کور / تازه خبرونه / د کرني، مالدارۍ او اوبو لګوني وزیر سفر روزګان ته سفر وکړ

د کرني، مالدارۍ او اوبو لګوني وزیر سفر روزګان ته سفر وکړ

د ملي یووالی حکومت له پیله څخه دا لمړۍ ځل دی چې د کابینې یو وزیر ارزګان ته رسمي او کاري سفر کوي چې د سیمه ییزي اداری او ارزګاني ولس  له لوري ورته تود هرکلی وشو.

Urozga روزگان

 د ارزګان والي ښاغلي محمد نذیر خروټي د زراعت، مالدارۍ او اوبو لګونی وزیر ښاغلي اسدالله ضمیر او ورسره راغلي پلاوي ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته وویل، ارزګان د زراعت او باغدارۍ لپاره یو ښه بستر دی، خو متآسفانه چې مرکزي حکومت په تیر وخت کې ورته هیڅ پاملرنه نه ده کړي، هغه د ښاغلې ضمیر سفر ارزګان ته یو نیک کار وباله او هیله يي څرګنده کړه چې د زراعت په برخه کې به د وزیر او ورسره راغلي پلاوي تر ارزوني وروسته لازمه پروګرامونه او پرمختیايي پروژي پلي شي، ترڅو د ارزګان ولایت زراعت، مالدارۍ او باغدارۍ په برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي.

د ارزګان ولایتي شورا رئیس، قومي مشرانو او بزګرانو هم د ولایت په کچه خپلي اړونده ستونزي د ښاغلي ضمیر او راغلي پلاوي سره شریکې کړي، هغوي غوښتنه وکړه چې دوي په تشو وعدو نور باور نه شې کولی، بلکه مرکزي حکومت دې دوي ته عملي کارونه ترسره او د دوې زراعت ته دې خاصه پاملرنه وکړي ځکه ارزګان هغه ولایت دی چې اقتصاد يي پر زراعت، مالدارۍ او باغدارۍ ولاړ دی.

 د زراعت، مالدارۍ او اوبو لګونی وزیر ښاغلې اسد الله ضمیر ارزګاني وګړیو ته په خپله وینا کې وویل چې د ۱۳۹۵ مالي کال په اوږدو کې به د  (۱۲۰)  میلیونه افغانیو په ارزښت  د زراعت، مالدراۍ او اوبو لګونی په برخه کې لسګونه پروژي پلي کړي. ښاغلي ضمیر زیاته کړه چې په دغه پروژو کې د اوبو سربندونه، د اوبو کانالونه، استنادې دیوالونه، سوړ ساتنځایونه، د شهدو مچیو د روزني پروګرامونه، د بزګرانو د روزني پروګرامونه، د ممیزو وچولو ځانګړي خوني، د مثمر او غیر مثمر نیالګیو د روزني پروګرامونه، د باغدارۍ د ودي پروګرامونه، دبادامو د پاکولو او پروسس د (۵) دستګاو نصبول، د حیواني او نباتې کلینک غني کول او داسې نوري پروژي شاملي دي، هغه زیاته کړه چې د یادو فعالیتونو سره به  سلګونه ارزګاني ځوانانو ته  د کار زمینه برابره شې او د دې ترڅنګ  به د زراعت او مالدارۍ سکتور په کافي اندازه پرمختګ وکړي، هغه زیاته کړه چې د ده د سفر یواځینۍ موخه په ارزګان ولایت کې د زراعت په برخه کې یوه عمومي ارزونه وه او له دې وروسته به د ارزګان ولایت د زراعت برخي ته پوره پاملرنه ولري، ترڅو د خلکو په اقتصادې فعالیتونو کې مثبت بدلون رامنځته شې، ښاغلي ضمیر په ارزګان ولایت کې د اوبو د  یوي ذخیري او د  استنادې دیوال د پروژو بنسټ ډبري کیښودي او د دې ترڅنګ يي د مثمرو نیالیګیو د ویش یوه پروژه هم پرانسته.