کور / علمي / دعينيت فلسفه او ځانګړي علمي اصالتونه

دعينيت فلسفه او ځانګړي علمي اصالتونه

دا جهان د مادي موجود په حيث خداي دخپل لوي علم له مخي دواحد قانونمند ديالکتيکي نظام په شکل پيداکړيدي . ماديت ،وحدت ،قانونمندي اوديالکتيک ددي نظام بنسټ اواساس تشکيلوي . ددي جهان دننه اودباندي داسي ورشو ګاني وجود نلري چي هلته دي ځانګړي قانونمندي او ځانګړي نظامونه موجود اوسي . پدي نظام کښي ټولي پروسي او تعاملات په متداخل ارګانيک ديا لکتيکي شکل جريان لري او دمختلفو پديدو او خلقتونو دظهور سبب ګرځي .


دغه متداخلي پروسی او تعاملات نبايددمختلفو علوموبلکه د مختلفو وجدي او روحي حالتونو ،ديالکتيکي تحولاتو او تغيراتو ،د نظام دساتني او محافظت دعواملو او ډيرو نورو حالتونو چي تر اوسه پوري ئي مونږ نه په راز پوه او نه په افاده قادريوخو په کل کښي دغه خدائي ابدي ،قايم باالذات ،خود کفاً ،خود بقا ً ديالکتيکي نظام جوړوي . دغه پروسي دذات البيني تداخل څخه پرته ،دديالکتيکي ارګانيک جبر او اختيار له مخي په همزمان او هم مکان تحول ، تکامل او ديناميزم کښي قرار لري او دهغي سره سم ټول روحي حالتونه اوکمي او کيفي ارزشونه جوړوي . مشکله خبره ده چي پروسي ، پديدی اوعلوم په دغه ديالکتيکي ديناميزم کښي يودبل انګيزه او علت ومعلول ونه ګرځي اوپه مستقل شکل سره دي يا دپروسي او يا دعلم په حيث اثبات دوجود وکړي شي .پدي جهان کښي دستني د ستومي په اندازه نه تشه موجوده ده او نه داممکنه ده چي ګوندي ديوي ذري په بي ځايه کيدو دي په اصطلاح جهان ونه لړزيږي . دا نظام تر دي کچي پوري تړلي او واحد نظام ګڼل کيدي شي .

مولانا بلخي واي :   اګر برګيري يک ذره از جاي   فرو ريزدهمه عالم سرا پاي

په نتيجه کښي ويلي شو چي مستقل علوم ،مستقلي پروسي او مستقل تعاملات او دهغوئ مستقلي ملوک الطوائفي او ورشوګانی وجود نلری او ټول موجودات له څيرمه په متداخل هر اړخيز فعاليت کښي قرار لري . متداخل هر اړخيز فعاليت يعني څه ؟ کله چي دالکتروليت يو انبيق په برقي جريان پوري تړل کيږي ،يا يوه لمده بطرۍ دموټر دچالانيدو دپاره استعماليږي يا دوچي بطرۍ پواسطه راديو فعاليت کوي،په دريواړو صورتونو کښي ډير تفاوت وجود نلري . مثلا ًيو الکتروليت په برقي چارج پوري تړو :

۱ ــ دمختلفو علومو تداخل :

ــــ د ايو نيزيشن دعملئ په شروع سره کيمياوي فعاليت شروع کيږي ؛دايونونو په تشکيل سره منفي او مثبت قطبونو په لور ايونونه په حرکت راځي يعني ميخانيکي فزيکي فعاليت پيل کيږي ؛دحرکت او اصطکاک په نتيجه کښي حرارت پيدا کيږي او دحرارت په موجوديت کښي ترمو ديناميکي فعاليتونه پيل کيږي ؛ دعضوي موادو په موجوديت کښي همزمان بيولوژيکي او همداسي نور او نور فعاليتونه شروع کيږي . . . .

په همدي ډول مونږ دغه سلسلي دمختلفو پروسو ، مختلفو تعاملاتو ،مختلفو پديدو . . . په جهتونو کښي تعقيبولي شو او دا ددي معني لري چي مستقل علوم ، مستقلي پروسي او مستقل تعاملات او نوري پديدي وجود نلري ،ټول يو تر بله سره علت ومعلول او انګيزه جوړيږي او مختلف فعاليتونه يواځي په متداخل شکل سره جريان پيدا کوي .

داجهان دخداي دمقضي الامر ارادي له مخي په خارق العاده قانونمندنظم او تناسب سره پيدادي ، د همدغه ارادي له مخي به په همدغه تناسب او نظم سره پائي اودهمدغه ارادي له مخي خودکفا ء ،خود بقاء اوخودحافظ او ناصر ګڼل کيږي او بل کړه وړه نه مني . انسان يواځي دخپل قدر او اختيار له مخي ددغه مادي جهان په قانونمندمعرفت مقدر ، مکلف او موًظف ګرځيدلي دي .

