کور / تازه خبرونه / طالبان: په تخاراو پنجشيرکې لس تنه پوليس ووژل شول

طالبان: په تخاراو پنجشيرکې لس تنه پوليس ووژل شول

طالبان وياند ذبيح الله مجاهد لراوبر ته د يوې راليږل سوې خبرپاڼي په ترڅ کي ويلي چي  تيره شپه، د هغو دوو جلاجلابريدونو په ترڅ کې چې د دوی د مجاهدينو له خوا د تخار ولايت په اړونده سيمه او د پنجشير په مرکز کې د پوليسو پر پوستو ترسره شول ، له امله يي لس تنه پوليس ووژل شول .


نوموړی وايي چي  لومړۍ بريد تيره شپه دولس بجې ،دتخار ولايت د “بنګي پله “په سيمه کې د تخار- کندوز پر لويه لاره د پوليسو پر امنيتې پوسته ترسره شو،په ترڅ کې يي ددښمن پوسته له منځه وړل شوي اوپکې استوګن پنځه تنه پوليس وژل شوي اوڅلور تنه يي ټپيان شوي  هم دي . دارنګه تيره شپه دوې بجې ، ددې ولايت تر څنګ د پنجشیر په مرکز کې د پوليسو پر پوسته بريد شوی په نتيجه کي يي د پوليسو پوسته فتحه شوې اوپکې څلورتنه استوګن پوليس ځای پر ځای وژل شوي ، وسلې او مهمات يي مجاهدينو د ځانوسره دخپلومرکزونو په لور ليږدولي او دپوستې ودانۍ ته يي او راچولی دی .


ذبيح الله مجاهد وايي په دواړو بريدونو کې مجاهدينو ته الحمد لله هيڅ ډول زيان نه دی رسيدلی ، خو دا يې نه دي ويلي چي ددوی طالبان چي دوی اوس ورته مجاهدين وايي څنګه وتوانيدل چي په پنجشير کي پر دولتي پوسته بريد وکړي .