کور / سياسي / عدالت د لېوانو په چمبه کي

عدالت د لېوانو په چمبه کي

عدالت د لیوانو په چمبه کی

 

د گران هیواد اساسی قانون او د افغانستان قضایی او جزای اورگانونه ستره محکمه او لوی څارنوالی دا هغه  سپیڅلی بنسټونه دی چی به هیواد کی د اجتماعی عدالت د تحکیم  په خاطر جو ړ شوی دی . د هر څارنوال غرور پاکی په خپل ځان اعتماد درلودل ،  دحق اخستلو او حق ورکولوپه موخه له هیچاته نه هیره او هیچاته د سرټیټی د نه کولو د ارادی خاوند وی زکه خو مدعی العموم بلل کیژی، همدارنگه قاضی صاحب د خپل قضاوت په برخه کی هیواد او دندی ته ژمن کس وی نو لدی کبله  څارنوال او قاضی دوا ړه په پاک  قرآن عظیم الشان قسم خوری چی د حق او عدالت لاره به تعقیب کوی او د هیواد قانون اساسی ته به ژمن کسان اوسیژی.

گرانو هیوادوالو د گران هیواد افغانستان عدلی او قضایی اورگانونو د کمزور ې لویه ستونزه د افغانستان د ارگ په مشرپوری تړلې ستونزه ده . د هیواد قاضی القضات او لوی څارنوال  دهیواد په چاروکی د جمهور رئیس هر حرکت اوعمل ته ځیر پاتیژی نو که چیری جمهور رئیس پاک وی او له خپل قدرت نه سوء استفاده ونه کړی نو قاضی القضات او لوی څارنوال داوړه خپلودندوته د تقدس په چوکات کی په دیراحتیاط سره د عدالت عملی کول غواړی. د مثال په توگه لمونځ گذار شخص هیڅ کله بی له اودسه لمونځ نکوی ځکه په فقهی سبغه اودس د لمانځه لپاره طهارت او لمړی شرط گڼل کیژی. که چیری قاضی القضات اولوی څارنوال داوړه پر دی و پوهیژی چی اولسمشر لاسوهنه کوی دمظلوم ملت حق پایمال وی نو بیا په دغه حالت کی قاضی القضاتاو لوی څارنوال خپلو دندوته د تقدس په سترگونه بلکی د شک او تردید په سترگو گوری او په حقیقت کی دهغوی د دندو تقدس په بشپړ توگه له مینځه ځی. همغه فقهی سبغه واردیژی، لکه یولمونځگذار چی بی اودسه لمونځ نشی کولای.

په داسی حالت کی که د هیواد قاضی القضات او لوی څارنوال  په خپل نفس حاکم اشخاص اوسیدونکی اشخاص وی نو سم دستی د اولسمشرد قانون څخه د سرغڼونی په اساس له خپلو دندو څخهاستعفاء کوې. 

که د گران هیواد حالاتو ته ځیر شو د هیواد سیاسی ، اقتصادی ،اجتماعی عدالت ، وضعیت ډیری ستونزي لری د هیواد عدلی او قضایی چارواکی په زورواکو قانون نشی عملی کولا ي ځکه خو د ارگ اولسمشر ډیرشمیر کمیسیونونه داختلاس په مورد وگمارل اما لبده مرغه د یوه کمیسیون نتیجه هم معلومه نشوه . 

اوهمدارنگه که د گران هیواد تاریخ ته ځیر شو په دی کی هیڅشک نشه چی د افغانستان اولس با شهامته او قهرمان اولس دی ،دغه میړنی اولس که د جگړی په زور، د جیرگو په اساس ، او یا د ټول ټاکنو په اساس چی هر شخص یی په افغانستان کی ارگ نیشین کړی دي نو په خپل وخت د ارگ مشرانو د افغانستان دباشهامته او قهرمان اولس سره ظلم کړ ي دی او د هغوی حقوق یی تر پشو لاندی کړی دی. 

