کور / تازه خبرونه / په شبقدر کې برید شوى

په شبقدر کې برید شوى

پېښور : دبي بي سي د خبرله مخې د خیبر پښتونخوا ایالت په شبقدر کې د برید له امله د دوو پولیسو په ګډون نهه کسان وژل شوي او ۱۵ نور یې ټپیان دي.د چارسدې د پولیسو مشر سهیل خالد وویل، برید ګهیځ شبقدر کچهري سره وشو.دی وايي، برید کوونکي غوښتل، تهاڼې ته ننوځي، خو کله یې چې پولیسو مخه ونیوه، پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي یې وچوول.دی وايي، برید کوونکي له برید وړاندې پر پولیسو د ډزو هڅه هم وکړه، خو خو پولیسو پرې ډزې وکړې.عیني شاهدان وايي، برید دومره زورور و، چې د نژدې موټرو او ودانیو ښیښې یې هم ماتې کړې دي.د برید پړه د تحریک طالبان پاکستان یوې اړوندې ډلې “جماعة الاحرار” ډلې منلې ده.ددغې ډلې ویاند احسان الله احسان رسنیو ته ویلي، دا برید یې د پنجاب د مخکیني وژل شوي والي سلمان تاثیر د قاتل ممتاز قادري د اعدامېدو د غچ اخیستو په غبرګون کې کړی دی.ممتاز قادري په ۲۰۱۱ کال د پنجاب والي سلمان تاثیر په ډزو وواژه.سلمان تاثیر پاکستان کې دین د سپکاوي د قانون خلاف نظر درلود.پاکستان څو ورځې وړاندې ممتاز قادري اعدام کړ.