کور / هراړخیز / لغمان ولايت له قومي جوړښته تر ښار جوړونې

لغمان ولايت له قومي جوړښته تر ښار جوړونې

ليکنه: الماس خليل

يوه ملګري ته مې ويل په دې ورځو کې لغمان ولايت ته د کابينې سخت پام رااوښتی دی. همدا وزيران دي چې لغمان ته راروان دي. هغه ويل پرېږده سړيه هوا يخه ده بلې خوا ته تلی نه شي دلته ماهي خوړلو ته راروان دي. خو موږ دلته پنځلس ژمي او پنځلس يخ موسمونه تېر کړل يوه وزير هم راته سر  راښکاره نه کړ. لغمان لکه په نورو برخو کې چې د چپ لاس جب دی همداسې له وزيرانو هم بې برخې وو. د يخې هوا او ژمي خبره نه ده. وزيران يا د خپلو پلانونو د عملي کېدا له مخې او يا هم د لغمان ولايتي ادارې د اصرار او تاکيد له مخې ياد ولايت ته خپل کاري سفرونه کوي. خو اصلي خبره داده چې په لغمان ولايت کې سالمه اداره موجوده ده او همدا سالمه اداره هڅه کوي چې د مرکزي حکومت پاملرنه دې خواته راواړوي. د لغمان محلي اداره هڅه کوي چې په لغمان  کې د هر سکتور خپلې ستونزې د هغه مربوطه وزير ته له نږدې وښيي او د حل لارې چارې يې په ګوته کړي.

کله چې والي عبدالجبار نعيمي د لغمان ولايت والي وټاکل شو لومړی يې په لغمان کې له لغماني ولسونو سره په شته ستونزو خبرې وکړې. هغه ستونزې چې د محلي ادارې په واک کې وې همدلته ورته د حل لارې وموندل شوې. خو کومې ستونزې چې په وازارتونو پورې تړلې وې هغه يې  د اړوند سکتور له لارې له خپلو وزارتونو سره شريکې کړې. په دې لړ کې ښاغلي والي نعيمي په خپله کابل ته کاري سفرونه درلودل چې د مربوطه سکتور د رييس په شمول يې له وزيرانو سره ليدنې درلودې. د دغو ليدنو ګټې موږ په خپلو سترګو وليدې. ډېرې ستونزې مو ورسره حل شوې او لا هم نورې د حل کېدو په درشل کې دي.

د همدغو ستونزو انتقال و چې کابينه يې دې ته اړ کړه چې هر وزير دې لغمان ته راشي او په ځان پورې تړلې ستونزې دې حل کړي او د خلکو لپآره دې د هوسا ژوند زمينه برابره کړي. د اوړي موسم و. د سراحداتو، قومونو او قبايلو چارو وزير لغمان ولايت ته تشريف راوړ. موږ فکر کاوه چې ښاغلی محمد ګلاب منګل به له جناب والي صيب نعيمي سره د ملګرتيا په پار دلته راغلی وي. خو داسې نه ده. د قبايلو چارو وزير دې ته مجبور شوی و چې لغمان ته راشي او په خپله برخه کې لغمانيانو ته څه وکړي. ښاغلي محمد ګلاب منګل ژمنه وکړه چې په لغمان ولايت کې به خپل امريت ته د رياست ارتقا ورکوي او خپل د غه د قبايلو چارو رياست ته به نوې ودانۍ جوړوي.

په ښاغلي منګل پسې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي لغمان ته کاري سفر وکړ.د ښاغلي عالمي بلخي سفر هم هسې سفر او چکر نه و. کومې ستونز چې په لغمان کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو پر وړاندې پرتې دي يوه يوه ورته د محلي اداري له خوا وويل شوه. ښاغل عالمي بلخي وويل چې تر يوې ارزونې وروسته به په لغمان ولایت کې د ښار ګوټو جوړولو او د اړونده ریاست د ودانۍ چارې د منل شویو معیارونو مطابق پیل کړي او له مرستندویه بنسټونو سره به ګډ کار وکړي. همدا دی چې اوس موږ ګورو د بابا صيب په دښته کې د مهاجرينو په ښارګوټي کار روان دی او د مهاجرينو رياست د ودانۍ رغنيزې چارې به هم ډېر ژر پيل شي.

په دې لړ کې د کليو بيارغونې او پراختيا وزير ښاغلي نصير احمد دراني هم لغمان ولايت ته سر راښکاره کړ. د نوموړي په راتګ سره په لغمان ولايت کې د (۲۷۱) ميليونه افغانيو په ارزښت د يو شمېر پروژو کارنه پيل کړل او يو شمېر پروژې يې ګټې اخيستنې ته وسپارلې. د ښاغلي دراني په راتګ سره د دغو پروژو په پيل کېدو به په لغمان ولايت کې اتلسوزرو(۱۸۰۰۰) کسانو ته په خپل کور د لنډمهالي کار زمينه برابره شي او لغمان به لا هم د سمسورتيا او پرمختګ پر لور ګامونه واخلي. ښاغلي دراني دا خبره هم وکړه چې کوم وړانديزونه ښاغلي نعيمي په کابينه کې کړي هغه به هم يو په يو عملي کوي. ښاغلي دراني ولسونو ته د دې  ډاډ هم ورکړ چې د کلیوالي سرکونو، استنادي دېوالونو، پلونو، پلچکونو، بندونو، کرنې او مالدارۍ په برخه کې به یو شمیر پروژې د دغه ولایت لپاره منظورې کړي.