 

د گران افغانستان اصلی عنعنات او کلتور:

په گران هیواد کی با وقاره او د احترام وړشخص هغه شخص گڼل کیدلاې چی د مظلومانو سره به یی مرسته کوله او د ظالمانوسره به حساب کوو. په خپلو خبرو کی به همیشه صادق وو. وعده خلاف به نه وو. خپل عهد او تعهد ته به وفادار وو. پاک لمنه شخص به وو . مشرانو ته به په احترام قایل وو. په کشرانو به یی ترحم کوی . دچاه په مال او جایداد به یی کار نه درلود، د ذکر شویو صفاتو خاوند به د هرچاه خوشیدی اوهیوادولو به همیشه حساب پری کولای چی په عامه توگه ددغه صفاتو خاوند ته به یید کلیوال لقب ورکولای له نیکه مرغه د افغانستان په کلیو او بانډو کی تر اوسه پوری پخوانی عنعنات او کلتور موجود او روان دي.

د افغانستان د اوسنیو چارواکو عنعنات او کلتور:

لوی غل او د ډیرو ځمکو غاصب ترهرچاه محترم بلل کیژی هر سوک چی په فساد ادرای کی دیرمهارت ولری هغه ته د ماهر لقب ورکول کیژی . هر سوک چی لوی دروغجن، سرټیټی، چاپلوس،دوکه باز، کمیشنکار، په غلا او اخلاقی فساد کی تجربه کار شخص وی او د اختطاف په چارو کی همدارنگه بلد اشخاص وی نو د دغو صفاتو خاوندانوته ډیرد قدرپه سترگو کتل کیژی اوپه غیری رسمی توگه د افغانستان د عدلی او قضایی ارگانونو د تعقیب نه معاف اشخاص شمیرل کیژی.

د کره شواهدو په اساس د هیواد په موجوده ادارو کی فساد اداری موجود دی خو فاسد درک نلری . قتل ډیر کیژی خو د قاتل درک نشته، ځمکۍ ډیری غصب شوی او غصب کیژی خو د غاصبانودرگ نشته . غیرقانونی شهرکونه ډیر جوړشوی دی خو تر اوسه پوری د غیرقانونی شهرک خاوند عدلی او قضایی ارگان  ته ندی معرفی کړی، اختطاف کیژی خو اختطاف گر وجود نلری، لوړدولتی پوستونه په ډالرو خرسیژی خو د خرسولو شخص یی وجود نلری، حق حقدارته نه سپارل کیژی خو ظالم وجود نلری. 

د زرغون تاریخ هیواد د با شهامته اوقهرمان اولس سرنوشت په بد حالت کی او نا معلوم لوری ته روان دی . زمونز د چارواکوخبریډیری لویی دی کبر او بی ځایه غروریی  د فرعون اوهامان کچی ته رسیدلی دی خو په عمل کی صفر ناکام او سرگردانه گرزی. د یوهډیرعظیم فلیسوف د لیکنی په اساس هر هغه ټولنه چی توانمده اشخاص یی په حق سترگی پټی کړی او دشخصی گټو په خاطر د خپلو خلکو سره جفا کوی د هغو اشخاصو عاقبت ډیر د ذلت طرف ته روان وی او دټولنی وگړی یی د یوه غاصب او ظالم انسان په صفت پیژنی .

نو د هیواد موجوده سیاسی، اجتماعی ، اقتصادی ،او تعیلمیستونزو د حل په خاطر بین الافغانی تفاهم  ته ضرورت دي قهرمان اولس باید نور خاموشه پاتی نشی او د خپلو حقه حقوقو مطالبه باید وکړی او د افغانستان د سیاسی اقتدار څخه د خپلو وعدو د عملی کولو غوشتنه وکړی تر سو په هیواد کی د موجوده ستونزو لپاره د حل لاره ولټول شی او نور معصوم او مظلوم اولس د ناوړه او نامعلوم سیاست شکار نشی.

ژوندی او سرلوړی د وی افغانستان

دوکتور حمید الکوزی