کور / سياسي / د پاکستان پټ لاسونه

د پاکستان پټ لاسونه

د انګریزانو له خوا د پاکستان په منځ ته راتلو سره داافغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې موضوع همداسې ناحله پاتې شوه.پاکستان تل هڅه کوله چې پر افغانستان د فشارونو لپاره زموږ په هیواد کې داسې کسان پیدا کړي چې په عمل کې د پاکستان په ګټه وي. افغان حکومت ته داسې ستونزې پیدا کړي چې هیڅ وخت ونه شي کولی خپله ارضي ادعا په جدي ډول مطرح کړي.Roman sahar رومان سحر

کیدای شي د وخت افغان حکومتونو هم کله کله د پولې ها خوا ځینو کسانو ته پخپله خاوره کې ځای ورکړی وي تر څو د پاکستان پر حکومت فشار وارد کړي چې د پښتنو پلوڅو حقه حقوقو ته غاړه کیږدي. 

خو په دې سیالۍ کې پاکستاني حکومت تل فعال و د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په وخت کې یې دپکتیا ولایت اوسیدونکي سیداکبرخان ته چې له خپل حکومته خوابدی شوی و، سیاسي پناه ورکړه، ویې نازاوو خو ویې نه شوای کړای چې دا په وطن مین ځوان وغولوي او د خپل وطن اوحکومت پر ضد یې استعمال کړي.  

وایي دپاکستان د هغه وخت وزیر اعظم به سیداکبرخان ته هر وخت میلمستیاوې کولې د افغانستان پر ضد به یې خبرې کولې او د افغان پاچا غیبت به یې ورته کاوو، په سیداکبرخان دهغه لمسوونکې خبرې ښې نه لګیدې یوه ورځ ورته په غوصه شو او ځای پر ځای یې وواژه. چې بیا افغان هنرمندانو د ده د دغې بهادرۍ په خاطر سندرې او شعرونه جوړ کړل:

سیداکبرخان زوی د ببرک و

له خپله وطنه څخه ورک و

چې رانسکور یې کړ وزیره

ټول پاکستان یې کړ دلګیره…

خو پاکستان خپلو جاسوسي هلو ځلو ته دوام ورکړ.

تر څو چې یې په افغانستان کې داسې ډلې پیدا کړې چې نه یوازې ددوی هره خبره یې ومنله بلکې په وطن کې یې د دایمي جګړو اورونه بل کړل او د هغو ملونې یې پخپل لاس کې ونیولې. پاکستان پخپله خاوره کې څو ډلې جوړې کړې او د تخریبي اعمالو لپاره یې افغانستان ته را ولیږلې. 

په دې منځ کې پاکستاني استخباراتو داسې کسان هم وروزل چې په خوله د پاکستان سخت دښمنان دي. خو په عمل کې د پاکستان د ګټو لپاره جنګیږي. دا ډلې او کسان د ځینو هیوادوالو په منځ په پاکستان دښمنه کسانو مشهور دي. کیدای شي یو شمیر یې هغه هیواد ته تللي هم نه وي او همدا له پاکستان سره د دښمني یو دلیل هم بولي. خو ددوی کړنې سل په سلو کې د پاکستان او ایران په ګټه دي.

په دې برخه کې ډیر دلایل شته تر ټولو ښکاره دلیل یې د ډیورنډ کرښې په اړه ددغو ډلو او کسانو دریځ دی. دوی په بحثونو او ویناوو کې ددې غوښتونکي دي چې افغان دولت دې ډیورنډ کرښه بې له قیده وشرطه په رسمیت وپیژني.

دوی کله د تاریخپوهانو او کله هم د سیاسي شنونکو په نامه غونډې او سیمینارونه جوړوي. او هڅه کوي چې د افغانستان د نورو دښمنانو غوندې په دې برخه کې پاکستان حق په جانب وګڼي. دوی داسې زهرجن تبلیغات کوي چې ته به وایې د افغانستان د ټولو ستونزو یوازنی علت د ډیورنډ کرښه ده او که افغان حکومت دا تپل شوې کرښه په رسمیت وپیژني نو پاکستان به پخپل ځای کیني او ټولې ستونزې به هوارې شي. خو دې ته یې پام نه دی چې موږ خو له ایران سره د ډیورنډ کرښه هم نه لرو، هغوی نو ولې یې افغانانو ته خپل کور اور ګرځولی دی.

که پاکستان پر افغان خاوره بریدونه کوي ایران هم د افغانستان په خاوره راکټونه اورولي دي او زموږ د هیواد په چارو کې یې تل مداخله کړې ده. هلته میشت افغانان اعداموي، کورونه یې ورسوځوي او دوی وژني.

دوی دغه موضوع په داسې الفاظو او جرآت بیانوي لکه چې د پاکستان له خوا د ډیورنډ کرښې د لانجې د حل لپاره هیات ټاکل شوي وي. او د پاکستان د حکومت استازي وي. پاکستان او نورو غرضي ګاونډیانو تل هڅه کړې ده د خپلو استخدام شویو کسانو په خوله خپله خبره وکړي.

افغانانو ته په کار ده چې خپل لیرې او نږدې دښمنان په ښه ډول وپیژني او حکومتي مسوولې ادارې باید دا ډول فعالیتونه په جدیت سره وڅاري.

رومان سحر