کور / تازه خبرونه / د مالیې وزیر وویل: ”له نړیوالې ټولنې سره مو ګټورې خبرې وکړې

د مالیې وزیر وویل: ”له نړیوالې ټولنې سره مو ګټورې خبرې وکړې

د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د څارنې او همغږۍ د ځانګړې ناستې پایلې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې څرګندې کړې. په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو څانګړي استازي نیکولاس هایسم او د افغانستان له پاره د اروپایي ټولنې استازي فرانز مایکل ملبن هم ګډون درلود.

 

د مالیې وزیر وویل: ”له نړیوالې ټولنې سره مو ګټورې خبرې وکړې، په دغه ناسته کې د افغانستان او د مرسته کوونکو هیوادونو ژمنې وڅیړل شوې او افغان دولت وکولی شو چې د نړیوالې ټولنې رضایت ترلاسه کړي. ده زیاته کړه چې افغان دولت د وارسا او بروکسل ناستو ته یوه نوې ملي پراختیایي ستراتیژي وړاندې کړي چې د هغې لارې به افغانستان وکولی شي چې د امنیتي سکتور او پراختیایي پروژو په برخه کې د څو راتلونکو کلونو له پاره د نړیوالې ټولنې د مرستو ژمنې ترلاسه کړي چې ورسره به افغانستان پر ځان بسیاینه ترلاسه کړي او د صادراتو کچه یې د وارداتو په پرتله زیاته شي.”

 

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل: ”د څارنې او همغږۍ ناسته یو داسې جوړښت دی چې ددې لارې نړیواله ټولنه او افغان دولت کولی شي چې په شویو ژمنو کې پرمختګونه ارزیابي کړي چې ورسره به له یوې خوا د نړیوالې ټولنې باور او د بلې خوا د مرستو په اړه د افغانانو ډاډ ترلاسه شي.”image

د افغانستان له پاره د اروپایي ټولنې استازي ډاډ څرګند کړ چې د وارسا او بروکسل کنفرانسونه په بریالبتوب سره ترسره شي ترڅو ددې لارې په افغانستان کې تلپاتې سوله تامین شي.

 

د څارنې او همغږۍ څانګړې ناسته د حمل په ۱۶ مه د افغان ولسمشر جلالتمآب اشرف غني په وینا پیل شوه. په دغه ناسته کې د کابینې وزیرانو، په افغانستان کې د مرسته کوونکو هیوادونو  سفیرانو، د مدني ټولنو ، خصوصي سکتور، نړیوالو مؤسسو او سازمانونو استازو ګډون کړی وو.