يواځې وزيران نه بلکه د وزيرانو شورا د دارالانشا عمومي رييس ښاغلي نصرالله بريالي ارسلايي هم د يوه پلاوي په مشرتابه لغمان ولايت ته خپل کاري سفر درلود. دغه پلاوي په لغمان ولايت کې د ټولنې له مختلفو طبقو سره وليدل. د لغمان ولايت ستونزې يې واورېدې او ژمنه يې وکړه چې په کابينه کې به يې مطرح کوي. په دغه ليدنه کې لغمانيانو یاد پلاوي ته د امنيتي ځواکونو د تجهيز، په لغمان ولايت کې د څلورو ولسواليو ايجاد، د شاهي کانال د کار پيل، په مهترلام ډاک کې د هوايي ډګر جوړول او د زراعت او ابيارۍ د سيستم د بهبود په اړه وړانديزونه وکړل چې دوی ژمنه وکړه دغه وړانديزونه به په مرکز کې يادوي او يو په يو به يې په خپل وخت عملي کوي.

د امنيتي ځواکونو د تجهيز او اکمال په برخه کې د دفاع وزارت هم بې تفاوته پاتې نه شو. د دفاع وزارت لوی درستيز قدم شاه سقيم هم په خپل وار له نږدې د لغمان له امنيتي ځواکونو سره خپله خواله وکړه. هغه دلته په هغو سربازانو چې په جنګ يې له ځانه وړتيا ښودلې او قرباني يې ورکړې تحفې او ستاينليکونه ووېشل او د هغوی د قربيانيو ستاينه يې وکړه. ښاغلي سقيم وويل چې په راتلوکي کې به د لغمان ولايت امنيتي ځواکونه لا هم په پرمختللو وسلو سمبال کړي او د دوی تشکيل به نور هم ډېر کړي.

د ترانسپورت او هوايي چلن وزير ښاغلي محمدالله بتاش چې وليدل د کابيني ټول غړي لغمان ته په مخه دي ده هم لغمان ته تشريف راوړ. د نوموړي راتګ هم لغمان ته بې ګټې او بې ثمرې نه و. ښاغلي بتاش وويل چې لغمان ولايت ته به نور ملي بسونه ورکړي خو تر ټولو په زړه خو يې دا وکړل چې ((ډیر ژر به د لغمان ولایت د سرخکانو په سیمه کې د یو لوی او پرمختللي ترانسپورتي ځمکني ترمینل د جوړیدو چارې پیل کړي)) دا نو له ټولو ښه خبر دی. 

د اقتصاد وزير عبدالستار مراد سفر بيا لغمان شريف ته له ځانه سره لوی لوی زېرې او غټې غټې هيلې درلودې. ښاغلي مراد د لغمان ولایت د ادارې او خلکو د غوښتنو په تړاو  وویل  چې د وطن ګټو او کله ګوش بندونه به په هغه پرمختیايي پروژو کې شامل کړي چې باید په نږدې راتلونکې کې پلې شي. دا تر ټولو لوی زېری دی. دا دواړه بندونه چې د لغمانيانو ارمان دي د لغمان محلي اداره ژمنه ده چې ددوی دغه ارمان به يوه ورځ د حقيقت په جامه وپسولي.

دا لړۍ نو همداسې روانه ده. هره ورځ چې له کوره ښار ته راځم يو وزير د لغمان مېلمه وي. په دې وروستيو کې د ښار جوړونې وزير سيد سعادت منصور نادري هم د لغمانيانو مېلمه و. نوموړي نو داسې ژمنې وکړې چې سړی يې په اورېدو خوشاله شي. هغه وويل چې تر ارزونې وروسته به په لغمان ولايت کې د معياري ښاري ودې او پرمختګ لپاره کار وکړي. همداشان نوموړي د دې خبر هم ورکړ چې د ښاري پراختیا او ښارواليو د قانون تر تنفیذ وروسته به د ښار جوړولو په برخه کې نوي پرمختګونه رامنځته شي او د پلان سره سم به دولتي تاسیسات،د امنیتي ځواکونو لپاره رهایشي کورونه جوړ او د خلکو د غوښتنو سره به سم عملي اقدامات وکړي.

اوس که دا پرمختګونه سړی يو په يو راټول کړي او خپلې مخې ته يې کښېږدي نو په خپله به سړی ووايي چې دلته يوه اداره موجوده ده چې د لغمان د ولس خدمت ته يې ملاتړلې ده. که خدای کول لغمان به يوه ورځ دومره پرمختګ کړی وي چې سړی به يې هيڅ تصور نه شي کولی. کله چې زه مهترلام ښاره ته راځم ځای ځای امنيتي ځواکونه ولاړ وي. وروسته خبر شم چې فلانی وزير صيب لغمان ته راغلی. باور وکئ دومره خوشاله شم چې په جامو کې نه ځاېيږم.

وايم خدایه شکر اوس به دا وزير هم د لغمان د ابادۍ لپاره څه کوي. وروسته چې خبر شم لغمان ته په ميليونو افغانيو ګټه اوښتې وي. خدای دې د هيواد په هر ولايت کې داسې زړه سوانده اداره جوړه کړي چې له زړه خپل هيواد او هيوادوالو ته خدمت وکړي.