کور / کیسه / حيا

حيا

لنډه کيسه

مصطفی صافی

Mostafa safi مصطفی ساپی

 دلوړې او برجورې کلا له منځه د خوښۍ بخښونکو اوازونو ځوږ پورته کېده ټوله نږدې مستو او پېغلو  نجونوشورجوړکړی و چا لاسونه پړکول (چکچکې)وهلې چاچمبه او  ځینو انجونو ورته ټپې کولې مستوجینکوبه یوه مسته اوشوخه نڅاکوله ،زړې اوبوډۍ ښځې دکوټومخې ته په کټونوکې ناستې وې ځينود نجونوپه سیل اومحفل کې سترګې ښخې کړې وې بعضوخپل منځ کې سره دزړه خواله کوله. زه کورته روان شوم چې میلمنوته چای راوړم ،دنغري غاړې ته  مې درې تروریانې ناستې وې دنغرو له غاړې يې دانجونودنڅا اومستۍ سیل کوو، ماورته ویل: میلمنوته یو، دوه ترموزه چای تیارکړئ خورمې راته وویل : همدا اوس یې تیاروم،ما یو ځل دانجونو دنڅا په لور بیامې په کټونوکې ناستوزړوښځوته وکتل چې بې غمه یې په کټونوکې ډډې وهلې وې اودانجونوسیل یې کوو. یوناڅاپي مې په یوداسې چا سترګې ولګیدلې چې اول خويې نه وم لیدلی خوچې زماپه لور يې څنګه پام شوو زر یې مخ بل خوا واړوو اومخ ته یې پلو ونیو. زه ورته همداسې ځیروم، کله ناکله به یې په نیم نظرراوکتل خوزماټول فکر يې  ځانته اړولی و . خورمې راباندې غږوکړ چای تیار شوی دی،زه په سوچونواوخیالونوکې تلی وم خودخورغږ مې رانه داسې ټوپ ویسته چې ،دزړه ضربان مې څوځله زیات شوی و،چای مې راوخیست اوحجرې ته راغلم خوزه په نوروفکرونواوخیالونو کې ګرځیدم دې فکرونواوسوچونو سخت ناقراره کړی وم تقریبآ دشپې لس نیمې بجې وې چې یوځل بیادڅه کارلپاره کورته ننوتم خورمې اوهمغه څوک چې په پلو یې مخ رانه پټ کړی و دواړه ناستې وې ،زه هم ورغلم بیایې هم په پلومخ رانه پټ کړ په دې وخت کې مې خورته له کوټې چاغږوکړ هغه دکوټې په لورلاړه اوس نوزه او دا یواځې پاتې شو زمالپاره دخبروکولو ښه وخت او موقه وه،خوحیران وم چې څه ورته ووایم خوزر مې ورته ویل: له ما ستر کوې اوکه نه ولې؟ خو په ډیر جرات سره یې راته ویل: نه له تابه ولې ستر کوم ته خو زمونږ خپل یې . زه یوڅه ډاډه شوم اوورته مې ویل: ماسختن ولې داسې غلې ناسته وې نوروانجونو چمبې وهلې ټپې یې کولې نڅايې کوله او ته غلې د زړو ښځوترڅنګ ناسته وې ،اوزه چې دې ولیدم نومخ دې رانه په پلو پټ کړو. هیڅ یې نه ویل همداسې غلې ناسته وه ،خوهیڅ په ځان ونه پوهیدم بیامې ور زیاته کړه ،ته څه خبره یې چې زه دې په څومره سوچونواوفکرونوکې اچولی یم . ویې ویل: ولې ما درباندې څه کړې چې ته وایې په سوچونواوفکرونوکې دې اچولی یم . یوځل مې بیاورته ویل: ته څه خبره یې چې زه ولې ستاپه یوځل لیدو باندې دومره په سوچونواوفکرونوکې ډوب شوم ،اخردا زړه مې ولې دومره زر ناقراره شو. په موسکاشوه او ویې ویل: زړه په قرارکړه هسې نه له خپله ځایه بې ځای شي بیابه څه کوې زړه ګوره بیانه پیوندکبږي چې بیابه یې بیرته په ځای کړې. ماورته ویل: بس په یوښه سره به زمازړه قراراوپیوندشي فقط دیوښه غږ واوري هغه هم چې زه تاته دزړه خبره وکړم اوته راسره قول اوقسم وکړې او وایې چې ښه سمه ده نوبیاچې ته هره خبره کوې زه به یې منم. په قهرناکه لهجه یې ویل: وایه دزړه خبره څه ده چې ته پرې له ماقول اخلې. په دې شرط یې درته وایم چې وای منې اوزمایقین دی چې ته څومره زماپه زړه کې یې دومره به زه هم ستاپه زړه کې یم ،زه درسره دزړه له تله مینه لرم هیله لرم چې ته هم راسره همداسې مینه ولرې. یوه شېبه دواړه همداسې غلي و،دخاموشۍ شېبې یې ختمې کړې . په دې شرط درسره قول کوم چې ته هم راسره په خپل قول اوخبرې تراخرې سلګۍ پورې ټينګ ولاړيې. ومې ویل :

