د ډاکتر کبیر ستوري دلسم تلین په یاد
د میرزا ماما، ډاکتر کبیر ستوري په یاد
لیک: شاه محمود میاخیل
زه نه غواړم چې د ډاکتر کبیر ستوري د ژوند په پوهنیزو (علمي ) او سیاسي اړخونو وغږیږم، ځکه چې ګڼو دوستانو د هغه کتابونه، مقالې او شعرونه لوستي دي، او د ویلو لپاره به ډېر څه ولري. زه غواړم چې په دی وړه مقاله کې د ډاکتر کبیر ستوری سره زما د شخصي اړیکو، تړاو او لیدنو کتنو په هکله څه ولیکم.
وړوکی وم، هغه وخت په کلونو نه پوهېدم، خو دا مې یاد دي د کابل په واصل اباد سیمه کې د عمراخان په ابتدائیه ښوونځي کې چې اوس د عمراخان لیسه ده، د دویم ټولګي (صنف) زده کوونکی وم، ډاکتر کبیر ستوری چې مونږ ورته میرزا ماما وایه، جرمني ته د لوړو زده کړو لپاره روان و. نو؛ زما پلار خداې بښلي سیدمحمود حسرت چې په هغه وخت کې د کورنیوچارو په وزارت کې کار کاوه، مونږ یې د ځان سره واخیستلو او کابل هوایې ډګر ته یې یوړو چې د ډاکتر کبیر ستوري سره چې تازه د رحمان بابا د دولسم صنف نه فارغ شوي و، خداې په امانې وکړو. د کابل هوایې ډګر ته ورغلو او دا زما لومړی ځل و چې هوایې ډګر ته لاړم. د کابل هوایې ډګر په رستورانت کې چې د میدان د ودانې د بام په سر و، مونږه چای وڅکله، د چای څکلو نه وروسته مو کبیر ماما سره خدای په اماني وکړه او دی د الوتکي په لور وخوځید. ښه مې یاد شي چې مونږ ورته د کابل د هوايې ډګر د ودانۍ په بام ولاړو او ده د الوتکې له دننه تر هغو لاسونه خوځول چې الوتکه والوته.
دا ۱۹۶۴م کال و چې ډاکتر کبیر ستوری د لوړو تحصیلاتو لپاره پخوانې غربي المان ته لاړو. په هغه وخت کې زه د ده په سیاسي افکارو، په مکتب کې د زده کړې په کچه او یا نورو راشه درشه باندې نه پوهیدم ځکه وړوکې وم او دده د شخصیت، پوهي او سیاسي افکارو اندازه مې نه شوه لږولی. زما مینه د ده سره یوازی د ماما ولي په بنیاد وه او په مورمې ډیر ګران و. ډاکتر کبیر ستوری او زما بل ماما محمد نعیم چې دواړه د رحمن بابا په لیسه کې شاګردان و او هلته په لیلیه کې اوسېدل نو؛ اکثره به د پنجشنبې په ورځ زمونږ کورته راتلل، ځکه چې هغه وخت د لیلیې د شاګردانو او محصلینو لپاره په کابل کې دا یوه لویه تفریح وه، چې د جمعې شپه یا ورځ د خپلو خپلوانو او دوستانو کورونو ته ورشي. د پوهنتون د دوري په وخت کې ما هم د دې تفریح خوند لیدلی.
