کور / تازه خبرونه / اې، اِي، ایف د پنجوايي په ولسوالۍ کي پر ماشومانو کتابونه ووېشل

اې، اِي، ایف د پنجوايي په ولسوالۍ کي پر ماشومانو کتابونه ووېشل

د افغان ښووني او روزني مؤسسې يا اې اِي ايف (AEF, Afghan Education Foundation) په کندهار کي د کوچنيانو لپاره ځانګړي کتابونه پر سلګونو زده کوونکو وويشل.

د ماشومانو لپاره دغه ځانګړي کتابونه هالنډ مېشتي ځوان لیکوال مختار احمد احسان له هالنډي ژبي څخه پښتو ته راژباړلي او د افغان ښووني او روزني مؤسسې له خوا چاپ او خپاره سوي دي.
مختاراحمد احسان له هیواده بهر په هالنډ کي ژوند کوي، خو له خپلي مورنۍ ژبي سره يې د بې کچي میني له برکته په دې وروستیو کي د کوچنیانو لپاره (۱) زما سوی! (۲) فټبالر (۳) کره کي سپی  او د (۴) سره زر کتابونه پښتو ته ژباړلي دي. دغه راز نور ژباړل سوي يا لیکلي آثار هم لري، لکه (۵) د نړۍ اووه عجایبي (۶) درې ماشومان او يو ستوری (۷) خلاصه کړکۍ (۸) د کلي هوښیار او (۹) غربي پُل صراط او مهاجرت. اې اِي ایف يې په دې وروستیو کي د لومړنیو پنځو کتابونو څلور زره ټوکه چاپ کړي دي چي په نږدې راتلونکي کي به د کندهار د ټولو ښوونځيو پر زده کونکو و وېشل سي.

Pashto children books by Mukhtar Ehsan

د افغان ښووني او روزني ادارې مشر حاجي نصير احمد خان لراوبر ته وويل چي د دغو کتابونو د وېش لړۍ له پنجوايي ولسوالۍ څخه را پيل سوه او ژر به د کندهار د نورو ولسوالیو زده کونکو ته هم ورسیږي.
د کندهار د پوهني ریاست تدریسي مرستیال محمد عوض نظري لراوبر ته وويل چي یاد کتابونه د مکتب د شاګردانو د هڅوني لپاره ډیر ښه اغېز لري او هغوی د خپلو درسونو ترڅنګ مطالعې ته هم هڅوي.
دا لمړی ځل دی چي د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کي د یوه کندهاري تاند لیکوال په کوښښ له هالنډۍ ژبي څخه را ژباړل سوي کتابونه په افغانستان کي چاپيږي او په وړيا توګه د زده کونکو تر لاسونو پوري رسیږي.
زده کوونکو او د ښوونځيو استادانو د افغان ښووني او روزني مؤسسې دا خدمت او ارزښتناکه هڅه وستايله.
د افغان ښووني او روزني مؤسسه د شاوخوا ۱۵ کالو راهيسي په امريکا کي د مېشتو افغانانو په مالي کومکونو په افغانستان کي وړيا ښوونيز او روزنيز خدمتونه کوي.
Pashto children book by Mukhtar kakar

Pashto children books by Mukhtar EhsanPashto children bookimageAfghan students Kandahaar 2016