.دمخه مونږ وويل چي فلسفه دخداي دلوي علم انساني ،ذهني،عقلي تراوش او افادي ته ويل کيږي . انسان ديوي خواپخپل عملي ژوند کښي ډيرو دقيقو محاسبو ته ضرورت نلري اودبلي خوادخداي دلوي علم په هم زمان او هم مکان ديالکتيکي تحول او تکامل او فلسفي علمي انتګريشن « کلي ،مجموعي وجدي حالت » اوعلمي پروسوي قانونمنده ګلوبال محاسبه باندي قادر هم نه دي ،نو ځکه دضرورت او مجبوريت له مخي دعلومو نسبي ويش اوديفرنسييشن ته قايل او په اصطلاح لوټه په اوبو کښي ږدي او قدم مخته اخلي او دواقعيتونو په عدم موجوديت کښي ،طبعا ً اکثر وخت دانحرافي او واهي تيوريګانو درامنځته کيدو سبب ګرځي . خو دا چي «پراتيک معيار دحقيقت دي » ممکنه ده دمختلفو علومو څخه په نسبي استفادي سره د عملي تجربو له مخي مختلف توليدي مرکزو نه جوړ اوبي ساري کلتوري فرهنګي زيرمي جوړي اواستهلاکي ضرورتو نه پوره کړي . خو لويه غلطي پدي کښي ده چي ډير پوهان دغه کار دپورتني منطق له مخي نه کوي بلکه په لاشعور ي ډول پدي کار اخته دي اوپه نتيجه کښي دسترو تيوريکي اشتباهاتو او غلط فهميو زيږنده جوړيږي .

بله ستره اشتباه پخپله دعلم دمفهوم تعبير دي چي تر اوسه په نړيواله کچه مروج دي . ډير پوهان علمي قانونمندئ ، قوانين ،اصول ،مقررات ، علايم ، نښي نښاني او متوديکي روشونه ;. . . يوله بله سره نه تفکيکوي ،او هغي ته يو شان قانونمند حيثيت قايل د ي .دي کار ستر تيوريکي اشتباهات او غلطئ رامنځته کړي او په همدي خاطر دغه موضوع دڅيړني لاندي نيول شوي ده . ډيرو پوهانو خپلي فلسفي پداسي بي بنياده بنيادونو باندي بناء کړيدي او تر اوسه پوري چليږي هم . دمثال په ډول دمنطق اصالت ،د کلام اصالت ، دمتماتيک اصالت ، روشنفکري اصالت . . . په کومو کښي چي باالذاته ِ او في نفسهِ قانونمندي وجود نلري . ( کله چي زه په۱۳۴۲ش کال کښي کابل پوهنتون ته راتلم ، د پوهاندسيد بهاؤالدين « مجروح » دفتر ته چي هغه وخت دژبو او ادبياتو دپوهنځي رئيس وو ورغلم دروغبړ څخه وروسته ئي راڅخه پوښتنه وکړه .په کوم پوهنځي کښي غواړي شامل شي ؟ ما ځواب ورکړ . زه په طب پوهنځي کښي شامل شوي يم . هغه بيا پوښتنه وکړه ، نه غواړي په حقوقو کښي شامل شي ؟ ما ځواب ورکړ ، نه صاحب ،حقوق علمي بنياد نلري . ) هغه نور څه ونه ويل خو کله چي مرحوم مجروح صاحب نه يواځي دافغانستان بلکه دنړۍ په کچه پيژندل شوي عالم ،شاعر ،اديب او فلسفي شخصيت او مابه چي هميشه ور سره ليدل او د هغه محتر م دعالي افکارو څخه به مي ګټه اخيستله ، تل به مي دخجالت احساس کاوه ځکه چي ماددغسي لوي شخصيت په حضور کښي حقوقو ته علم نه وو ويلي . ليکن نن زه په خپله پخوانۍ خبره ودريږم ځکه چي هغه وخت حقوق په افغانستان کښي بنيادي علم نه وو او يواځي کيدلي شو پدي وسيله يو څوک ولسوال مقرر شي چي هيڅکله ما نه غوښتل او نن هم په نړيواله کچه بنيادي علم نه دي او د نړيوالي مافيا دتور ذهنيت دزندان په تورو کوټو کښي دبند شپي يوه په بلي پسي اوږدوي اود رڼا ئي اميدواري ئي هم نشي کيدلي . زما د پورتنئ طرحي سره کيدلي شي ځيني کسان موافق نه اوسي .

راشئ داسي يوه فرضيه ومنو چي ځانګړي علوم وجود لري . پدي صورتکي داوسني علمي ــ تخنيکي انکشافاتو په کچه داعظمي دقيقي او معقولي استفادي هر اړخيز امکانات موجود دي . پدي هم باور لروچي دانسان دصحت مسًله په سرخط دتوجه کښي قرار لري اوپدي هم پوهيږو کله چي کار قانونمند سرته رسيږي په هغي کښي بايد غلطي پيښه نشي . دمثال په ډول دانسان وجود ډير مغلق سيستم دي . داسي واي چي دانسان مغز د۱۵ مليارده عصبي ريښکيو څخه جوړ دي . داچي دانسان ټول وجود دڅومره حجرو څخه جوړ دي دمغز په تناسب ئي تخمين او تصور کولي شو . کله چي ديوه کرو موزوم او د«DNA »په کچه کم وکاست پيښيږ ي انسان ناقص پيدا کيږي . پدي هم پوهيږو چي طبي دوا ګاني په څومره دقت سره جوړيږي بيا هم چي نيم نفوس په لا علاجه مرضونو اخته شي ،بيا ئي دمخنيوي په هڅه کښي شي . يعني دځانګړو موجوديت نهايت نسبي دي .