زما خدای بخښلی پلار ډیراجتماعي او سخي سړی وه، نو د جمعې په ورځ به زمونږ نور خپلوان هم چې په مختلفو مکتبونو کې یې درس وایه، زمونږ کورته راتلل او په اصطلاح ښه میله به ګرمه وه. په هغه وخت کې چې د جامو وینځلو ماشینونه نه وه نو زما مور به همیشه د دې خپلوانو جامې هم وینځلې او پلار به مې زیادترو ته یوڅه جمعګي یعنې د جمعه د ورځي د خرچې په نامه لس شل روپي هم ورکولې. خو زما د ماماګانو کورنۍ چې په سیمه کې یوڅه اندازه متموله کورنۍ وه، کله به چې دوی دواړه کابل ته راتلل نو نیا به مې ورته د خرچې پیسې ورکولې، دوی دغه پیسې زما له مور سره ایښودې، او دجمعې په ورځ به یې ترې د یوې اونۍ د خرچ لپاره یوه اندازه بېرته اخیستې. د دې پیسو برسېره کبیر ماما یوه بله پټه پانګه هم لرله، او هغه دا چې زما نیابه زما مور ته یوڅه پیسې پټې ورکولې، او ویل به یې چې، کبیر بد مصرفه دی نو که پیسو ته یې ضرورت شو، دا پیسې به له نعیم نه پټې ورکوې چې هغه خفه نشي. د کبیر ماما بد مصرفي همدا وه چې ده به پیسي په خپلو دوستانو او انډیوالانو مصرفولې، او د پیسود جمع کولو او زیاتو پيسو د راټولوشوقي نه و او تر اخر د عمره پوري یې همدا حال و. په هغه وخت کې به د خارج نه محصلینوخپلو کورونو ته یو څه پیسي لیږلي خو ده به د جرمني نه کابل ته د راتګ ټکت هم دکوره غوښته. زما پلار د اوښیتوب نه برسیره، دخاص کونړ په ابتدائیه ښوونځي کې د ډاکتر کبیر ستوری استاد هم و. دا چې ډاکترستوری د مکتب په دوره کې همیشه اول نمره و نو په پلار مې ډیر زیات ګران و.
پخوا چې ټلیفونونه عام نه و نو د یو بل سره رابطه چندان نه وه، او څوک به چې خارج ته لاړو نو میاشتي او کلونه به یې نیول چې دی د کور او کور دده له حاله خبر شي. ډاکتر کبیر ستوری چې په اول ځل د غربي المان نه په رخصتي افغانستان ته راغی، نو زما د پلار وظیفه په مزارشریف کې وه، مونږ ورسره هلته و، نو دی مې ونه لید. دویم ځل دی۱۳۵۰ هجری شمسي کال کې کونړ ته راغی، نو زه د خاص کونړ په لیسه کې د نهم ټولګي زده کوونکي وم یعني تقریبا پس له اته کلونو مې ولید. دا چې زمونږ د خپلوانو او ترورزو تعداد زیات و، ده به هر خوري ته ویل چې که دیرې ته د ورځي لس ځلي هم راځئ، ماته به ځانونه رامعرفي کوئ، چې نومونه مو یاد کړم او له یاده مې ونه وځئ.
په دې وخت کې ډاکتر ستوری په خپله ماستري کار کاوه او د ذهنې کچې د معلومولو لپاره يې د ریسرچ سوالونه جوړ کړي و او دا یې د خاص کونړ او عمراخان په لیسو کې په شادګردانو و ازمایول. په خصوصی توګه یې په خپلو خپلوانو هم تجربه کړ او ما ته یې وویل چې خوریه! ستا ذهن ډیر ښه دی او دا چې زه هم په مکتب کې اول نمره وم نو راته یې وویل چې ته به خامخا خارج ته ځې، نو د اوس نه ورته ځان اماده کړه. په دې وخت کې ده د پښتو او د پښتنو د حقونو خبري هم کولي، خو زمونږ پری چندان سر نه خلاصیده نو یوه ورځ ورته ما وویل چې ماما په کونړ کې دا ستا خبري څه په درد خوري ځکه دلته خو نور قومونه نشته او ټول په پښتو خبري کوي. ده راته وویل چې دا سمه ده چیرته چې نور قومونه نشته نو زمونږ د نورو قومونو سره څه حساسیت هم نشته خو په خارج کې د نورو قومونو کسان ځانونه افغانان معرفي کوي او پښتنو ته کوچان اود بدوی کسانو خطاب کوي چې دوی د لر او بر پښتونخواه په سیمه کې تګ او راتګ کوي اود افغانستان دایمي استوګن نه دي. خو ددې خلاف بیا په کابل د افغان نوم یوازې د پښتنو ګڼي او پښتنو ته د افغان غول خطاب کوي او ځانونو ته افغانان نه وایې. داسي دوګانه برخورد سړی مجبوروی چې د پښتنو د هویت او حقوقو لپاره مبارزه وکړي.
