کور / راپور / د امیر علي شېر نوایي نړیوال سمپوزیم -راپور

د امیر علي شېر نوایي نړیوال سمپوزیم -راپور

جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د امیر علي شېر نوایي نړیوال سمپوزیم کې چې د نوموړي د زوکړې د ۵۷۵ کال په مناسبت جوړ شوی وو، ګډون وکړ.

په دې مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د جمهوري ریاست پر مرستیالانو ستر جنرال عبدالرشید دوستم او محمد سرور دانش سربېره یو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو او بهرنیو مېلمنو هم حضور درلود. جمهور رئیس وویل، خوښ یم چې نن ورځ د افغانستان او ټولې سیمې د لوی شخصیت د هڅو، اثارو او افکارو د معرفي په خاطر راټول شوي یوو او د هغه شخصیت درناوی کوو چې نه یوازې په افغانستان او سیمه زیات حق لري، بلکې ټول بشري تمدن د هغه د خدمتونو او کوښښونو احسانمند دی.

جمهور رئیس په ټینګار سره زیاته کړه، نوایي یوازې زموږ نه، بلکې د ټولې دنیا دی. هغه وویل، امیر علي شېر نوایي د یو لیکوال، شاعر، سیاسي مدبر او لوی عمراني شخصیت په توګه ټول بشریت ته خیر رسولی او د افغانستان په تاریخ کې یې لوی مقام ګټلی دی.

محمد اشرف غني وویل، امیر علي شېر نوایي په ازبکي – ترکي ژبه کې په معاصر تاریخ کې خوشحال خان خټک ته ورته مقام لري او لکه څنګه چې خوشحال خان خټک په پښتو ادب کې د عطف نقطه دی همدارنګه امیر علي شېر نوایي په ازبکي – ترکي ادب کې د عطف ټکی او د نوي دوران پیلونکی دی.

جمهور رئیس وویل، ترکي – ازبکي ادبیات د دري او پښتو ادبیاتو په څېر زیات ارزښت لري. هغه څرګنده کړه، سره له دې څومره ارزښت چې لري هغومره نه دي پېژندل شوي او هېر شوي، خو دوباره به هېر نشي.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، زموږ د فرهنګ ویاړ د بېلابېلو قومونو او ژبو د لویو استعدادونو یو ځای والی دی چې ټولو د دې مقدسې خاورې د ملي تمدن په تشکل کې ونډه اخیستې.

جمهور رئیس غني وویل، له نېکه مرغه زموږ اساسي قانون زموږ د ټولو خلکو په مساوات له هر قوم، ژبې او سیمې څخه د تائید مهر لګولی او د ملي پیوستون بستر یې په ښه توګه هوار کړی دی او زموږ ژمنتیا له هر افغان او ژبې سره د بل افغان او د هغه د ژبې مساوات دی.

جمهور رئیس وویل، د امیر علي شېر نوایي په څېر کسانو سربېره پر دې چې خپل ارزښتناک کتابونه یې موږ ته یادګار پريښي او په هغه کې یې حکمت زموږ لپاره په میراث پریښی دی. همدارنګه د هغه ژوند، کارنامه او رول هر یو د یو ارزښتناک کتاب په څېر دي چې موږ کولای شو د هغو په ویلو سره د خپل وخت په اړتیا او غوښتنو له تازه زده کړو سره لاس بري شو.

د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، نهمه هجري پېړۍ د افغانستان په تاریخ کې یوه روښانه دوره وه او په ډاډ ویلی شو چې د امیر علي شېر نوایي ونډه د دې دورې د فرهنګ او ادب په وده کې له ټولو ډېره وه. هغه زیاته کړه، د نوایي نوم د هرات او خراسان په هره سیمه اوګوښه کې پاتې دی.

جمهور رئیس وویل، موږ پوهېږو چې د امیر علي شېر نوایي دوران د هېواد او سیمې له روښانه دورو څخه ده. داسې دوره چې د سیمې رنسانس بلل شوی دی.

محمد اشرف غني زیاته کړه، زموږ موخه د عادلانه نظام رامنځته کول دي چې د نوایي برحقه غوښتنو ته د عمل جامه واغوندي.

جمهور رئیس دېته په اشارې چې د علمي او فرهنګي څېرو د مقام او منزلت نمانځنه یې د هېواد د تمدن د شان او شوکت نمانځنه وبلله وویل، موږ اړتیا لرو، چې د تېر تمدن او عظیم فرهنګ بنسټ ته ور وګرځو او د خپل ځلانده تاریخ دورو څخه په الهام اخیستلو دوباره  د علم غوړېدو او د فرهنګ بډاینې ته مخه کړو.

جمهور رئیس غني وویل، نن ورځ د نوایي عظیم شخصیت ته په درناوي اعلان کوم چې د افغانستان دولت د امیر علي شېر نوایي په نوم یو ځانګړی مډال جوړوي او د ارګ په سلام خانه کې به د ټولو مشرانو تر څنګ د امیر علي شېر نوایي عکس هم ولګول شي.

په دې مراسمو کې د جمهور رئیس لومړي مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم هم خبرې وکړې او له جمهور رئیس غني څخه یې د امیر علي شېر نوایي د لوی شخصیت د نمانځنې په خاطر قدرداني وکړه او هغه یې د افغانستان د ټولو خلکو په ځانګړي ډول د هېواد د ترکتبارانو لوی ویاړ وباله.

همدارنګه په دې مراسمو کې د سیمې له هېوادونو څخه رابلل شویو دانشمندانو هم خبرې وکړې او د امیر علي شېر نوایي د شخصیت او اثارو او د سیمې پر تمدن د هغو د اغېزو په هکله یې خبرې وکړې.

د یادولو وړه ده چي ددغه سمپوزیم ترتیبات د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هڅو نیول شوی وو.

د ارګ پاڼي څخهجهاني عبدالباري نو شيروان image image image image image