کور / هراړخیز / که غواړئ بريالی وياند و اوسئ

که غواړئ بريالی وياند و اوسئ

د مصطفی ساپي ليکنه

۱-مخکې له ویناڅخه په موضوع بشپړ مسلط اوسئ،ترڅو په دې کار سره خپل تشویش کم کړئ.

۲-مخکې له وینا څخه دا دعا(اللهم کن لولیک) ټوله ولولئ.

۳-وینا له مخکې ټکي په ټکي مه یادوئ.

۴-کلیدي ټکي اوعنوانونه،چې ویل کیږي له ځانه سره ولرئ.

۵-خپل یاداشت ته په لنډه او هنرمندانه ډول نظر وکړئ.

۶-په خپل ځای کې وینا تمرین وکړئ هغه ضبط کړئ او وروسته هغې ته په دقت غوږ ونیسئ،ترڅو خپلو مشکیلات ته متوجې شئ.

۷-کوشش وکړئ د وینا متن تصویري او صوتي جوړ کړئ،ترڅو وروسته هغه دڅېړنې لاندې ونیسئ.

۸-ښه او راحته لباس په تن کړئ.

۹-دوینا پر محال خپل ظاهري خصوصآ خپلو وېښتانو ته پاملرنه وکړئ.

۱۰-له نورو تقلید مه کوئ او دنورو اداګانې مه کوئ.

۱۱-هغه ځایونه لکه پارک او ځنګل کې وینا تمرین وکړئ.

۱۲-دوینا پرمحال باید وږي نه اوسئ او البته نه بایدځان ډېر موړ او وږی کړئ.

۱۳-دویاند پر میز باید اوبه او لیمو کیښودل شي.

۱۴-هر وخت چې لازم وي په ارامۍ او بغیر له عجلې لږې اوبه اوڅکئ.

۱۵-هېڅ کله دځان تعریف مه کوئ،داکار نورو ته پريږدئ،البته کوشش وکړئ،چې دنورو نه هم دځان دتعریف تمه ونه کړئ.

۱۶-لنډ داستانونه،ټوکې او مناسبې خاطرې دوینا پرمحال له یاده مه اوباسئ.

۱۷-که یوه برخه حاضرین له جلسې بیرون لاړه،نو خپله روحیه له لاسه مه ورکوئ،له جلسې وتل،تل نشي کېدای چې ستاسې دبدې وینا سبب وکڼل شي.

۱۸-له وینا مخکې څو ژورې ساه ګانې واخلئ.

۱۹-ارامه،راحته اوپه ځان باوري وینا پیل کړئ.

۲۰-هېڅکله دمات فکرلاره ځانته مه غوره کوئ.

۲۱-شرایط ځانته ساده ونیسئ هغه ډول،چې فکر کوئ هغومره سخته نه ده.

۲۲-له وینا مخکې د نظر وړ ځای وڅېړئ.

۲۳-که چا نظر درکړ په لومړیو کې له هغه سره هم رای شئ په هغه صورت کې،چې له هغه سره مخالف نظر لرئ ورو ورو خپل نظر وړاندې کړئ.

۲۴-هېڅکله له چاسره په ناڅاپي او تندۍ سره مخالفت مه کوئ.

۲۵-که چیرې کمره ، فلمبرداري اوعکاسي وجود ولري هغې ته توجه مه کوئ.

۲۶-که دڅه په اړه شک لرئ په خلکو کې دهغې پوښتنه وکړئ.

۲۷-تشویش مه کوئ که ستاسې وینا هرڅومره بده وي و دابه ستاسې لپاره یوه تجربه وي.

۲۸-که ستاسې اوله تجربه وي له وینا مخکې په اول ردیف کې مخکې خلکو اوحاضیرینو ته وینا وکړئ بیا وروستیو اوپه اخر کې بیا ټولو خلکو سره خبرې اترې وکړې او وروسته خپل خطاب ټولو خلکو ته بیان کړئ.

۲۹-که تاسې چیرته وینا ته دعوت شئ نو مه ویریږئ او فورآ یې ومنئ.

