کور / تازه خبرونه / کندهارښاروالۍ دښار د۳ناحیې اړوند د بای پاس سړک په اساسي او بنسټیزه توګه رغوي

کندهارښاروالۍ دښار د۳ناحیې اړوند د بای پاس سړک په اساسي او بنسټیزه توګه رغوي

دښار دبای پاس سړک چي ۲،۵کیلومتره دی او ۱۰،۵متره عرض لري تراوسه یي دجوړېدو چاري ۸۲٪ بشپړي سوي دي او اوس یی هم کار خورا په چټکۍ سره اساسي او بنسټیز روان دی چي د ۶میاشتو په حدودو کي به یي کاري چاري سرته ورسیږي .

دیاد سړک پر خامه کاري باندي ۲۸میلونه افغانۍ مصارف راغلي اوقرارداد یی هم بشپړسوی دی ولي داسفالټ دطبقې لپاره یي هم ۳۶میلیونه افغانۍ مصارف دي چي تر هغه تخنیکي او تداروکاتي مرحلې وروسته ورکول کیږی  چي ددې سړک په جوړېدو سره به کندهار ښاروالۍ توانیدلې وي چي دهغه انکشاف پر اساس کوم چي دښار په ۱۵ناحیو کي یي رامنځته کوي د۳ ناحیې په ساحه کي به یي هم بیارغوني ته زمینه برابره کړې وي یاد سړک چي د السیف هاوي ساختماني شرکت سره یي قرارداد سوی په ډیره تخنیکي او بنسټیزه توګه یي درغېدو چاري رواني دي .

روښان ولسمل image image image