کور / تازه خبرونه / د نړیوال اسلامي پوهنتون د چارو پیل کیدو ترڅنګ ګڼ شمېر نورې پروژې پیل کیږي

د نړیوال اسلامي پوهنتون د چارو پیل کیدو ترڅنګ ګڼ شمېر نورې پروژې پیل کیږي

د نړیوال اسلامي پوهنتون د چارو پیل کیدو ترڅنګ ګڼ شمېر نورې پروژې پیل کیږي .
چارواکي وایي په ننګرهار ولایت کې به د لوړو زدکړو وزارت له لورې د ۵ سوه زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت د نړیوال اسلامي پوهنتون د احاطې جوړولو چارې ډېر ژر پیل کړي او همدا راز به د ننګرهار پوهنتون په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر نورې پروژې پلي کړي .
د دغه وزارت وزیرې فریدې مومند،چې نن  ننګرهار ولایت ته سفر کړی و، د دغه ولایت والي،د ولسي او ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو او د کونړ ولایت یو شمېر مخورو سره یې د لیدنې پر مهال ننګرهار پوهنتون ته د ځانګړې پاملرنې ژمنه وکړه .
ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل: ننګرهار د علم او ادب ځانګو ده، نو لازمه ده د لوړو زده کړو وزارت د دغه ولایت پوهنتون د پرمختګ په موخه ځانګړې اسانتياوې برابرې کړي او زیاته یې کړه،د دغه ولایت پوهنتون ديارلس پوهنځي لري،چې زدکړیالان یې د تدریس پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او د دوی لپاره یې د نورو ودانیو د جوړولو غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړه، ننګرهار د ختيځ زون مرکز بلل کيږي، چې د نورو ولایتونو ترڅنګ د یادو ولایتونو ګڼ شمېر ځوانان د دغه ولایت په پوهنتون او ښوونځیو کې خپلې زدکړې ترسره کوی او باید د مرکز له لورې دغه نفوس ته په کتو ننګرهار ته پاملرنه وشي .
نوموړی وایي: د کونړ پوهنتون مشرتابه هم د دوی سره د ياد ولایت د پوهنتون د لیلیې د برېښنا او نورې ستونزې شریکې کړې وې،چې د لوړو زدکړو وزارت څخه یې د سید جمال الدین افغان پوهنتون ته هم د پاملرنې غوښتنه وکړه .
د ولسي جرګې غړي فريدون خان مومند د لوړو زده کړو وزيرې څخه غوښتنه وکړه، چې ننګرهار ته پخپله برخه کې ټول حقوق ورکړي او همدا راز یې د ننګرهار پوهنتون مسؤلینو ته د بشپړ صلاحیت د ورکړې وړاندیز وکړ.
په غونډه کې د عامې روغتیا رئیس، د ننګرهار او کونړ قومي مشرانو او د ننګرهار د ولسونو استازو د خپلو خبرو پر مهال د لوړو زده کړو وزيرې ته وړاندیز وکړ،چې په پوهنتونونو کې دې زدکړیالان له سیاست څخه لرې وساتي .
دوی غوښتنه وکړه،چې د ننګرهار پوهنتون علمي نصاب دې نوی او عصري شي او نړيوالو برسونو کې دې ننګرهار ته پاملرنه وشي او همدا راز یې د دغه ولایت پوهنتون غصب شوې ځمکو په ترلاسه کولو کې د لوړو زدکړو وزارت د پاملرنې ترڅنګ د دغه وزارت بودیجه په مناسبو او شفاف ډول د مصرفولو غوښتنه وکړه .
دوی وویل : د محصلينو علمي کچې لوړولو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي او په ننګرهار کې د پوهنتون تدریسي روغتون بوديجه دې لا زياته شي او همدا راز په دې ولايت کې دې خصوصي پوهنتونونو څخه جدي څارنه ترسره شي .
د لوړو زده کړو وزيرې فريدې مومند وويل: سږکال له دولتي بوديجې څخه په ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون احاطې لپاره پنځه سوه زره امریکایي ډالر او د کمپيوټر ساينس پوهنځي ودانۍ په موخه اته سوه زره امريکايي ډالر ځانګړي شوي او ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي .
نوموړې زياته کړه،د ټولو پوهنتونو د نصاب اصلاح هڅې يې پیل کړي او د کانکور ازموينه یې سږکال د نورو کلونو په پرتله په پوره توګه په شفاف ډول اخیستې،چې پایلې به یې هم ډېر ژر روښانه شي .
هغې وویل: هڅه يې پيل کړې، ترڅو د پوهنتون محصلين له سیاست څخه وژغوري او استادان د ظرفیت لوړونې په برخه کې په هېواد د ننه او بهر وروزي .

لوړو زده کړو وزيرې ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار پوهنتون د ستونزو تر څنګ به شخصي خصوصي پوهنتونونو څخه جدي څآرنه پیل کړي

صــــــــــدیــــــق الله پـــــــوپــــــــــــــــــل.