د پورتني بحث څخه دا ډول نتيجګيري کولي شو :

ـــــ دا جهان واحد او تړلي نظام اوديوي کوچنۍ ذري په اندازه حرکت پکي محسوس دي ؛

ـــــ پدي جهان کښي ځانګړي علوم وجود نلري او ټولي قانونمندئ ،پروسي او تعاملات همزمان او هم مکان په متداخل ډول پيښيږي او جريان لري
 



د فيثا غورث د متما تيک اصالت  او دعينيت دفلسفي نظر

داسي ويل کيږي چي دفيثاغورث څخه ليکلي اثار ندي پاتي خو دهغه هندسي قضيه ( په يوه قايم الزاويه مثلث کښي وتر مربع مساوي کيږي په مجموع دمربعاتو ددوه نورو ضلعو ) ډيره مشهوره ده .

ځيني کسان فيثاغورث دفينيقيه دخلکو څخه ګڼي او وائي چي ګوندي په صور کښي پيداشويدي . ځيني نور هغه دساموس اهل ګڼي چي دپولوکرا تس دظلم څخه ئی خپل وطن پريښود او صقليه ته ئي په۵۳۲ ق .م کښي مهاجر او دکروتون په ښار کښي ئي سکو نت اختيار کړ . فيثاغورث څرنګه چي په تنا سخ يعني داچي روح ديوه جسد څخه بل جسد ته ځاي بدلوي ،عقيده درلوده نوځکه ئي دحيواناتو غوښي او ځيني حبو باتو خوړل او دپوستکو په خاطر دحيواناتو قر باني کول په ځان حرام ګڼل . فيثاغورث دمذهبي او سياسي ډلي مشري کوله چي دتقوا او صداقت له مخي سره راټول وواو دفيثاغورث درهنماي لاندي ئي درياضي ،علم النجوم ،موسيقي ،طب او نوري زده کړي کولي او هڅه ئي درلودله ددولت چاري عالمو کسانو ته په لاس ورشي .

فيثاغورث دمتماتيک اصالت دا ډول افاده کوي «عدد اصل همهً کائنات است .»(تاريخ فلسفه در جهان اسلام ص ۳۳ ) فيثاغورث پخپل دي قول کښي ځکه زه حق په جانب ګڼم چي ټولي قانونمندئ يواځي دمتماتيک په ژبه په دقيق او علمي شکل سره افاده کيدلي شي .

کله چي زه دننګرهار دليسي په يوولسم ټولګي کښي ووم صاحب الدين خان دننګرهار دښووني او روزني مدير او زمونږ دالجبر استاد وو . دافغانستان دهغه وخت دمعارف دتعليمي نصاب له مخي به په يوولسم ټولګي کښي دوهمه درجه الجبري معادلي تدريس کيدلي . کله چي استاد ټولګي ته راغي او دلومړي ځل دپاره ئي د

ax²+ bx + c = 0

معا دله ئي په تخته وليکله . څرنګه چي ما دپاره نا اشنا معلومه شوه .سمدستي مي تري پوښتنه وکړه . استاده ! پدي خو پوهيږم چي جمع ،تفريق ،ضرب ،تقسيم ،ربح ،تناسب

او نورو رياضي مسايًلو څخه په کوم ځاي کښي استفاده وکړو . پدي خبره پوه نشوم چي ددي معادلي څخه به څه ډول او په کوم ځاي کښي ګټه اخلو ؟ استاد په ځواب کښي وويل . که چيري ددي معادلي دمختلفو سيستمونو ، طاقتونو ،مختلف تعداد،مشتقاتو ،انتګرالي او ديفرنسيالي حالتونو په حل بريالي شو ،مونږ دپاره به ددي جهان دټولو حوادثو او واقعاتو دماضي ،حال او مستقبل څخه خبريدل کوم مشکل کار نه وي .

دي خبري زما په مغزو کښي لوي بحران را ولاړ او نور په هيڅ پوه نه شوم .اضافي پوښتنه مي هم ونکړه ځکه چي راته بي ځايه معلومه شوه .کله چي په دولسم ټولګي کښي دانتګرال اوديفرنسيا ل سره تش اشنا شوم ،پهMPCB کښي مي دغه معادلات يوڅه مفصل ولوستل او کله چي دپخواني شوروي اتحاد داکراين جمهوريت ته تحصيل ته ولاړم او هلته مو دغه مسايًل په مفصل ډول ولوستل ، يواځي هلته زه پدي خبره پوه شوم چي متماتيک رښتيا هم څه ډول معجزی کولي شي او په لومړي سطحي نظرکي سړي ته داسي ښکاري چي ګوندي په رښتيا هم ددغه اصالت جوګه ګڼل کيږي . بي مورده به نه وي که د همدي خبري د تائيد په خاطر د يوي بلي خاطري ذکر وکړم .

