جرګه زموږ په تاريخ کي ډير لوړ ځای لري

د لراوبر اداره | مارچ 3rd, 2016


اسدالله الفت

د جرګي تعريف:

دا چې جرګه زمونږ په تاريخ کې ډير لوړ ځای لری، او جرګه د پښتنو خيلونو د مسلي په اړه راټولیدني  ته وایي چې د نوموړي موضوع په اړه تصميم نيسي او خپلی پريکړي کوي.ميړني دي چي ياديږي - جرګه

(جرګه دپښتنولی ( دپښتني خيلونو دکړو وړو دودیز اداري سیسټم) دی چې  د اغيزناکې کاروني تر ټولو مهمه قضايي موسسه ده. داد قبیلود مشرانو غونډه ده چې د خیل يا قبیلي پرکورنی (داخلي) لانجواو شخړو غور اوپريکړی کوي. دجرګي غړي دټبرونو غوره سوي مشران يا استازي دي چې دخپل ټبر په استازيتوب په جرګه کې برخه اخلي.)

ښاغلي حبیب الله رفيع  د جرګې تعريف داسي کړي دی:

(جرګه د پښتولرغوني لغات د ی چې د (ج) په زور ي او د (ر) په سکون ویل کیږي، ځيني پښتانه يي په سپکه (ې) او سپک (واو) جیرګه او جورګه هم وايي؛ معنی يي ديوه هدف، سلا او مشوري لپاره د څو کسانو يا ګڼو کسانو را غونډيدل، ناسته او يو ځای کيدل دي.)

په دري کښي جرګ او جرګه د (ج) په زور او د (ر) په سکون په لغت کښي د غيږباسو (کشتي ګیرانو) کارګاه او تعليمګاه ته وايي چې داتلانو کړني تري را چاپيره وي، همدا راز د خلکو يا څارو عمومي حلقي ته هم وايي،  يو ډول ښکار ته چې خلک کړی تري را ګرځوي يو ځای کيدل ده،هم وايي او عامه معني يي د ګڼو خلکو را غونډيدل او يو ځاي کیدل دي.

په ترکې کښې هم دا کلمه په همدي تلفظ او معني ده، او اردو ته هم له همدي معني سره تللي ده. 

(د جرګي کلمه په پښتو  او پارسي ژبوکې مروجه ژوندي کلمه ده او ددغو ژبو د خپل مال په توګه کاریږي. له غیاث االلغات پرته، چې جرګه يي ترکې کلمه بللي ده، نورو ټولو مروجو قاموسو ددي کلمي د منشا په باب څه نه دی ويلي.

پارسي قاموسو په صف وحلقه، دسته،ګروه، عده اي از مردم که دور هم جمع شوند، عده اي سپاهي يا شکارچې که در دورهم جمع شوند، عده سپاهي يا شکارچې که در صحرا شکار را محاصره کنند. معنا کړي ده سید راحت زاخيلي په لغات افغاني کې يي ورته کښلی دي  ولوګ جو پنچايت کې ليي مقررهوتي هين ترجمه (هغه خلک چې د پريکړو يا مشورو لپاره ټاکل سوي وي).

وزير محمدګل خان مومند په پښتو سیند کې  راوړي دي هياتی يا جمعيتي که براي مذاکره در يک خصوص فراهم ايد، مجلس،جمعيت،انجمن. علاوه بران هيات رسميه که يا امور متعلق دولت و حکومت يکجا ګرد اینده، نیز اطلاق میشود. قومي جرګه=مجلس قومي،د پښتوجرګه=جرګه افغاني که فيصله ان بر اساس اصول و قوانین ملي افغاني باشد، سیاسي جرګه=مجلس سياسي= د معارف جرګه=انجمن معارف.

ميا بهادرشاه کاکاخيل په ظفرالغات کې وايي:جرګه:  د مشوري مجلس، مجلس ومشاورت،ټولۍ،ګروه. جرګه په پښتو کې ډير اهميت لري. ددې جرګو ځان ته اصول دی. جرګه يا په حجره کښي او

يا په جماعت کښي راغونډيږي. 

 

Copyright Larawbar 2007-2024