کور / تازه خبرونه / جماعت الاحرار دلاهور چاودنې مسوولیت منلی

جماعت الاحرار دلاهور چاودنې مسوولیت منلی

لاهور: دبي بي سي د خبرله مخې له پاکستاني طالبانو یوې بېلې شوې ډلې جماعت الاحرار وياند احسان الله احسان دلاهور ښار کې د یکشنبې ورځې برید مسوولیت منلی او د برید هدف یې د “پاک اختر” په ورځ د پاکستاني عیسویانو په نښه کول بللي دي.دا برید د لاهور په ګلشن پارک کې وشو او له امله تردې مهاله تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي چې نږدې ۳۰ یې ماشومان دي.د جماعت الاحرار ډلې ویاند د نورو بریدونو کولو د ګواښ ترڅنګ ویلي، دې ډلې په وروستي برید سره ښاغلي شریف ته “لاهور ته د ننوتو” پیغام ورلېږلی دی