داکرائين په جمهوريت کښي ددري مياشتي روسي ژبي لوستلو څخه وروسته ځيني نور عمومي مضامين لکه متماتيک ،فزيک ، کيميا ،موادشناسي او نور شروع شول . دمواد شناسۍ مضمون يوه ډاکتر پروفيسر درس راکاوه او مونږ دپاره نااشنا مضمون ووچي دموادو د اتمي ، ماليکولي پنجرو او داخلي عمومي جوړښت څخه ئي بحث کاوه . پدي مضمون کښي به زما او استاد تر منځ هميشنئ شخړه پيښه وه او هميشه به مو يوبل ته سره قناعت نه شو ورکولي . بله ورځ چي درس ته راغي او دهميش په شان شځړي دوام پيداکړ ،په اخرکي ئي راته وويل . زه درته يو پيشنهاد لرم . زه ورته غوږ شوم او په دوام ئي راته وويل . راشه چي زه او ته په همدي مضمون کښي دډاکترۍ دپاره کار شروع کړو ،مخکي له دي چي دانجنرۍ ديپلوم واخلي دډاکترۍ ديپلوم به ترلاسه کړي او په عين وخت کښي به ددوه ديپلومونو خاوند شي . زه هم ډير خوشحاله شوم خو کله چي مي دوطندارانو سره مصلحت وکړ .ځينو وويل چي روسي ژبه ډيره سخته ده . ددواړو کارونو پر مخ بيول به درته مشکل شي . يوه تن لا راته وويل مونږ غواړو ځان ناکام کړو چي يو کال موزيات شي . لنډه داچي ددغه کار څخه مي صرف نظر وکړ . ددي اوږدي کيسي څخه زما مطلب داوو ،کله چي ما ديپلوم دفاع کړ او د سالون څخه راووتلم .تصادفي ددروازي مخي ته همغه پرو فيسر ديوه بل استاد سره ولاړ وو . تبريکي ئي راته وويله او زياته ئي کړه .که زما خبره دي منلي وي . اوس به دي دوه ديپلومه په جيب کښي وي . ما ورته وويل . هغه خبري خو تيري شوي . اوس به راته ستاسي مشوره څه وي؟ دوئ دواړه يوهم دمتماتيک استادان نه وو. يو دمواد شناسي او بل دآيرو ديناميک استاد وو . دواړو همزمان په يو اواز وويل . که وخت دي پيداکاوه ،متماتيک لوله . او زه يوځل بيا دمتماتيک عظمت او اهميت ته متوجه شوم . نوفيثاغورث او دکارت دواړو چي دمتماتيک اصالت په ټولو علومو باندي برقرارول غوښتل هم ډير به ملامته نه وو.

متماتيک دټولو قانونمنديو دافادي ژبه ده . ټولي قانونمندئ که شعوري دي ،که ټولنيزي اوکه طبيعي ــ ميخانيکي دي دمتماتيکي قوانينو په مرسته قابل دافادي ګڼل کيږي . هغه وخت به ډير ليري نه وي چي په اصطلاح دغه بي شعوره موجودات يو دبل دحال په ژبه سره پوه او مونږ دپاره ترجمانان جوړ شي . نن دانسان په واسطه جوړشوي جوړښتونو اوميخانيکيتونو وجدي حالت بلا کوي ،دسترګي درپ په ميليونمه زرۍ ګي ميليونونه عمليات اجرا کوي ،فکر کوي ،سنجش کوي او باور لرم ډير زر به دمختلفو پديدو تر منځ لکه څرنګه چي دموادو تبادله موجوده ده داطلاعاتو اومعلوماتو تبادله به هم جاري او دحال ژبي به ګو يا شي .

هو ! دمتماتيک په وسيله با شعوره او با کلتوره انسان داهرڅه کولي شي . هغه څه چي دنه کيدو دي ، هغه په ټولو قانونمنديو دمتماتيک دعلمي اصالت برقراريدل دي . او داځکه چي متماتيک با الذاتهِ او في نفسهِ عاري دقانونمندۍ دي . دمتماتيک ارقام او اعداد تر څو چي په بله قانونمندۍ کښي په حرکت رانشي مړه دي او هيڅ شي نشي افاده کولي . له ډيره بده مرغه فيثاغورث او حتي دکارت ټوله لوبه په مړو ارقامو او اعدادو سرته رسولي او مړه ارقام اواعداد ګونګي بلاګاني دي هيڅ شي نشي افاده کولي او حتي دالهام ژبه ئي هم ګونګه ده . دمثال په ډول فيثاغورث ليکي «عدد يا فرد است يازوج .فرد عددمحدود کامل است وزوج عددنامحدودناقص .. . » اويا مثلا ً« عددسه ،با مکان که داراي سه بعد است تطبيق ميکند، وعددپنج باصفت ،وشش با رطوبت وهفت با عقل ونوروصحت ،وهشت با عشق وصداقت،ونه با تفکر در امور ،وده که محتواي همهً اين اعداد است،صاحب طبعيت الهي است ومطابق است با ترکيب علم وجودکه محتوي همهً اشياً است . » ( تاريخ فلسفه در جهان اسلامي ص۳۴و۳۵ ) . د متماتيک په واسطه دا ډول افادي ناسم او دمنطق څخه لري کار معلوميږي .

هو ! سمه خبره داده چي متماتيک نه باالذاتهِ دعلومو داصالت جوګه او نه اصل دټولو کائناتو دي ځکه چي دکائناتو اصل اوبنياد په قانونمندئ ولاړدي او قانونمندي دماديت مستلزم ده . خداي دا لوي مادي جهان دخپل لوي علم داصالت او رسالت معرض او خپل عالم بنده ئی باالوسيله دخپل ذات په معرفت مشرف ګرځولي . په متماتيک کښي نه ماديت شته اونه قانونمندي ،نوځکه داصالت ر سالت هم نشي ايفا ء کولي .خومتماتيک دقانونمندۍ دافادي وسيله او ژبه او دذهن نور دي چي دهرظلمت څخه تيريدلي او قا نونمندي په قانونبينو سترګو « دذهن په ستر ګو » ليدلي شي .

شک نشته چي فيثاغورث دهغه وخت په امکاناتو سره ندي کړي شوي ځيني قانونمندئ وويني ليکن دمتما تيک د قانونبينو سترګو نظر ئي لاهغه وخت په فلسفي علم لګيدلي وو اووګورئ په څو پورتنيو جملو کښي ئي څومره عالي علمي مفاهيم او مقولي افاده کړيدي خو کاشکي دغه کار نه دساده ارقامو او اعدادو بلکه دمتماتيکي معادلو په واسطه صورت نيولي وي . که ما هم ددي ستري قانوني اشتباه او ګناه څخه ډار نه درلودي او ستر ګي مي پري پټولي شوي نو زه به هم دمتماتيک اصالت ته قايل او منلي به مي وي .

