کور / راپور / نوميالي دي چې يادېږي – ياد غونډه

نوميالي دي چې يادېږي – ياد غونډه


راپور: جاويد باختري
مزار شريف
باختر ادبي بهير ، لټون مجله او د ځلانده راتلونکې غوره ټولنيز مرکز لخوا په بلخ کې د سلواغي ۲۶ مې لمانځنه وشوه.ميړني دي چي ياديږي
غونډه د قران مجيد په څو مبارکو اياتونو په تلاوت پيل شوه، د بلخ ولايت اړوندو سيمو څخه قومي مشرانو فرهنګي شخصيتونو استادانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په پيل کې د ځلانده راتلونکي غوره مرکز مشر محبوب افغانمل د سره کمون راتګ هېواد ته د پيښو، بد بختيو او په هغه وخت کې د شهيدانو د ځانونو د قربانۍ او د وينو په بدل د هېواد خپلواکې د لاسته راوړلو په برخه کې مفصلي خبري وکړي .
افغانمل : د دغو سيمو شهيدانو نوم لړيې ياد کړ،چې د هېواد د ازادي او استقلال په برخه کې يې ځانونه په ګران وطن شهيدان کړي دي. او بيا يې هغه شمير مشران ياد کړه ، چې  اوس هم د اولس په چوپړ کې شپه او ورځ ولاړ دي.
بيا ګلاب خان ساپی جهادي قومندان او مخور سپين ږيري پر ځوانانو ږغ وکړ چې د تعصب او بيلتون لمن ټوله کړئ .
ای! ځوانانو اتفاق او ورورولي غوره کړئ، سره يو شئ دا وطن زموږ پلرو له پلرو موږ او له موږ نه تاسو ته در پاتي ده.
ستاتنه او پالنه يې ستاسو ځوانانو کار دی.
د لټون مجلي مشر خيبر اميري را وغوښتل شو د سلواغې۲۶ مه نيټه د هېواد د نجات او خپلواکې ورځ ياده کړه او زياته يې کړه زموږ ولس د سترو قربانيو او سرښندنو په برکت د پخواني شوروي يرغل ملا ماته او په شا وتمبوه،
دغه ستره ميړانه مو د ډيرو شهيدانو او کونډو يتيمانو په اوښکو او وينو لاس ته راوړل شوه، موږ ښه وګڼله ،چې د هغو يادونه وکړو
خپلواکي ، استقلال او آزادي هغه ستر نعمت دی چې الله تعالی يي د خپلو بندګانو د د فداکاريو او قربانيو په برکت پرهغو لوروي. زموږ دهېواد قهرمان ولس د دغه سترنعمت ترلاسه کولو لپاره د تاريخ په اوږدوکې ډيرې قربانۍ ورکړي او تل يې خپل هيواد د قربانيو په مټ د پرديو له اشغاله خوندي او ازاد ساتلی دی.
۲۶ کاله وړاندې د سلواغې د مياشتې په ۲۶ مه د پخواني شوروي اتحاد سور پوځ دافغانانو د مقاومت له برکته له افغانستان څخه وتلو ته اړيستل شو.
څه دپاسه ۳۲ کاله مخکې  د شوروی اتحاد فوځونه افغانستان ته راغلل او څه کم لس کاله په جګړه بوخت شول. افغانانو ته دغې جګړی ستري ناخوالې او بدي پايلې درلودی. دشوروی د وخت ولسمشر ميخايل ګوربه چوف دغه جګړه د خپل هېواد ته «ناسور ټپ» وبلله، او زموږ ولس دغه ستر يرغلګر هيواد غاوښونه ور مات او په شا وتمبوه.
لمړی ځل دافغانستان د وخت ولسمشر شهيد داکتر نجيب اله  دسلواغی دمياشتی ۲۶ مه نيټه، چې له افغانستان څخه د دروسانو دوتلو دورځ وه په نجات ملي ونومه وله او د روسانو د راتګ ورځ يې توره ورځ وبلله.
د کندهار پوهنتون د ټولنپوهنی او انسان پېژندنی استاد حيات الله رفيقی وايې:دا پرشاتګ واقعا د شورويانو لپاره په ډير لوی قيمت تمام شو. ځکه پخواني شوروي د افغانستان نه پرته پر ۱۶ جمهوريتونو سينه اچولي وه،  چې د افغان بچو په مټ يې ټوله منځني اسيا ازاده کړه
خو خپله افغانانو له خپلوډيروزياتو قربانيو څخه هيڅ سياسي اومادي ګټه ترلاسه نه کړه بلکې داجګړه يې په ډيرضرراو زيان تمامه شوه ځکه د شوروي ځواکونو له ماتې او دخپل هېواد له بشپړي آزادۍ وروسته يي په خپل منځي جګړو کې ويجاړ هېواد نورهم کنډواله او بالآخره يې بېرته د نورو تيري کوونکو ځواکونو تر اشغال لاندې کړ.
زموږ سياسي مشرانو د ولس دغه قرباني ونه ساتله د دوي د وينو ارزښت يې ونه پالو د يتيمانو ژړا او اوښکي يې پاکې نه کړي د کونډو ريښي ريښي پوړني يې ونه ګڼډه.
بيرته يې هيواد يو داسي ناورين سره مخ کړ، چې تاسو يې شاهد ياست.
اوس د ښه راتلونکي هيلي لرو اوس د پياوړي هېواد په فکر روان شوي يو ځوانان به انشاالله د وطن د بقا لپاره ملا تړي او تړلي يې ده.
په پای کې د ځوانانو او د يادو مرکزونو له خوا د ټولني هغو مشرانو ته چې اوس هم د ملت په چوپړ کې دي په ستاينليکونو ونازول او د دوي نه يې مننه وکړه چې په هر حالت کې يې د ځوانانو لاس نيوي او ملاتړلي ده.
د پياوړي ، پرمختللي، خپلواک ،ازاد ، متحد او متفق هېواد په هيله