په دغه وخت کې ډاکتر کبیر ستوري او یو شمیر نور ملګرو لکه قدوس تندر، د المان په دویچي ویلي رادیو کې د پښتو ژبي پروګرام نوی پيل کړي و او مونږ ته یې ویلې چې تاسي باید هره اونۍ د ټولو دوستانو او خپلوانو له خوا دوه سوه لیکونه راولېږئ، چې ووايي دوی د پښتو پروګرام اورياو خوښ یې دی. دا لیکونه به مونږ لیکل او د پوستي له لاری به مو دویچي ویلي رادیو ته لیږل. د هماغه وخت د کوښښونو او د ډاکتر کبیر او د ده د ملګرو د هلو ځلو له امله د دویچي ویلي په رادیو کې د پښتوپروګرام اوس هم شته دي.
څنګه چې مخکې مې یادونه وکړه، هغه وخت کې ټیلفونونه نه و او د لیکونو د وړو راوړو چاره ستونزمنه وه، نو کله به چې میاشتې، میاشتې وروسته د کبیر ماما کوم لیک راورسېد، نو زما خداې بښلې نیا به هغه لیک د بالښت لاندې ایښودلی و، او چې مونږ به یې لیدو ته ورغلو، زر به یې راواخیست او ویل به یې ماته د کبیر خط ووایه، چې تسل مې پرې وشي. دا لیک به یې په بېلابېلو خلکو دومره ډېر ولوسته چې اخر به دلیک کاغذ وشړېده، او په همدې به یې د کبیرماما د لیدو تنده ماتوله.
کله چې ډاکتر کبیر ستوري د دویچې ویلي په رادیو کې کار پیل کړ او د پښتو خبرونه به یې ویل نو دا زما د نیا لپاره یوه لویه سرګرمي وه. رادیو به یې د کټ سرته پرته وه او هره ورځ به یې د دویچي ویلي خبرونه اوریدل. که څه هم زما نیا ډیره پوهه او مدبره ښځه وه، خو د هغه وخت د افغانو ښځو فکري پراختیا ته پام سره ،فکر نه کوم چې د خبرونو نه یې چندان خوند اخیست خو هدف یې یوازي دا و چې د خپل زوی غږ واوري.
په وروستيو وختونوکې چې ټیپ ریکارډر (ټیپونه) راووتل، نو بیا به ډاکتر کبیر خپلي خبري ثبتولي او د لیک په ځای به یې د ټیپ کیسټونه خپلې مور او کورنۍ ته رالیږل. نیا به مې بیا هم ټیپ ریکاردر د کټ سر ته پروت او د شپي د ویدو کیدو نه د مخه به یې ویلي چې د کبیري کیسټ ورواچوئ چې زه ویده شم.
ډاکتر ستوری بیا المان ته لاړو او څلور کاله وروسته چې زه د دولسم صنف نه فارغ شوي وم، بیا افغانستان ته راغي. دی به معمولا څلور کاله پس د اوړي په موسم کې افغانستان ته راتلو. په دې وخت کې زه یوڅه په سیاسي مسایلو پوه شوی وم، او د سیاسي بحثونو لړ مې پییلی شو، که دا مبالغه ونه کړم نو په خوریونو کې زه ورته ډیر ګران وم او فکر کوم چې دا به د ده سره زما د فکری تړاو او په سیاسي مسایلو دبحث له امله و. مونږ کله هم په مادی مسایلو بحث نه کاوه اما نورو خپلوانو به په مادي مسایلو ډیر بحث کاوه چې څومره دی معاش دی او څه کوې او داسي نور… د ده به دا خبري چندان نه خوښېدې. په کابل کې یوه ورځ په شهرنو کې پښتو ټولنې ته د تګ په تکل روان و، ده له یوچانه په پښتو د پښتو ټولنې د پتې پوښتنه وکړه، خو هغه کس ورته په دری ځواب ورکړ. ده ورته وویل چې زه په دری نه پوهیږم که دا راته په پښتو ووایې نو ښه به وي. هغه نفر په تکلیف پښتو وویله او چې حرکت مو وکړ نو راته یې وویل چې خوریه ښه په تکلیف خو مې په دې بیچاره پښتو وویله. زما په اند دا دهر چا حق دی چې خپلي ژبې ته پخپله کار وکړي او نور څوک په دې متهم نه کړي چې ولې خپلي ژبې ته کار کوي. متاسفانه زمونږ اکثره پښتانه نور د خپلو نیمګړتیاو لپاره ملامتوي او پخپله هیڅ نه کوي نودا سم کار نه دی.
ډاکتر کبیر بېرته المان ته لاړو او د وطن حالات سره بدل شو. په ۱۳۵۷ هجری شمسی کال کې په کابل کې د ثور کودتاه وشوه، دننه او بهر د خلکو ترمنځ د اړیکو ساتلو چینلونه له مینځه لاړل، تماسونه پرې شول، د مرګ او ژوند خبره شوله او په دی لړ کې مونږ مهاجر شولو او زیات وخت مو په غرونو کې تیر کړ او بیا پاکستان ته مهاجر شولو. ( د هجرت او مهاجرت قصي زما په کتاب د واقعیتونو په بهیر کې لوستلي شئ). یو وخت مو سره تماس ونیوه ځکه دی هم د خپلي کورنې سره بی رابطي شوی و. زما بل ماما محمد نعیم هم مهاجر شوی و او د کبیر ماما کورنۍ او مشر ورور عبدالجلیل ملنګ لا هم په افغانستان کې و
. دی مو وهڅوه چې پیښور ته راشي او هم به د ده کورنې پیښور ته راشي او د یوبل سره به وګورو. هماغه و چې په ۱۹۸۳ م کال دجنورۍ په میاشت کې پیښور ته راغی. په پیښور کې د پښتنو د ځینې مشرانو سره دلیدو نه وروسته لا یوه اونې نه وه تیره چې د پاکستان د حکومت له خوا ونیول شو. په هغه وخت کې جنرال ضیاالحق د پاکستان نظامي واکدار و، د جهادي ډلو طرفداری یې کوله. هغه په پاکستان کې او هم د افغانانو په منځ کې د ملي ډلواو کسانو د رشد سخت مخالف و. په دغه وخت کې ما په پیښور کې د یو امریکایې پروفیسر سره د انتروپولوجي ریسرچ کاوه.
ډاکتر کبیر ستوری تقرییا اتلس میاشتي د پیښور په سنترل جیل کې بندې و او حتی د خپلې کورنې سره یې هم لیده کاته نه کیدل. د ده سره به مونږ هغه وخت لیده چې دی به یې هره اونې اتکړي په لاس دقچرو مجسټریټ (قاضی) ته راوستو، او مونږ به د لری نه لیده او که کله به چې د سپاهیانو مزاج ښه وه او د چایوپه نامه به مو یو څو روپۍ ورکړي ، نود دی زمینه به یې برابروله چې یو څو خبري ورسره وکړو. د ده ګناه دا وه چې ولي یې د پښتنو د مشرانو سره لیدنه کتنه کوله. د پیښور په سنترل جیل او باالخاصه په لومړیو شپو او ورځو کې چې مونږ ته د ده د بندی کیدو دځای درک نه و معلوم، د پيښور په بالاحصار کې شکنجه شوی و او په تورو خونو کې کوټه قلفي و. په پیښورکې د جرمنی قونسل به هره اونې ستنرل جیل ته د ډاکتر کبیر لیدو ته ورتلو، ځکه دی د المان غږ رادیو کارکوونکي و او مونږ ته به یې اطمینان راکوه چې نن دی که سبا، دی به خلاصیږي. په دی نن سبا کې اتلس میاشتي ووتلي.
کله چې د پاکستان حکومت د جرمني په منځګړیتوب تصمیم ونیوه چې ډاکتر کبیر راخلاص کړي نو مونږ ته يې احوال راولیږه چې د ده پاسپورت راوړي چې دی مونږ له پاکستان نه وکاږو او جرمني ته یې لیږو. ما د ده پاسپورت چې موده یې تیره شوی وه، واخیست او اسلام اباد ته مې د جرمنی سفارت ته یوړ چې موده یې تمدید کړي. د جرمني سفارت ډیر ښه وضعیت وکړاو ډیر ژر یې پاسپورت تمدید کړ. دا ۱۹۸۴ م کال و، دی یې له زندانه خوشې کړ، خو کورته د تلو اجازه یې ورنه کړه، او کورنۍ یې ورسره د لږې شېبې لپاره د پېښور په یوه هوټل کې ولیدل، زما بل ماما محمد نعیم او زه ورسره اسلام اباد ته لاړو او په هوایې میدان کې مو ورسره خدای په اماني وکړه. د حالاتو د خرابیدو له امله بیا زمونږ رابطه سره منظمه نه وه او یوازې کله کله به مو دده کوم لیک تر لاسه کړ. ما ته یې وویل چې جرمنی ته راشه او که جرمنی دی خوښ نه و نو بیرته تللی شې او ژبه به خو یاده کړی خو مونږ هم د جهاد او د افغانستان د ازادی په ولولو کې غرق و نو جرمنی ته مې د تګ زړه ښه نه کړ او پلار مې هم راته اجازه نه راکوله.