دمتماتيک اعجاز هغه وخت څرګنديدلي شي چي دالکتروليت په انبيق کښي دآيونيزيشن عمليه شروع او آيونونه دمثبت او منفي قطبونو په لار کښي دمتماتيکي معادلو پواسطه ګوټ په ګوټ تعقيبيږي . او يا دکيمياوي ويلانسونو دقانون له مخي کيمياوي تعاملات دترکيب او تجزيئ په پروسه کښي دمتماتيکي معادلو پواسطه افاده کيږي او تعقيبيد لي شي .

دا مسايل هغه وخت لا ددلچسپۍ وړګرځي چي يو اير بوس دڅو سوه ټنه بار او په سوونو مسافرينو په بارولو سره دځمکي ديوه قطب څخه تر بل قطب پوري ، په مختلفو مترولوژيکي شرائطواو دجغرافيائي څلور فصله زماني يو کلن واټن ، لار دوريځو ، بوړبوړکيو ،ګردبادونو اوطوفانونو په ټيل ناټيل کښي دټولو آيروديناميکي اودالوتني دديناميک ټول تا ًثيرات اوتاًثراتو سره په څو ساعتونو کښي وهي ، يواځي متماتيکي ديفرنسيالي او انتګرالي معادلي دهغوئ دمشتقاتو سره دغه محاسبه په دقيق ډول افاده کولي شي . اوياټول کيمياوي تعاملات ،دمثال په ډول دشکري ،امينو اسيدونو ،کاوچوک « ربړ » ،پلاستيک اويا نورو کاربوهايدريتونو ځنځيري تعاملاتو سلسلي چي په حقيقت کښي ددي لوي مادي جهان قانونمند بنياد جوړوي ،يواځي او يواځي دمتماتيک پواسطه کيدلي شي افاده او محاسبه شي اوبس . ليکن ددي ټولو امکاناتوپه لرلو سره سره بيا هم متماتيک ددغه قانونمنديو مادي بنياد او اصالت نشي ګڼل کيدلي !

ددکارت درياضياتو اصالت د عينيت دفلسفي له نظره :

دفيثاغورث درياضياتو او بلکه په مجموع کښي درياضياتو داصالت په باره کښي مونږ دموضوع په مختلفو اړخونو بحث وکړ .او پدي متيقين شو چي متماتيک له کومه حيثه اصالت لرلي شي اوله کومه حيثه ئي نشي لرلي . مونږ وويل چي متماتيک دهر علم دقانونمند ديناميزم د افا دي ژبه ده خو دهيڅ ډول قانونمندۍاصل اوبنياد نشي جوړولي . په ستاتيزم کښي اصلا ً قانونمندي وجود نلري . ستاتيزم نسبي مفهوم دي . مونږ فکر کوو ، دځمکي په سر چي مونږ ژوند کوو ولاړه ده ،حال داچي دلمر ګرد چاپير ۳۹۰۰۰ کيلو متره په يوه ثانيه کښي انتقالي سرعت لري .او په ۲۴ ساعتو کښي يو وار په خپل محور چورلي يعني وضيعي سرعت لري .

ددکارت فلسفه «مي انديشم پس هستم » دسقراط او افلاطون د «مُثُل » په متا فزيکيت ،مابعدالطبيعيت او ما قبل الطبيعيت باندي ولاړه ده چي دهغي دقانونمندۍ څخه په عالم الاسباب کښي انسان اګاهي نشي حاصلولي اودانسان دپاره دغه نظامونه مسخراو مقدرنه ګڼل کيږي . دکارت خوبايد ديوه رياضيدان په حيث پدي پوه شوي واي چي دمعرفت پروسي د «مي انديشم »څخه نه شروع کيږي ،متماتيک دقانونمندۍ افاده ده اوقانونمندي باالذاتهِ پروسه ده ،ديناميزم دي او حرکت دي او ددي هر څه معرض مادي موجود او بلکه دا ټول اشکال د موجوديت دمادي ګڼل کيږي . شک نشته کله چي دکارت دتحليلي هندسي په متماتيکي افاده باندي موفق شو ،فکر ئي کاوه چي ،دټولو علومو دپاره ئي واحده قانونمندي اختراع کړي چي هغه متماتيکي قانونمندي ده او هرڅه بايد دمتماتيک دحاکميت لاندي راشي او په پوره جرئت سره ئی ويل : «تنها معرفت رياضي است که مي توان نام معرفت بر آن نهاد. وازينجا بدين نتيجه رسيد که :در واقع حساب وهندسه نه فقط تنهاعلومي هستندکه بايد به مطالعهً انها پرداخت بلکه در پژوهش براي يافتن شاهراه حقيقت نبايد خودرا به چيزي سرګرم نمود که نتايًج آن درقطع ويقين از نتايًج حاصل از براهين حساب وهندسه کمتر باشد » (نقد تفکر فلسفي غرب از قرون اوسطي تا اوايل قرن حاضر ص .۱۰۸ . )

