کور / سياسي / د ويتنام تکرار، د ډېن سیمپسن د ليکني ژباړه

د ويتنام تکرار، د ډېن سیمپسن د ليکني ژباړه

Wahed faqiri واحد فقيريدرنو لوستونکو: د امریکا پخواني سفیر ښاغلي ډېن سیمپسن د پیتسبورګ پوسټ-ګازیټ په اخبار کي د فبروري پر ۲۴ باندي په افغانستان او ویتنام کي د امریکا د دوامدارې نظامي مداخلو په باب جالبه مقایسوي مقاله خپره کړې ده.  ما هڅه کړېده چي د ښاغلي سیمپسن د مقالې مهم ټکي په مختصره توګه دلته ستاسو سره شریک کړم.  (واحد فقيري)

 

د ویتنام تکرار

 

زه تازه ویتنام ته په یوه سفر تللی وم. هلته مي د امریکا د پخواني سفارت د عمارت هغه بام ولید چي امریکایانو په اخره ورځ په ډېر بد حالت کي په هیلکوپټرونو کي له ویتنام څخه فرار وکړ. 

زه نه غواړم چي د ویتنام کیسه یو ځل بیا په افغانستان کي تکراره سي. نو بنا، د دې تر مخه چي په افغانستان کي پر امریکا بانديد تیښتي ټولي لاري بندي سي، امریکا باید همدااوس له افغانستانه ژر تر ژره راووځي. 

ځکه د کابل حکومت د دریو دلایلو په اساس سقوط کوي.

اول: لکه د جنوبي ویتنام د وخت حکومت،‌ د اشرف غني حکومت هممطلق فاسد او دروهلی دی، او لکه ماهی له سره خوسا سوی دی. په اصل کي، د کابل حکومت د مخدره موادو یوه مافیايي شبکه ده. له هغه وخت راهیسي چي امریکا افغانستان اشغال کړی دی، دهیواد په ګوټ ګوټ کي د مخدره موادو کاروبار رونق اخیستی دی. همدااوس، افغانستان په ټوله دنیا کي د مخدره موادو اول لمبر صادرونکی ملک دی. رشتیا خبره دا ده چي د اشرف غني حکومت او طالبان دوې مافیايي ډلي دي چي د مخدره موادو د کاروبار پر کنټرول ئې سره جنګ دی. 

دوهم، د کابل د حکومت د سقوط بل علت دا دی چي روسانو هم راته شا کړه. روسان نه غواړي چي نور د امریکا سره همکاري وکړي. 

درېیم، د کابل د سقوط بل دلیل دا دی چي د افغانستان په اردو باندي هر کال امریکا قریب څلور بیلونه ډالره مصرفوي. خو د کابل د حکومت پوځ د طالبانو د حملو، د داخلي فساد، او سکتوري درزونو په خاطر له دننه را نړېږي. په اردو کي جنایات زیات سوي دي، او عسکر په زیاتېدونکې توګه وظیفه پرېږدي او تیښتي. . بر علاوه په افغان اردو او نورو امنیتي سکتورونو کي تلفات زیات سوي دي. لنډه دا چي د افغان پوځ هسي عمل کوي لکه چي د جنوبي ویتنام عسکرو چي د امریکا د اشغال په اخرو کلونو کي ئې کاوه. 

لیکوال وايي: د اشرف غني حکومت په دې ښه پوهیږي چي ورځي ئې په شمار دي. نو ځکه باید د خپلي بقا لپاره د طالبانو سره د سولي خبري وکړي، او سیاسي معاملې ته حاضر وي. دغه راز، د کابل حکومت او طالبان مجبوره دي چي د مخدره موادو د قاچاق او کاروبار په برخه کي یوې نتیجې ته سره ورسیږي.  هغوی مجبوره دي چي یو ګډ حکومت سره جوړ کړي. 

ښاغلی سیمپسن په افغانستان کي د امریکا د عذاب او مصیبت په باره کي لیکي: د امریکا لپاره د افغانستان له جنجاله ځان خلاصول اسانه کار ندی. ځکه د افغانانو لپاره امریکا د یوې لنګيغوا غوندي ده چي دوی د یوه نري لښتي څنګ ته تر یوې غټي وني لاندي تړلې ده، او هره ورځ ئې لوشي. په عین حال کي، افغانانخپله د همدې لوی وني تر سیوري لاندي کرار ناست دي، او بانډارسره کوي. 

په اخر کي لیکوال لیکي: افغانستان یو داسي لیري پروت هیواد دی چي زیاتره امریکایان ئې په نقشه هم نه سي پیدا کولای. هغه وايي امریکایان د افغانستان د جنګ اوږدېدو ته اړتیا نه لري،‌ بلکي د افغانستان د جنګ اوږدول هغه متقاعد جنرالان او نظامي تحلیلګران غواړي چي نن ورځ د غټو امریکايي نظامي کمپنیو سره یو ځای د دې عبث جنګ اوږدېدل غواړي. 

 

تبصرې پرانیستي‌

  1. سلامونه د لراوبر لوستونکو او دروند فقیری صاب! 
    په پاسنی پرتلنه کې صرف د اشرف غني نوم اخیستل سوی، مګر د فساد اصلي شر اچوونکو( ع.ع. ؟ ؛ پخوانیو راهبرانو… ېتسترا!) نومونه ندي ذکر سوي. او اصل خو د مظلوم او معصوم افغان ولس آه او فریادونه چې تر عرشه پورې رسیدلي، او د شهیدانو د پاکو ارواهو تاثیر به وي چې لکه د پخوانو  نړیخورو زبیښاکګرو به  د براییدن غوندې وتښتي یعنې د امریکایانو د پلرونو او دپنجابیانو د پلندر انګریزانو  اخرنی ډ. برآییدن!.
    و من الله التوفیق. حمیدالله زړهءور صاپی