په ۱۹۸۷م کال کې چې ما د امریکا غږ راډیو لپاره د محلي خبریال په توګه کار کاوه او هم د بلجیم د کمیټي مرستیال وم، په یوه رسمي سفر امریکي ته لاړم او د امریکي نه د راتګ په وخت کې بلجیم ته ددوه اونیو لپاره لاړم. ما د کیبر ماما سره اړیکه ونیوله چې که بلجیم ته راشي نو ښه به وي ځکه په هغه وخت د اروپا ټولنه نه وه جوړه شوي او د ویزي مشکل و. کبیر ماما د بلجیم د لیژښار ته زما د لیدو لپاره راغی او نیت مو و چې هالیند ته لاړ شو. خو دا چې د ده سره نقشه نه وه نو څو ساعته مو د لیژپه ښار کې سرګردانه تیر کړل چې باالاخره دشپي یوه بجه شوه نو راته وې ویلي چې، مابه بېرته زما د کوربه کره ښکته کړي، دی به بله اونۍ راشي، بیابه هالینډ ته لاړشو. هغه وخت لوګزامبورک، هالنید او بلجیم دبنیلاکس په نامه یوه ګډه ویزه درلوده. کبیر ماما یوه اونی وروسته بیا بلجیم ته راغی او دهغه ځای نه د هالیند روتردام ته لاړو. په لاره مو ښې قصې وکړې او شپه مو سره یوځای تیره کړه. په سبا دی بیرته جرمنی ته لاړو او زه د پیښور په طرف وخوځیدم. يوه خبره چې ما ورته وکړه هغه دا وه چې، پیښور د ځوانانو لپاره او دده د اولادونو د زده کړې لپاره برابر چاپیریال نه لري، اوکه خپله کورنۍ جرمني ته راولئ نو ښه به وي. ده راته وویل چې زه به پیسي درلیږم او څوک چې سبق وایي مرسته ورسره کوه خو که دوی دلته راولم نو دوی بیا د وطن او خپلو خلکو په درد نه خوري.
په هرحال دی د خپلې کورنۍ نه لرۍ پاتې شو ځکه پيښور ته راتلي نه شو او افغانستان کې جنګ روان و. په ۱۹۹۰ م کال زه امریکي ته لاړم او په ۱۹۹۲م کال کې جرمني ته د ده د لیدو لپاره لاړم. یوه اونۍ مو سره یوځای تېره کړه، د دویچي ویلې المان غږ رادیو مو ولیده او د کولن د پوهنتون نه چې ده پکې هلته خپله دوکتورا اخستي وه، لیدنه کتنه وکړه. د ده ژوند ساده و او د ده کوټه د ډیروافغانانو، پښتنو او خپلوانو لپاره دیره وه. ډیر بحثونه مو د وطن د حالاتو په هکله وکړل او ترې د تګ په وخت کې مې ورته بیا تکرار کړه چې د افغانستان حالات معلوم نه دي نو ښه به دا وي چې خپله کورنۍ جرمني ته راولې. ده راته ښه وکړه او د هغي نه وروسته یې لومړی خپله میرمن او دوه زامن نسیم ستوری او ایمل ستوری جرمني ته بوتلل.
په ۱۹۹۶م کال کې چې کله د سوات محمدافضل خان لالا، د بینظیر بهټو په کابینه کې د شمالي علاقه جاتو وزیر و، ډاکتر کبیر ستوری یې رسمي میلمه کړ او پس له دولس کلونو یوځل بیاپاکستان ته راغی. په دغه وخت کې زه هم د امریکي نه پاکستان ته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره راغلی وم. د اسلام اباد هوایې ډګرکې ورته خان لالا پخپله هرکلي ووایه او بیا د خان لالا کورته لاړو. شپه مو هلته وکړه او د هغه ځای نه د خان لالا سره سوات لاړو. د سوات نه وروسته چارسدې ته راغلو او د ولي خان سره مو ولیدل، همداشان مو په اکوړه خټک کې د اجمل خټک سره ولیدل. یوه میاشت یې په پاکستان کې تیره کړه او بیا بیرته جرمني ته لاړو. په دې وخت طالبانو کابل نیولی و او سیاسی بحثونه ډیر ګرم و. ولي خان وویل چې پاکستان خو د طالبانو حمایت کوي خو په حقیقت طالبان د پاکستان لپاره ډیر خطرناک دي ځکه د طالبانو ځاله خو په پاکستان کې ده او دلته شل زره مدرسې دي.