 بس غم اوخوشحالي به د دواړو شریک وي په غم به دې غمجن اوپه غم به مې غمجنه یې په خوشحالۍ به دې خوشحاله اوپه خوشحالۍ به مې خوشحاله یې،په دې خبرې سره مولاسونه یوبل ته ورکړه اوپه خپلوخبرو سره قول چې ترمرګه به له خپلې خبرې نه اوړو اوتل به له بل سره دزړه له کومې مېنه کوو. زه هم نو ایسار نه شوم اوترې راروان شوم خوپه تلو کې مې ورته ویل: بیابه له خیره څه وخت سره وګورو،هغې په ورو غږسره ویل: بل سبا مازیګربه زمونږ په باغ کې له یوبل سره وګورو. همغسې دحجرې په لورلاړم ،زړه مې د ډیرې خوشحالۍ نه په سینه کې نه ځایده هرساعت به مې دخوشحالۍ احساس کوو ځکه هغې زما دزړه خبره نن ومنله.

 ټوله شپه مې خوب ونه کړ دهغې هره خبره به مې ذهنه ته راوستله اویوډول خوشحالي اوسکون یې راته راکوو. ورځ مې هم په همدې سوچونواوفکرونوکې تیره کړه بس دهغې لیدوپه تمه وم سبا ورځ اوشپه هم تیرشول بل سبا ورځ راباندې هيڅ نه وتله مازیګرته مې انتظار ایسته چې کله مازیګرکیږي.

 هغه وخت هم راورسیده چې مادا سره ولاړه اودزړه خبرې موسره کولې خودې بیاهم مخ په خپل ټېکري کلک پټ کړی و فقط سترګې یې ښکاره کیدلې هغه یې هم داسې پټې کړې وې چې یواځې باڼه یې ښوریدل. هغه مازیګرهم تیرشو شپې ورځې همداسې روانې وې لکه باد په شپه او ورځ نه پوهیدو ما اوهغې به دوه یا درې ورځې پس ختمي له یوبل سره کتل که په کومه ورځ به هغه نه وه نوبیابه یې ماپه داسې ډول پوښتنه کوله چې څوک راباندې پوه نه شي چې ولې يې زه پوښتنه کوم،هغه شان خوزمونږ نژدې خپلوان هم وو خوزه به دهغوې ځای ته دومره نه ورتلم ،په کومه ورځ چې به يې زه ونه لیدم نو بیابه یې زماله وړې خورنه پوښتنه کوله خو هغې هم ډیر له احتیاط نه کاراخیسته هغوې که څه هم زمونږخپل وو خونه به زه دومره ورتلم اونه به هغه دومره راتله ،خوچې په کومه ورځ به زمونږکورته راغله نومخ به یې همغه شان پټ کړی و اوماته به یې داسې کتل لکه بیخي چې یې زه خپل نه یم ،خو زه پوهیدم چې هغه داکار ددې لپاره کوي چې څوک ورباندې پوی نه شي چې ددې دواړو سره خپلو کې مېنه لري هسې نه سبا ورځ به کورکلي کې شرمیدلي یو بیا به مونه مينه وي اونه به موپه کورکلي کې څه عزت وي .

 یوماښام په کور کې مودکوژدنواو ودونوبحث اوخبرې کیدلې مور مې پلارته وکتل او زما په اړه یې ورته خبرې شروع کړې کله به یې یوځای وټاکه چې هلته به لاړشو اوکله به یې بل خای وټاکه ،خوزماپه زړه کې دبل چامېنې غزوني کولې له ځان سره مې ویل: هسې نه خبره په بل ځای وشي بیابه خپلې مېنې ته څه جواب وایم هغې سره خومې قول کړی چې ترمرګه به موهرڅه یووي،زه په همدې سوچونوکې ډوب وم چې مې دخپلې مېنې نوم مې واوریده مورمې پلارته ویل: همداځای ښه دی هم موخپل دي انکاربه هم راته ونه کړي ،اوبل جېنۍ هم ښه قابله ده په هرڅه ترهره چاښه پوهیږې. په زړه کې مې الله(ج)ته سوالونه کول چې اوس مې پلاروسره خبره ومني پلارمې دمورخبره تائیدکړه او ورته ویې ویل: بس سباله خیره همدلته ورشئ. سبامازیګرمې دهغوې باغ ته ځان ورسوو،هغه نن دنورکله پشان نه وه نن یې په ټیکري پټ کړی مخ هم له ورایه غوړیدلی معلومیده. ورته مې ویل: نن خودې دا پټ مخ هم راته روښانه ښکاري هغه همداسې غلې ولاړه وه . ماورته ویل: نن خومې مور هم ستاسې کره درغلې وه موراوپلاردې ورته څه ویل،هغه داسې وه لکه له مانه چې شرمیږي په حیاناکه غږیې ویل: 

زه له نن نه پس ستادټول عمرملګرې شوم اوپه نازکو قدمنو رانه روانه شوه .