د لر اوبر د ویبپاڼی د مسولینو خاصتا ښاغلی احسان او بیا د پاچا خان د مرکز مشر ښاغلی انجینر رشاد  هم مننه چی دا زمینه یی برابره کړه. د استاد پالوال د روعتیا او ستاسو ټولو د بریو  لپاره دعا کوم

    ډیره منه

  2. د اڅکزی صاحب ډیره مننه کوم ، دعا کوم چی د داکتر بالوال د روغتیا او ژوندانه د اړتیا لباره اړین امکانات برابر سی.د اځکری صاحب د هیوادپالنی او علم پالنی احساس د زیاتی ستاینی ګڼم. د لر اوبر د ویبپاڼی د مسولینو خاصتا ښاغلی احسان او بیا د پاچا خان د مرکز مشر ښاغلی انجینر رشاد  هم مننه چی دا زمینه یی برابره کړه. د استاد پالوال د روعتیا او ستاسو ټولو د بریو  لپاره دعا کوم

    ډیره منه

  3. استاد پالوال  ټول عمر د خپل قام او ژبي وخدمت ته وقف کړی او خدمت يې پر ټولو افغانانو پور دی ، په تيره بيا د افغانستان د اطلاعاتو    او کلتور د وزير ښاغلي جهاني څخه مو ِغوښتنه داده چي د امکان تر حده ددې پر هيواد مين څيړونکي سره دي مرسته و همکاري وکړي ، د قامي مخکښ حاجي اخمد خان دي  الله پاک برکت کښيږدي چي دومره ستر او پر ځای خدمت ته يې د پخوا په څير خپل ټټر ټکولی دی، او هم د لروبر ويبپاڼي مسيول ته د لابرياليتوب په هيله چي د ټولني اړ وګړي هيوادوالو ته په کوته کوي

    په درنښت

    حاجی ولی محمد 

  4. که چیرې جهانی صاحب د اطلاعاتو اوکلتور وزیر نه وای باور دی چی په دغه اړه به یي دولت او داطلاعاتو اوکلتور وزیر ګرم بللای وای خو اوس چی دی خپله وزیردی په دغه برخه کې یې ځان غلی نیولی دی. زه فکرکوم چی جهانی د پالوال په حال ښه خبردی ، ترده لوی اوپرځای مقام به بل څوک وي چي باید لاس په کارشي ، له بده مرغه چی جهاني  په خپل دوران کې دیوه فرهنګی او لیکوال لاس نیوی ونه کړ ، دی خو پوهیږي چي  لیکوال او فرهنګیان داسې څوک نه دي چي چا ته به لاس اوږد کړي ، خو داد مقاماتو دنده ده چي دفرهنګیانو له حاله ځان خبرکړي دااوښ دهرچا پرکورباندې چوکیږي …

    زرین ګل  اندیا

  5. RAZMOHAMMED MOHMEND

    in the first step we have to fallow his medical condition;and some medical specialist check his

    pressure,blood exam and other test from heart in hospital,if need .medicin,

    and his home for life,food healthy food ,fruit,vegtable,thank you

  6. Mohammad Arif Haleemy (south Australia)

    Achakzi saheb salamoona

    Allah de wkri che sha sehat walari aw za derta der omar ghwaram de sta dagha komak qabil de stayani da za etminan der kawoom che ya pa laschanda ba e allah derkawi.de afsoos zai de che zamong yaw pohand pa de halat ke zhwand kawe allah sababger da de da lapar allah ta sababgir kri allah de tawfiq derkri.de larawbar na ham manana che de khalko tawajoo mohimoo waqighatoo ta arawi.

    Manana

     

    • Fida mohammad nomair

      بسم الله الرحمن الرحيم ط 

      اولاُ دالله سبحان وتعالی دربار ته ددعا لاسونه پورته کوم چي، ‌‌‌‌‌‌ډاکټرصاحب عبدالرزاق پالوال عاجل صحت ور په برخه کړي.

      دوهم: محترم پالوال صاحب او دده معززه کورنۍ د‌‌‌‌‌‌ډيروړوکوالي څخه پيژنم، مرحوم والد يې حاجي عبدالخالق خان چي د کابل دروازې پرچوک يې د عطاری دوکان درلود يوو نيک او متقي شخصیت وو، وړونه يې هر يوو مرحوم فدامحمد، محترم استاد عبدالقادر پالوال او محمد ظاهر هر يوو د نيکو اعمالو بهترينه نمونه وه.

      راغلو د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر صاحب نني خوار او زار حالت ته چي هيڅکله هم دده په خوب کي نه راتله ، نن دادی درنځ پربستر ناارام پروت دی. د يوه داسي افغان شمول علمي شخصيت د حال پوښتنه او ګرويږنه په اولومړۍ درجه د افغانستان د حکومت او په حکومت کي داطلاعات او کلتور د وزارت او په وزارت کي بيا دعبدالباري جهاني دنده ده. ځکه داد وزيرمسوليت دی چي د هيواد د وتلي پوهاند د ژوندانه په هر اړخ کي پاملرنه ولري، بل داچي پوهاندصاحب د باري جهاني ښونکۍ دی،او همدارنګه د پوهاند صاحب ورور عبدالقادر پالوال يې د لومړۍ ټولګی څخه تر دوولسم ټولګی پوري همصنفي وو. په هرصورت. د وزيرصاحب څخه د مرستي اميد ناشونی دی. ځکه د هغه د شعرونو ټولي مجموعې او نارې دهمدې وزارت لپاره وې. نو ضرور ده چي د کندهار په مسلمانو شتمنو ږغ وکړو ،چي په خپله مالي او معنوي مرسته سره ‌‌‌‌‌‌پوهاند صاحب ددې خوار او زار حالت څخه راوباسي. او خپل اجر او پاداش غوښتنه د غني الله سبحان وتعالی څخه وکړي. او دالله پاک دې کلام ته لبيک ووايي:(( وممارزقناهم يونفقون)) 

