کور / تازه خبرونه / طالبان: د غزني دمحکمې رئيس او یو څارنوال په جګړه کې ووژل شول

طالبان: د غزني دمحکمې رئيس او یو څارنوال په جګړه کې ووژل شول

نن غرمه مهال د میدان وردګو سیداباد ولسوالۍ ملې خیلو سیمه کې د غزني ولایت لپاره دکابل ادارې د ابتدائيه محکمې رئيس محمد انور دمقر ولسوالۍ اوسیدونک او یوتن څارنوال عبدالرشید عابد دهلمند ولایت اوسیدونکي  د پټو معلوماتو په اساس د طالبانو لخوا ونیول شول.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي له نیول کیدو څخه لږ وروسته د کابل ادارې عسکرو دیادو کسانو د خلاصون هڅه وکړه چې ورسره په سیمه کې سخته جګړه ونښته چي یاد قاضي او څارنوال له ګڼو نورو برید کونکو عسکرو سره يوځای ووژل شول.

طالب وياند وايي یاد قاضي او څارنوال د نیول کیدو څخه وروسته د تحقیقاتو لپاره مصئون ځای ته وړل کیدل؛ خو دښمن يې دخلاصون هڅه وکړه چې ورسره په پيښه نښته کې دواړه ووژل شول.
نوموړی وايي د وژل شوو کسانو جسدونه اوس هم په سیمه کې پراته دي.
حکومتي چارواکو تر دې دمه د دغه پېښي په اړه څه نه دي ويلي.