کور / خبرتیا او پيغامونه / د تورن جنرال محمد سرورخان صالحي پر مړينه د خواشينۍ پيغام

د تورن جنرال محمد سرورخان صالحي پر مړينه د خواشينۍ پيغام

دخــواشــیـنـی خــبـر :  د ولسمشـرکــرزی  پـخــوانی  د دفــتـر او قـلـم مخصـوص رئـيس تورنـجنـرال محـمد سـرورخـان صالحی وفـات ســو:
Mohammad sarwar salihi محمد سرور صالحي
په ډېرى خواشينۍ سره می خبر ترلاسه کړ چي د هیواد نومیالی پوځی او ټولنیز شخصیت تورن جنرال محمد سرورخان صالحی د دي فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.
                                  
                                  إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ
ارواښاد جنرال صالحی دلوړو زده کړو او عالی اخلاقو خاوند، په دوستی کی  وفادار او د ولس خواخوږی اوخدمتګار شخصیت وو
پداسی حال کی چه د ارواښاد تورنجنرال محمد سرورخان صالحی مړينه يوه ټولنیزه ضايعه ګڼم، د لوي خداي (ج) څخه ارواښاد ته جنت الفردوس، محترمی   کورني او دوستانو ته يي جميل صبر غواړي .                  
                         په درنښت
                    الحاج جنرال غرزي خواخوږی