      وماعليناالی البلاغ المبين

      • احمدخان اڅګزي د پروفيسر عبدالرازق پالوال د روغتيا، سرپنا او کتابونو د چاپ ژمنه وکړه

         

        پروفيسر ډاکټر عبدالرازق پالوال د افغانستان په کچه د پښتو ژبپوهاند او د ادبياتو د څانګي وتلی عالم دی خو په دې وروستيو کي د روغتيا، نامناسبي سرپنا او د مسلکي تحقيقاتو د بشپړولو لپاره د لږترلږه اسانتياو څخه د محروميت له امله په خورا ځوروونکي چاپيريال کي ژوند کوي.
        نوموړي په خپله وروستۍ ليکنه او شعر کي د خپل نامناسب چاپيريال ځيني بېلګي په انتقادي بڼه ليکلي وې چي پر لراوبر ويبپاڼه خپرې سوي چي د استاد پالوال خواخوږو او با احساسه افغانانو يې په اړه د خپګان څرګندوني وکړې.
        يو له دغو افغانانو څخه په متحده عرب اماراتو کي مېشت حاجي احمد خان اڅګزی دی.

        Ahmad Khan Achakzai Ghabizai
        نوموړي د خپل قام او هيواد په کچه د وتلي عالم پروفيسر پالوال پر روغتيايي او علمي چارو کي د خنډ او ځنډ پر حالت د خپګان تر څنګ لومړی د لراوبر ويبپاڼي له ادارې او بيا په کندهار کي د باچاخان بنسټ د څانګي له مسول انجنير شيرشا رشاد سره د استاد پالوال په اړه خبري وکړې او د نوموړي سره يې د روغتيايي خدمتونو، مناسبي سرپنا د چمتو کولو او د نوموړي د دوو ناچاپو کتابونو د چاپ په برخه کي د همکارۍ ژمنه وکړه.
        ښاغلی پالوال په کندهار کي د خپلو دوستانو د کور په يوه سړه او تياره خونه کي ژوند کوي چي په ټوله ورځ نيم ساعت د لمر وړانګي نه ور رسيږي.
        کتابونه يې د همدې کور په يوه بالاخانه کي پراته دي چي استاد يې د ناروغۍ له امله نه ورختلائ سي او نه راکښته کيدلای سي.
        دې ته ورته نوري ستونزي هم دي چي زموږ دروند استاد په خپل ښار او خپل هيواد کي چي ټول ژوند يې خدمت ته وقف مړی دی او اوس هم تحقيق او څېړني کوي ، ځوروي او کله خو يې د بيوسۍ اوښکي هم تمي نسي.
        هالنډ ميشتی افغان انجنير ذکريا پوپل وايي:
        “د پالوال صاحب په دغه حالت سخت د خواشینی سوم. 
        زه پر حکومت او د کندهار پر شتمنو خلګو ږغ کوم، چي ددغه ستري هستی لاسنیوی وکړي، کتابونه ئې ورته چاپ کړي او د صحي او مادي ستونزو په حل ورسره مرسته وکړي.پالوال صاحب د کندهار او افغانستان لویه هستي ده او پالل ئې د هر افغان او کندهار دنده ده.”

        ډاکټر شاولي پوپل چي د نړيوال روغتيايي سازمان د افغانستان د څانګي کارکوونکی دى وايي “دمحترم پالوال صاحب په ناروغی اوستونزو ډیر خفه سوم ، زموږ ټولو دنده ده چي دپالوال صاحب و لوري ته پاملرنه وکړو همدارنګه داطلاعاتو اوکلتور ریاست او وزارت په دې هکله مسؤلیت لري. زه مطمئن یم چه کندهاریان حتما دمحترم پالوال صاحب خدمت کوي .”

        د ډيورنډ د پوري غاړي ګلستان اوسيدونکي، قومي مشر او مخور شخصيت ښاغلی احمدخان اڅګزي هم د ډاکټر پالوال پر حال خواشيني څرګنده کړيده او له لراوبر ادارې يې غوښتي چي غواړي پر پروفيسر پالوال د هغه د ناروغۍ پوښتنه وکړي او د روغتيا، دده د خوښي وړ مناسب کور په کرايه کولو او د کتابونو په چاپ کي د هغه لاسنيوئ وکړي.

        Ahmad khan achakzai & Phd. Dr. Abdul raziq palwal
        ښاغلي احمدخان اڅګزي لراوبر ته وويل ” پروفيسر پالوال غوندي اشخاص زموږ د وطن سرمايه ده، په لومړي ګام کي به د استاد روغتيا او له اوسنۍ سړې او بې لمره خوني څخه  يو د اړتيا وړ اسانتياو لرونکي کور ته د هغه د ليږدولو د پاره هڅي وسي او په دوهم قدم کي د استاد له ارمان سره سم هغه ته د کتابونو د چاپ مالي امکانات په واک کي ورکړه سي.
        ښاغلي احمدخان وويل چي که د روغتيا په برخه کي له هيواده بهر ته تګ ته اړتيا وي هم يې همکارۍ ته تيار دی.