کور / تازه خبرونه / د کندهار په ځینو ولسوالیو کې پراخ تصفیوي عملیات پیل کړي

د کندهار په ځینو ولسوالیو کې پراخ تصفیوي عملیات پیل کړي

د کندهار، هلمند او اروزګان ترمنځ په سرحدي سيمو کې د تېرو څوارلسو ورځو را په دي خوا د افغان ګډو ځواکونو له لوري تعرضي عمليات روان دي.

د کندهار د ميوند، ژړۍ او پنجوايې ولسوالۍ اپراتيفي قوماندان وايې چې د ميوند په ګرماوک، غورک او د خاکريز په لام سيمو کې يې عمليات پيل کړي څو له دې ځایه د وسله والو مخالفانو تحرکات دفع کړي.

د نوموړي په وینا، له وړاندې یې د وسله والو مخالفانو د بریدونو په اړه مالومات ترلاسه کړي دي.

دغه عملیات د ملي اردو او ملي پولیسو له خوا روان دي چې د ځایې قوماندانانو په وینا، د ښې همغږۍ له امله یې ډير پرمختګ کړی دی.

له بلي خوا ددي عملياتو پر مهال ٢٥٠ ماينونه هم د افغان ځواکونو له خوا کشف او خنثي شوي دي.

په عملیاتو کې بوخت سرتیري وایي د نورو سیمو په پرتله ښې وسلې، مهمات او نور تجهيزات لري:

دا په داسې حال کې د چې ځایې اوسیدونکو په وینا یاده سیمه یو له امنو سیمو وه او د جګړې له امله یې ډير اوسیدونکي کډه شوي خو امنيتي مسئولان وایې چې له عملیاتو وروسته به هلته دایمي پوستې واچوي څو وسله وال مخالفان بیرته راونه ګرځي.

صدیق الله پوپل کندهار