کور / تازه خبرونه / په میدان وردګو ولایت کې د افغان هوايي ځواک په ملاتړ غونډه وشو

په میدان وردګو ولایت کې د افغان هوايي ځواک په ملاتړ غونډه وشو

په میدان وردګو ولایت کې د افغان هوايي ځواک بریا او میړانې لمانځنه د یوې غونډې په ترڅ ترسره او ولسونو پکې په پراخه کچه خپل ملاتړ څرګند کړ.

په دې تړاو نن د دلو میاشتې په «۲۷» نیټه د میدان  ښار غازي کریم خان تالار کې ګڼ شمیر ولسونه یوې غونډه کې راټول شوي وو.Wardag

د خلکو راټولیدنې سیمه کې دغه راز د افغان هوايي ځواک دوه څرخي الوتکې کیناستې، چې د هوايي ځواک عمومي قومندان په ګډون یو پلاوی یې هم ملتیا کوله.

د میدان وردګو ولسونو په تودو ولولو د خپلې خوښۍ احساسات بیان کړل او په یوه غږ یې له افغان هوايي ځواک څخه خپل ملاتړ وښود.

د هوايي ځواک دوه څرخي الوتکو غازي کریم خان تالارچاپیره دورې ووهلې او راټولو شویو ولسونو د پوځ سرتیرو او چورلکو سره خپل یاد کاري تصویرونه واخیستل.

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د افغان هوايي ځواک فعالیتونه وستایل او هم یې د مننې په توګه د هوايي ځواک عمومي قومندان ډکر جنرال عبدالوهاب وردګ ته ستایلنیک ورکړ.

ښاغلي حیات وویل ، چې د امنیت ټینګښت برخه کې یادو ځواکونو مهم رول ترسره او د ولسونو ملاتړ به یې د خدمت روحیه لا پیاوړي کړي.