حال داچي هندسه تش دبي محتوا مکان مقوله او افاده ده او کله چي ماده موجوديږي جداګانه محتوا او مفهوم پيداکوي .مکان او هندسه پرته له دي چي شکل دموجوديت مادي دي بل هيڅ ډول مناسبت سره نلري . ماده په معين مکان اومعين قانونمند وجدي حالت کښي قرار لري .دغه مکان اوهندسه دهر مادي موجود دپاره ټاکلي او معين شکل لري . او دا مونږ ته دبيولوژي ، فيزيولوژي اومواد شناسۍ دحجروي ،اتمي او ما ليکولي جوړښتونو څخه پوره معلوم دي چي يوتر بله سره ورته والي نلري لکه دمالګي ، قند ، اوبو ،الماس اوکانسيت کرستالونه او يا مختلف حيواني او نباتي حجروي جوړښتونه چي خپل ټاکلي شکل خو يو تر بله مختلف حجروي جوړښت لري . همداسي دفلزاتو او نورو عناصرو اتمي او ماليکولي جوړښتونه کاملا ً ټاکلي دي خو يود بل سره ورته والي نلري . همدغه ټاکلي هندسه دحيه او غير حيه موجوداتو دپاره دژوند ، تکامل ، بقا ً او مقاومت دوجود دپاره بهترين شرائط برابروي او پرته له دغه موجوده هندسي څخه بي له شکه دهغي په ټولو کيفيتونو او کميتونوکي نيمګړتياوي رامنځته کيږي . دشلمي م پيړۍ په لومړۍ نيمائي کښي لا پوهانو هڅي پيل کړي چي خصوصا ًدفلزاتو ايديال هندسي مودلونه جوړ کړي . ځکه پدي صورت کښي دهغي مقاومت نژدي دوه برابره زياتيده او ددي په عوض چي ديوه موټر د اکسل قطر د لس سانتي مترو په اندازه جوړکړي ،کولي شي د پنځو سانتي مترو په اندازه جوړشي . دا کار دهوائي صنعت دپاره په خاص ډول زيات ارزش لري .

د «صورت » او شکل په باره کښي د ارسطو نظر د پورتني نظر په نسبت چي ما ورته اشاره کړي بنيادي تفاوت لري . دکارت چي غوښتل په فلسفه کښي د ارسطوځاي ونيسي هم دهندسي او شکل په باره کښي ارسطوته ورته نظر درلود . ددوئ دواړو نظر ډير سطحي او په زيات احتمال دوئ دواړو ته داشياوؤ خارجي شکل دارزش وړ وو . دوئ هندسه يواځي د مادي موجوديت په صورت کښي تصور کولي شوه او د داخلي حجروي ،اتمي ،ماليکولي او نورو جوړښتونو او دهغي اهميت او ارزش څخه به بي خبره وو . حال داچي داشياوؤ خارجي شکل دومره دارزش وړ نه ګڼل کيږي ، ځکه خارجي شکل ته هرډول چي انسان وغواړي تغير ورکولي شي او دا يواځي داخلي جوړښتونه دي چي تقريبا ً هميشه ثابت پاتي کيږي . ددوئ نظر ددواړو دويناوو څخه په څرګند ډول معلوميږي . دمثال په ډول ارسطو واي :«هرشيئ مجموعه اي از «صورت »و «هيولا » است .صورت حقيقي است که از مادهً خامي بنام هيولي پديدار شده است :وخود اين صورت به نوبهً خودمادهً صورتي عاليتر وبرترخواهد ګرديد (ديوي خوا ارسطو صورت او ماده سره جدا کوي خو سمدستي اضافه کوي چي صورت حقيقي دي اود خامي مادي څخه چي هيولي نوميږي تشکيل شويدي او پخپله دغه صورت پخپل نوبت دبل عالي تر او برتر صورت ماده جوړيږي ) .مثلا ًانسان بالغ صورت فعلي کودک است وکودک ماده وهيولاي آن است، در حالي که خود کودک صورت جنين وجنين مادهً آن است وهمين طورجنين صورت نطفه و نطفه هيولي ومادهً جنين است تا برسد به مادةالموادوهيولاي اولي که فاقد صورت است . » (تاريخ فلسفه ،ويل دورانت ،ص .۶۷ ،۶۸ ) . دلومړني ښوونځي په دوهم ټولګي کښي ،کله چي ئي راوښودل چي :

2+2= 4

دا ئي هم راته وويل چي يواځي هم جنس شيان په خپلو منځونو کښي سره جمع کيدلي شي .

صورت پخپله حقيقت ندي ، يواځي دمادي په موجوديت سره حقيقت پيدا کولي شي ، يعني ماده يواځي په معين او مشخص شکل سره وجود لرلي شي يعني صورت او يا په بل عبارت مکان شکل دموجوديت دمادي دي . دلته زما مقصد دمعين او مشخص شکل څخه دمادي دداخلي حجروي ،اتمي ، ماليکو لي او نور ذروي ــ تشعشعي جوړښت څخه دي . د مادي خارجي شکل ته کيدلي شي هر ډول تغير ورکړل شي . نو دارسطو لخوا د صورت او هيولا جمع کول سم کار نه بريښي . همداسي په پورتني عبارت کښي واقعي عيني قانونمندي ،قانونمند منطق او منطقي تسلسل دخبرو هم وجود نلري ،سره ددي چي د منطق بنيانګذار پخپله ارسطو ګڼل کيږي . يو ځل بيا تاءکيدا ً وايم چي هر مادي موجود ،هر مادي واحد او هره مادي لويه او کوچنۍ ذره معين ،مشخص او ټاکلي داخلي جوړښت ، شکل او صورت لري (البته دډير فشار او حرارت په نسبت کيدلي شي موقتي تغير پکي راشي او ياځيني مواد يو تر بله سره په هندسي متداخل شکل سره قرار و لري )، نو په څه ډول دا منلي شو کله چي ارسطو واي :

