کور / شعر / جانانه ځو به دلته ځای د اوسيدو نلرو

جانانه ځو به دلته ځای د اوسيدو نلرو

غزلAbdul Bari Jahani عبدالباري جهاني

جانانه ځو به دلته ځای د اوسېدو نه لرو
تمه د ژبي د وفا او د پښتو نه لرو

سوداګري ده که وروري که یارانه که مینه
په دې بدنام بازار کي مال د اخیستو نه لرو

چي ورور مي غوښي زما د تن پر قصابانو پلوري
نور په دې کلي کي جواز د پاتېدو نه لرو

زریني پاڼي په زرګونو له پلرونو لرو
څاڅکی د ویني د ښاغلو پخوانو نه لرو

راته راپاته تش نکلونه د میوند د تورو
وګړي ‌‌‌‌‌‌ډېر لرو مړونه د برېتو نه لرو

له خلوتو څخه راوزي مختورن وګړي
ملا له کومه کړو قاضي د فیصلو نه لرو

څوک به راوښيي په لار کي د مرګي موړونه
شپه ده اغزي دي مشالونه د تیارو نه لرو

رقیب به ړوند سي له ویلو به ګونګی پاته سي
پر خپله سپينه لمن داغ د پاکېدو نه لرو

جهاني چیري به اوس وګورو د تللیو پلونه
په هیڅ ربات کي ایرې نښي د لمبو نه لرو.

د 1395 کال د حمل میاشتي درویشتمه، 
وزیر اکبرخان مېنه، کابل
عبدالباري جهاني