کور / تازه خبرونه / لوګر: له ازري ولسوالۍ تښتول شوي قومي مشران بيرته ازاد شول

لوګر: له ازري ولسوالۍ تښتول شوي قومي مشران بيرته ازاد شول

د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې وسله والو مخالفینو هغه شپږ تنه قومي مشران چي د کب د میاشتې په دوهمه نیټه تښتولي و تېره شپه بیرته ازاد کړل.

د یادو مشرانو د تښتولو وروسته د لوګروالي محمد حلیم فدایي په سیمه کې د ولایتي شورا وکیل ډاکټر عبدالولي وکیل او ولسوال ته دنده وسپارله ترڅو د قومي مشرانو په مرسته یاد کسان راخوشي کړي چې بلاخره د دوه شپو څخه وروسته یاد مشران چې پنځه د ببرو او یو د اکبرخیلو د قوم و، د وسله والو مخالفینو له منګولو څخه تیره شپه ازاد شول.

وسله والو مخالفینو دغه مشران هغه وخت وتښتول کله چې د سلواغې په ۲۶ نیټه افغان امنیتي ځواکونو په سیمه کې عملیات وکړل او د وسله والو مخالفینو یو کس د لعل بیک په نوم مړ او له دوی سره ۷۳۳کیلوګرامه تاریاک ونیول شو.