– اخر ځل زما په خیال چې ۲۰۰۵م کال په منی کې ما کبیر ماما ولیده چې زه جرمني د منشن ښار سره نږدی د اوبر امرګاو په سیمه کې د ناټوتعلیمي مرکزکې د لکچر لپاره تللی وم او یو دوه شپې مې د ده سره هم په ویسلنګ ښارګوټي کې وکړي. په همدې پیره راته د ده کورنۍ وویلې چې کبیر ماما ستا خبره مني او که تشویق یې کړې چې د زړه عملیات وکړي نو ښه به وي. ما چې ورته دا خبره یاده کړه نو ده راته عملی دلایل وویل چې د زړه عملیات د ما لپاره فایده نه لري او د زړه عملیات یې ونه کړ. په همدې وخت کې یوه شپه نا وخته چې تقریبا یوولس بجي به وي نو راته یې وویل چې خوریه ځه بهر به ووځو او قدم به ووهواو ازاده هوا به تنفس کړو. د ویسلینګ په ښار کې مو قدم واهه چې یو ترافیکي څراغ ته ورسیدو او انتظار مو کاوه چې څراغ شین شي او مونږ د سرک نه پوری وځو. په دغه وخت کې ده راته وویل چې خوریه! زما تقریبا څلویښت کاله وشول چې زه په جرمني کې اوسیږم، دلته مې لسانس، ماستری او دوکتورا واخستله او د دی خلکو په ژوند، کلتور او ژبه هم ښه پوهیږم خو ما ته داسي ښکاري لکه چې ما دلته څلویښت ورځي تیري کړي وي او هیڅ مې زړه دلته نه دی نښتی. بله خبره یې راته دا وکړه چې ده یو وخت فکرکاوه چې افغانستان ته به ځي، ښه کتابونه به لیکي او په اکاډمیک ډګر کې به ډیر کار کوي خو زیاته يې کړه چې زمونږ د پښتنو ژوند داسي کارونو ته چمتو نه دی ځکه اکاډیمیک کارونه ځانته فکر او ژوند غواړي او مونږ هیڅ وخت ځانته کیږو نه نو اوس هره ورځ په دویچي ویلي رادیو کې د خپل رسمی کار نه دوه دری ساعته زیات پاتي کیږم او یوڅه لیکم. که واړه کتابونه هم وی باید چاپ یې کړم او اوس وخت کې لوی لوی کتابونه هسې هم څوک نه لولي. ده وویل چې د شعرونو ویلو نه زما مطلب دا دی چې دا د پښتو شعرونه هنرمندان ریکارد کړي او د پښتنو په کورونو کې یې خلک واوري. بله مهمه خبره یې راته دا وکړه چې ده زما یاد داشتونه لیدلي و نو راته یې وویل چې خوریه دی پسي مه ګرځه چې ښه تحقیق او ریسرچ وکړې او بیا کتاب چاپ کړې نو ښه به دا وي چې خپل یاد داشتونه منظم کړې او چاپ یې کړې. په دی وخت کې ما د کورنیوچارو د وزارت د معینیت نه استعقی ورکړې وه او زیات شخصی یاد داشتونه راسره وو نو ما هم ورته لستوڼي رابډوهل چې، خپل یاد داشتونه چاپ کړم او دا دی اوس زما اته کتابونه چاپ شوي او دري نور چاپ ته تیار دي خو یوازي یو کتاب چې د بیړنې لویي جرګه په اړوند و، هغه کبیر ماما ولید او نور یې ونه ولیدل. کاشکي چې دی ژوندې وی او زما دا نورې لیکنې یې هم لیدلې وای ځکه دی د علمي کارونو په ارزښت پوهېده،او همیشه به يې زه تشویقولم. خو ژوند همیشه نیمګړی دی، او د انسان امیدونه نه پوره کېږي، الله تعالی دې هغه وبښي او جنت فردوس دی نصیب شي. انا لله و اناالله راجعون