کور / تازه خبرونه / د پنجاب د پخواني والي زوی په کچلاغ کې خوشی شو

د پنجاب د پخواني والي زوی په کچلاغ کې خوشی شو

رفيع الله مندوخېل

 د پاکستان د پنجاب ايالت د پخواني وژل سوي والي سلمان تاثير زوی چې څلورنيم کاله  وړاندې د پنجاب له مرکز لاهور څخه ناڅرګنده وسله والو تښتولی وو، په کوټه کې امنيتي ځواکونواو د استخباراتي ادارې چارواکيو د وسله والو له منګولو خوشي کړی دی.اختطاف

د سه شنبې په ورځ  د بلوچستان د ملېشه ځواکونو وياند رسنيو ته ويلي، چې د پنجاب د پخواني والي سلمان تاثير زوی شهباز تاثير يې کوټې ته څېرمه په کچلاغ سيمه کې د وسله والو له منګولو خوشي کړی دی.

وسله والو په مېلادي کال ۲۰۱۱ د اګست په مياشت کې د سلمان تاثير زوی په لاهور کې تښتولی وو. پوليسو ويلي وو، چې څلورو تنو وسله والو د شهباز تاثير موټر ودراوه او د وسلې په زور يې هغه له موټرڅخه  راکوز کړ او په بل موټر کې يې له ځانه سره يو وړ. د نوموړي ورور شهريار تاثير هغه مهال رسنيو ته ويلي وو، چې کورنۍ ته يې وسله والو طالبانو او افراطي ډلو ګواښونه کړي وو.

د پنجاب پخوانی والي سلمان تاثير په مېلادي کال ۲۰۱۱ په  جنوري مياشت کې خپل ساتونکي دين ته د سپکاوي له قانون سره د مخالفت له امله  وژلی وو.

د سلمان تاثير قاتل ممتاز قادري تېره  اوونۍ د راولپنډۍ په اډياله  زندان کې په دار وځړول سو.