تر مزاره به راځې چي هېر دي نسي
غزل
ترمزاره به راځې چي هېر دي نه سي
زما ډېوې به بلوې چي هېر دي نه سي
زه پر قبر ارغوان درڅخه غواړم
سره ګُلونه به راوړې چي هېر دي نه سي
سپین خپړ به دي رنګین وي له نیکریزو
په دوعا به مي ستایې چي هېر دي نه سي
چي رقیب دي له حسده سره لمبه سي
ته به سترګي توروې چي هېر دي نه سي
کله کله به د خوب غېږ ته درځمه
توري شپې به سپینوې چي هېر دي نه سي
نیمه ویښه به په اوښکو کي زنګېږې
زما ماتم به یادوې چي هېر دي نه سي
زما پر قبر به باران د سپرلي اوري
ته به زما لاري څارې چي هېر دي نه سي
چي د شپې مي پر تصویر تویوې اوښکي
هر سهار بې پاکوې چي هېر دي نه سي
یو مي غېږه د مورکۍ یو کندهار دی
ما به دلته ښخوې چي هېر دي نه سي
جهاني دي هري اوښکي ته درځمه
په بڼو به مي پالې چي هېر دي نه سي.
عبدالباري جهاني
د ۱۳۹۵کال د حمل میاشت،
کابل، وزیر محمد اکبر خان مېنه