انسان بالغ صورت فعلي کودک است وکودک ماده وهيولا ي آن است او همداسي د پورتني عبارت تر اخره پوري . له دي ځاي څخه په څرګند ډول معلوميږي چي ارسطو دموادو او اشياوؤ دداخلي جوړښت اودهغي دعظيم ارزش اواهميت څخه هم بي خبره وؤ . ارسطو له يوي خوا ليکي چي «هيولاي اولي فاقد صورت است »اوپخپله واي چي «ولي چنين چيزي وجود ندارد زيرا هر شيئ موجودي واجد صورتي است » دا خبره سمه ده .خير ولي ديوي غټي قضئي اومسًلي نتيجګيري او محصله دا ډول کوي چي پخپله ئی نشي منلي . ارسطو وړاندي ليکي «ماده به وسيعترين معني خودقوه وامکان صورت وصور ت فعليت وحقيقت نهاي ماده است؛ماده مانع ازاين است که صورت به نحوديګري تجلي يابد ،وصورت بناوشکل وجودي ماده مي باشد . صورت تنها شکل نيست بلکه قوهً متشکله وضرورت ونيروي دافعه ًدروني است تا ماده رابراي هيًت وهدف مخصوصي راهبري کند ؛صورت تحقق استعداد ماده و مجموع قواي عمل ووجود وصيرورت است که در هر شيئ موجود مي باشد .» په پورتني عبارت کښي هر څه چي دصورت ،مکان او هندسي په ادرس ويل شوي حقيقت نلري ،تهمت دي اوزما پورتنئ ادعا ثابتوي چي هندسه ، مکان ،صورت اودمادي داخلي جوړښت پرته له مادي ، ذاتي وجود نلري او يوازي دمادي په موجوديت کښي تحقق پيدا کولي شي .ليکن ارسطو پرته له مادي صورت او هندسي ته نه قايل دي اونه ئی پيژني .او داپخپله په فلسفي څيړنو کښي هغه ستره اشتباه ده چي په هيڅ قيمت سره تلا في کيدلي نشي . حتي دارسطو مشا ئيانو پخپل منځ او دارسطو سره اختلاف دنظر درلود او پدي نپوهيدل چي دارسطو فلسفه دالفاظو اوکه داشياوؤ څخه بحث کوي ؟ او دا ځکه چي ارسطو صورت په اشياوؤ او اشيا ء په صورت او حتي کل په جز اوجز په کل کښي په متداخل شکل سره ليدل او دغه مفاهيم او مقولي ئي يو تر بله سره نشوي تفکيکولي . شک نشته چي مختلف هندسي ،مکانونه اوصورتونه دخپلو مادي موجوديتونو په تحقق سره کيدلي شي يو تر بله څو مرتبه ئي په متداخل شکل سره وجود ولري . د مثال په ډول په اوبو کښي دمالګي ،شکري ،غاز او نورو انحلال .ليکن غوړي چي په اوبو کښي نه حل کيږي مګر دلازم کتليزاتور په صورت کښي . دسوډيم انحلال په اوبو کښي . يا په تيزابو ، القلي او نورو کښي دفلزاتو او نورو موادو حليدل اود مختلفو مرکباتو او مخلوطونو جوړول . دا خبري يو تر بله سره لکه ځمکه او اسمان فرق لري ، پدي نپوهيدل او يو تر بله سره شريکول او نه تفکيکول نه بخښونکي ګناه ګڼل کيږي . ددي څخه بله ستره ګناه ،زما په عقيده ،پدي کار سترګي پټول او هغي ته دانتقاد ګوته نه نيول دي .اوددي کار څخه لا ستره ګناه به داوي چي يو څوک ښه پوهيږي چي نه پوهيږي ،خو بيا هم تجاهل العارفانه انحرافي او غلطي تيوريګاني جوړوي .

دکارت په خپله فلسفه کښي دهمدغه ډول اشتباهاتو سره مخامخ دي . دکارت په يوه داسي مثلث « رياضي ،هندسه او منطق »ډډه لګولي چي پخپله ذاتي وجود نلري ،في نفسهِ دقانونمندۍ څخه مبراء او خالي خو دکارت د هغي په وسيله غواړي دټولو علومو عملي او نظري فلسفه بناء او بلکه شخصا ً ځان موًظف او مکلف ګڼي په يواځي ځان ددغه لا يتناهي همزمان او هم مکان متحول او متغيير ديالکتيک فلسفه اوقانونمندي دابد دپاره پخپل ذهني متا فزيکي ايديا ليستي بي بنياده بنياد باندي ودروي . که ووايم چي دا کار بي وسيلي اسمان ته دختلو په اندازه سخت دي . نو دا کار خو رحمان بابا ممکن ګڼلي ،چي واي :

چي په يو قدم تر عرشه پوري رسي ما ليدلي دي رفتار د درويشانو

نودا کار ددي څخه هم لکه چي سخت بريښي .

پورته دارسطو دصورت ( ددکارت هندسي او مکان ) په باره کښي لازم بحث وشو ، که د دکارت په نظرياتو هم بحث وشي ،ډير به اوږد شي . ښه به داوي يواځي ځيني عمده مسائلو ته اشاره وشي او يواځي دډير لزوم په صورت کښي به پري بحث وشي .

