کور / تازه خبرونه / خبرو ته د طالبانو چمتو کول یوازې د پاکستان کار نه دی

خبرو ته د طالبانو چمتو کول یوازې د پاکستان کار نه دی

دبي بي سي د خبرله مخې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا نن سې شنبه په يوه خپاره شوي بیان کې ویلي، پاکستان هر ډول ترهګري غندي او د هرډول ترهګرو پرضد په جګړه بوخت دی او زیاتوي، پاکستان خپله هم د ترهګرۍ ښکار دی او د ترهګرۍ پرضد جګړه کې يې په زرګونو امنيتي سرتېري قرباني کړي دي.د ویاند په خبره پاکستان په جدي توګه هڅه کوي، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره کار وکړي، خو په وینا یې، د خبرو مېز ته د طالبانو حاضرول یوازې د پاکستان کار نه دی.دده په خبره پاکستان د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د لومړنیو مخامخ خبرو کوربه توب وکړ خو په خبره يې پاکستان یواځې ددې ذمه واره نه دی، چې طالبان دي خبرو ته حاضر کړي.بلکې دده په خبره د همدې لپاره د څلورو هیوادونو څلوراړخیزه ګروپ جوړ شوی، چې په افغانستان کې د سولې د خبرو په هکله او په افغانستان کې د ټيکاو او ثبات لپاره هلې ځلې وکړي.د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت په خبره د پاکستان په ګاونډيو کې ثبات ددوی په ګټه دی.

تبصرې پرانیستي‌

  1. چه دطالبانو حاضريدل دسولي لپاره دميز وشاه ته يوازي دپاکستان کار ندئ دا واضع او معلوم داره خبره ده.دپاکستان آساسي کار دټراريزم حمايت دخپل آنګريز پلار په دستور او هر اړخيزه همايه ده
    دپاکستان کار دتروريستانو تجهز تمويل حمايه تداوي او معاش ورکول تر څو دانامره طايفه په آفغانستان کي دوينو تويولو ته ادامه په نا مردانه توګه ورکړي
    پاکستانه پيادبه دي وي کله چه هند درباندي حمله وکړه دآفغان حکومت تاته ډاډ درکول سو چه زموږ له خواڅخه بيغمه واوسه
    په هغه واله چه اوبه تيري سوي وي بيا به اوبه پکښي جاري سي اوس آفغانان پوهيدلي دي چه ته يو نامرده او ډارن او مکار دښمن ئې .هرڅومره چه مړه کړې دهدف ته درسيدو چانس دي کم دئ.
    ستا دنابودئ په اميد.