نکاح د ع و غ ـ منظوم نکل
ليري له ښاره ؤ يو کلی ډېر خوشبخته
ورځ يې لېدلې نه وه هيڅکله هم سخته
دلته مېشته ول ښاپېران ښايسته خوش رنګه
له ميني ډک ژوند يې کاوه دوی څنګ تر څنګه
په دغه کلي کي به هره ورځ ښادي وه
سر و کال جوړه به خوښي او خوشالي وه
دلته به هره ورځ واده ؤ د يو ځوان
ټاکل کېدی به دغه زوم د کلي خان
زرين تارونه به يې له ورايه ځلېدله
ناوي او زوم ته به خيمه وهل کېدله
د خيمي ځای ؤ هسک له کلي څخه پورته
له نکاح وروسته مېلمانه به تلل خپل کور ته
ناوې ملکه زوم به پاچا ؤ د يو شپې
نه ځان ځاني وه نه جنجال او نه کينې
په دا سهار به ناوي زوم ويلی حمد
د خانۍ ځای به يې خالي کړ بېله ځنډ
پر کلي هره ورځ راتله نوې خوښي
نوی سهار نوی واده نوې خاني
خو کومه ورځ چي وه نکاح د عنقريبي
خبري پيښي سوې عجيبي او غريبي
د دغي پيغلي پر څهرې خوره تلخي وه
پر تندي ګونجي او په سترګو کي يې سُرخي وه
په دا سبا سهار خيمه کي په ژړا وه
په ماتم بوخته عنقريبه په غوغا وه
ويل په ځوانه ځواني کونډه سوم ژړېږم
زوم د يوې شپې راڅه ولاړی زه کړېږم
په ښاپيرانو کي دستي دا خبر خپور سو
ټغر د غم د دې ولس پر وطن خور سو
د يو شپې خان د اجل خولې لره لُقمه سو
د عنقريبي زوم د تور لحد مېلمه سو
د ماتم وروسته سو واده بیا نوی جوړ
د عنقريبي بيا نکاح سوه نوی کور
په دا سبا د عنقريبي بيا غوغا وه
بيا يې زوم مړ ؤ دغه کونډه په ژړا وه
بيا نوي زوم ته عنقريبه په نکاح سوه
په دا سبا سهار بيا ناوې په ژړا سوه
دغه حلقه به هره ورځ تکرارېدله
اول ډولۍ بیا جنازه به وړل کېدله
خو يوه ورځ راغی استازی د دېبانو
هغه ګويان سو ويل ګرانو ښاپیرانو
راپېښ و موږ ته دی هم ورته مصيبت
له غلوچ دېب څخه راپېښ دی لوی زحمت
ناوې يې هره شپه مړه کيږي د هغه
بيا نوې پيغله ماينه کيږي د هغه
که عنقريبه و غلوچ ته په نکاح کړو
ښايي ځان خلاص موږ نور له دې بدي بلا کړو
ښاپيران ټول راضي په دې نوې دوستي سول
په تياريانو د واده بوخت دوی دستي سول
واده د ع و غ تنظيم سو ژر تر ژره
ورته خوشال ول ښاپيران ټول سر تر سره
د نکاح وروسته ناوې زوم ولاړل خېمې ته
په دا سهار يې نو زور ورکړ قهقهې ته
ناوې او زوم دواړه ژوندي ول خوښ خوشحال ول
مړه ښاپيران ول که زاړه او که اطفال ول
د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۱۶مه نېټه
___________________________________
د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه