کور / سياسي / “له نن څخه ۳۶ کاله مخکي…”

“له نن څخه ۳۶ کاله مخکي…”

لیکنه: احسان الله ارینزی

ښه او بد فال

له نن څخه شپږ دېرش کاله مخکې؛ زه د ملګرو ملتونو د یو درې میاشتنی درسي پروګرام له پاره هند ته لاړم. پروګرام نظري او عملي برخې درلودې چې په ډيلي، بمبیي، پونه، میسور او بنګلور کې په پام کې نیول شوی او خورا ګټورې وې. زه دلته نه غواړم د هغه ورځو په هکله څه ولیکم، اصلي مطلب مې دا دی چې زه د پرواګرام په مینځ کې یو ځل د خپلې ویزې یا کوم بل کار له پاره د افغانستان سفارت ته لاړم. 

کوم کسان چې هغه وخت یې ډیلي ته تګ راتګ درلود، په دې پوهېږي چې د افغانستان سفارت د نوي ډیلي په دیپلوماتیک زون کې د شوروي اتحاد او امریکا (متحده ایالات) د سفارتونو په منځ کې موقعیت درلود.

ښایي دا موقعیت به تصادفي و؛ خو زما ښه په یاد دي چې ما د افغانستان د بیرغ څنګونو ته د شوروي اتحاد او امریکا متحده ایالاتو بیرغونه په ښه فال ونه نیول او فکر مې وکړ لکه چې یو وخت د برتانوي هند او روسیې د پټو سیالیو او موخو په اور کې وسوځېدو؛ کیدای شي دا ځلې د امریکا او شوروي اتحاد د سیالیو په ژرنده کې دل شو او … 

له بده مرغه چې هغه بدفال رښتیا شو او موږ د شوروياتحاد او امریکا د تاریخي، ستراتیژیکي، ایدیالوژیکي، جیوپولیتکي او پوځي سیالیو قرباني او د وینو او اور په داسې سمندر لاهو شو چې دا دی اوه دېرش کاله وروسته؛ لا سمه لار نه وینو. له یو کوهي څخه لا نه و راوتلي چې په بل کې لوېدلي یو او نژدې دی چې د یو سرلوړی ولس او وطن په توګه خپل ژوند ته د پای تکی کېږدو!

په هر صورت د شوروي اتحاد او امریکا متحده ایالاتو د سفارتونو تر منځ د افغانستان د سفارت د موقعیت د بدفال لنډکی کیسه مې ځکه ولیکله چې اوس مې د رڼا یو څرک لیدلی او دا ځلې مې دا په ښه فال نیولی. راځي چې تاسی هم پرې خبر کړم.

څو میاشتې مخکې یو ځوان افغان بوکسر سیر بهادرزاده، په امریکا کې د UFC ټولنی په یوه لوبه کې له امریکایي براندن تاچ سره لوبه وکړه او هغه یې په درېیم روند کې له داسې ماتې سره مخامخ کړ چې له ځایه د پاڅېدو نه و!

د سیر بهادرزاده او براندن تاچ د سوکونو او لغتو مسابقې ته په زرګونه نندارچیان ورغلي وو؛ خو امریکایي تاچ په درېیم رونډ کې ماته وخوړه او ځوان سیر بهادرزاده په داسې حال کې چې د ګران افغانستان تور، سور او رزغون بیرغ یې په ځان پېچلی و؛ د ژوندی دې وي افغانستان ناري ووهلی او زموږ د خلکو په زړونو او اذهانو کې یې مړاوي هیلي بیا ژوندی کړي.

اوس ګوری چې څو ورځې مخکې یو بل ځوان بوکسر، بازمحمد مبارز، ماسکو ته لاړ چې له خپل روسي سیال امیرستاروف سره ورته (مشابه) سیالي وکړي. دا مسابقه په ماسکو کې جوړه شوي وه او د رسنیو په وینا څه باندېدوولس زره کسان ورغلي وو چې دوه – دوه نیم زره پکي افغانان وو. 

د خدای کړه و، د بنده ورته کاته و. بازمحمد مبارز په ماسکو کې خبره له دریو رونډونو هم را لنډه کړه او روسي امیرستاروف یې په دوو دقیقو کې له رینګ څخه ویست!

زه نه پوهیږم چې په ډیلي کې د افغانستان سفارت د موقعیت او په امریکا او روسیه کې له براندن تاچ او امیرستاروف یا په بله ژبه له روسي او امریکایي اتلانو سره د افغانستان د ځوانو بوکسرانو د مسابقو او بریاوو تر منځ کومه منطقی اړیکه شته که نه؛ خو زما مطلب دا دی که ما په ډیلي کې د افغانستان سفارت موقعیت په بد فال نیولی و؛ دا ځلې د سیر بهادرزاده او بازمحمد مبارز تاریخي بریاوې په ښه فال نیسم او هیله لرم چې نوی کال مو په خیر پیل شي؛ د افغانستان دردېدلی او ځورېدلی خلک ښه خبرونه واوري، مثبت بدلونونه راشي او د وینو او اور له دې ژور تالاب څخه د وتلو لار ومومو!

یاهو.