کور / تازه خبرونه / طالبان:يو ټانک او شپږ انګريزان په ماين واولوزول شول

طالبان:يو ټانک او شپږ انګريزان په ماين واولوزول شول

د طالبانو دمطبوعاتي دفتر له خوا لراوبر ته په رارسيدلې خبرپاڼه کي قاري يوسف احمدي ليکي چي نن سهار شپږ بجې ، د انګريزانو يوټانګ په داسي حال کې له منځه لاړل چې کله  د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ د” ملنګ کاريز”په سیمه کې دکندهار – هرات پر لويه لاره د طالبانو له خوا د يوه ځمکني ماين په توسط والوزول شو  .

قاري يوسف احمدي وايي چي ټانګ په بشپړه توګه ويجاړ شوی اوپکې ناست شپږ (۶)تنه انګريزان وژل شوي او دزورورې چاودنې له امله ددښمن د ټانګ پرزې په يوه کيلومتري شاوخوا خورې ورې پرتې وې.


د يوه بل خبر له مخي قاري يوسف وايي چي  تيرماښام هم د دې ولسوالۍ ترڅنګ د” ژړۍ” ولسوالۍ” سفيروان” ته پر غزيدلي سړک د یوه ځمکني ماين په مټ د خارجي عسکرو يوټانګ له منځه تللی ،چې له امله يي په ټانګ کې ناست عسکر چې شمير يي شپږوتنو ته رسيدی ، ځای پر ځای وژل شوي دي .


بايد وويل شي چي د طالبانو د نننيو ادعاو په اړه دولت يا ناټو ځواکونو څه نه دي ويلي ، دا اوس يو دود ګرځيدلی دی چي په جګړو کي ښکېلې ټولي خوايي يوازي هغه خبرونه خپروي په کومو کي چي يې ګټي وي .