۳۰-په جلسو کې دویندویانو ویناوو اواعمالو ته په دقت وګورئ.

۳۱دوینا دموضوع په اړه کتابونه د مطالعې لاندې ونیسئ.

۳۲-دوینا متن له ځانه سره تکرار کړئ او وروسته يې په تنهایي،وړوکي او غیر رسمي محیط کې له ځانه سر بار بار تکرار کړئ.

۳۳-په خپل ذهن کې مثبت ذهني تصویر جوړ کړئ،اوتصور کړئ چې دوینا په حال کې یاست او دځانه سره علاقه مند اوسئ.

۳۴-له وینا څو ورځې مخکې چې هر ځای ته ځئ له ځانه سره قلم او کتابچه ولرئ او هر نظر اومطلب مو چې دوینا دموضوع په اړه ذهن ته راځي یاداشت یې کړئ داکار ډېر ګټور دی ځکه،چې دنظریاتو خلق کیدنه وروسته پیدا کیږي.

۳۵-دنړۍ لوی ویندویان مطالعه کړئ.

۳۶-علاقي،سن،شعل،جنس او دحاضرینو تحصیلي کچې ته پاملرنه وکړئ.

۳۷-که موضوع دانسانانو په باور پورې اړه ولري نو وینا پدې کلمو (ممکن ده،معمولآ،په نظر راځي،شاید،زه داسې فکر کوم) او نور…پیل کړئ په دې شیانو کې په مطلق ډول خبرې مه کوئ.

۳۸په یاد ولرئ،چې اوږده وینا ونه کړئ.

۳۹-دوینا ځای باید درڼا،اواز او حرارت درجې له مخې په ستانداردو شرایطو برابر وي.

۴۰دوینا په ابتدا کې دحاضرینو دجلب لپاره دهغوی تحسین شروع کړئ.

۴۱-خلک خپل بحث ته تږي پریږده ترڅو په هغوی کې انتظار تر اخره پاتې شي.

۴۲-په علني ډول سیاستمدار دهغوی کارنومو اوتحصیل څخه پرهیز وکړئ ځکه،چې  ستاسې له مهربانۍ ویریږي.

۴۳-مخکې له ویناڅخه وړاندوینه وکړئ،چې ممکن ستاسې نه یولړ پوښتنې وشي ددې لپاره باید له مخکې ځوابونه پیدا او تیار کړئ دا کار که ښه ترسره شو نوستاسې تشویش کموي او تاسې په ځان باوري کوي.

۴۴-دخپلې وینا لپار وخت مشخص کړئ ځکه دټاکلي وخت نه زیات بیا تاسې مجبور ه شئ،چې خپل مطالب په تیزۍ سره ولولئ.

۴۵-که وخت زایه شو کوشش وکړئ،چې په لومړیو کې خپل تشویش ختم کړئ او ارامي وساتئ بیا وروسته خپلو خبرو ته دوام ورکړئ.

۴۶-دوینا په منځ کې خپل تنفس اخیستو ته پاملرنه وکړئ کله،کله خپل سږي په ارامۍ سره له هوا ډک کړئ.

۴۷-توهین لرونکو عبارتونو اوکلموڅخه جدآ پرهیز وکړئ،حتی که دځمکې دکرې خراب خلک هم وي له دې ډول عبارتونو څخه استفاده مه کوئ،او داسې کلمې چې په اصطلاح(کوڅي او بازاري)وي مه کاروئ.

۴۸-خپل نظر په هوا کې مه ساتئ بلکې دخلکو سترګو ته وګورئ.

۴۹موسکا مه هیروئ.

۵۰-ډېری خدای په یاد کې ساتئ.

 


اللهم كن لوليك الحجه ابن الحسن صلواتك عليه وعلى آبآئه في هذه الساعه وفي كل ساعه ولياً وحافظاً وقائداً وناصراً ودليلاً وعيناً حتى تسكنهُ ارضكَ طوعا وتمتعهُ فيها طويلاً برحمتك ياأرحم الراحمين