ځوان ۲۳کلن دکارت چي رياضي او هندسه ئي په قبضه کښي راغلي وه او سر تا پا انرژي ،حرارت،ديناميزم اواحساسات وو،ټولي ذهني ،فکري ،مکاني او زماني مصافي ئي له نظره لنډی معلوميدلي ،هر څه ئي ديوه قاطع حکم له مخي «مي انديشة پس هستم » د رياضي دبداهت اوبراهينو په چوکاټ کښي غوښتل په اثبات ورسوي او ځاي په ځاي کړي . دکارت مدعي وو چي د۱۶۱۹م کال دنوومبر په لسمه ديوه حقيقت دکشف په روش بريالي شو ي چي دهغي له مخي کولي شي په ډيره چټکۍ سره هندسه دکمال درجي ته ورسوي . دکارت ويل : «يکي از نخستين فکر هاي که به خاطرم رسيداين بود که غالبا ًکار هايي که به دست اسا تیدمتعدد انجام می ګیرددر کمال به پايهً کارهاي که فقط ساختهً دست يک نفرباشد نمي رسد » (نقد تفکر فلسفي غرب ،اتين ژيلسون ، ص ،۱۱۳ ، ترجمهً فارسي ) .دکارت حتي پدي عقيده وو چي : «خداوندوظيفهً تحصيل معرفت را به عهدهً او نهاده وتنها راه پيروزي وي اين است که خود با دست تنها به آن بپردازد » . دکارت ټول مسائل داحساساتو له مخي په ډيره سادګۍ مطرح کول چي ګوندي هندسه ئي دکمال درجي ته رسولي . زه وايم کاشکي بشريت دنننۍ ورځی دعلم او تخنيک دبي ساري انکشاف په شرائطو کښي ديوه نبات دحجري هندسه دکمال درجي ته ورسوي . پدي صورت کښي به انسان دټول بشريت دضرورت څخه اضافه دغذائي موادو رنګارنګ ذخيري جوړي کړي . کاشکي دانسان دبدن ديوي حجر ي هندسه دکمال درجي ته ورسوي . پدي صورت کښي به دانسان دعمر په اوږدولو قادر شي . کاشکي انسان په نننيو شرائطو کښي ديورانيم او يا بل فلز داتم او هستي او يا دهغي په منځ کښي نيترونونو چي لکه ويده ښاماران پراته دي ،په ټولو رازونو پوه شي .پدي صورت کښي به دتيلو او سکرو لوګي نوره هوا نه کثيفوي او بشريت به نه خلاصيدونکي دانر ژي ذخيري لاسته راوړي .

دکارت خپل روش پخپله داسي توضيح کوي : « او روش تحليل قدما رابا جبر متاًخرين پيروزمندانه،با هم ترکيب کردو پيداست جهش بعدي وي اين بودکه اين دو علم رابا منطق هم ترکيب کند.وروش دکارتي نتيجهً اين تجربه بودکه به ګفتهً خود وي ( از مزاياي هر سه علم بر خوردارو از نقايص ان خالي بود) کاشکي هروخت هرڅه داسي ايديال سرته رسيدلي شوي ….دکار ت خودرا وقف اين نظريه کرده بودکه همه علوم يک واحدبيش نيستند يعني ميان ( شناخت همه وجهل به همه ) جاي وچيزي براي انتخاب وجود نداشت … » .

دکارت دتحليلي هندسي په متماتيکي افادي سره پدي دليل چي پخپله مفهوم شکل افاده کوي ،اشکال له هندسي څخه حذف کړل او ددي دپاره چي متماتيک دټولو علومو لکه فلسفه، اخلاق ،طب ،او نورو دافادي جوګه شي ،لازم دي انتزاعي ترين حالت غوره کړي يعني داچي کميت بايد دمتماتيک څخه حذف کړي شي . پدي صورت کښي به متماتيک انتزاعي ترين علم او دټولو علومو دافادي جوګه به شي . بايد وويل شي چي نور علوم خو هم دمادي کميتونو په واسطه قيمت ګذاري کيږي . پدي صورت کښي بايدنور علوم هم بي کميته شي چي دمتماتيک په واسطه ئي افاده ممکنه شي او په نتيجه کښي به تري د دکارت ايدیاليزم او دافلاطون اوسقراط د « مُثُل » اصالت ،متافيزيکيت ،ماقبل او مابعد الطبعيت جوړشي .

دکارت دخپل نظر داظهار په خاطر داسي استدلال کوي : «چون بديهي ترين همهً علوم انتزاعي ترين انها نيز هست پس براي اينکه ساير علوم هم درست همان بداهت رياضيات را داشته باشدکافي است همهً انهارا هم مانند رياضيات انتزاعي کنيم »

زه دخپلي ادعا ً دثبوت په خاطر غواړم ددکارت خپل استدلال وړاندي کړم : هستند کساني که ميګويند «نمي دانم خدا هست يا نه ولي حتي همين هاهم قبول دارندکه اګر خداي وجود داشته باشدبايد بالضرورجوهري کامل ونا متناهي باشدواين به علاوهً اصل عليت،تنها چيزي است که براي اثبات وجود خداوند لازم است .

پس نتيجه ميګيريم که خداوند به هنګام افرينش مفهوم کامل را در ما نهاده است ، « تا همچون مهري باشد که صنعتګر بر روي صنعت خويش مي زند »خلاصه هيچ چيز طبيعي ترازين مفهوم نيست زيرا به ګفتهً دکارت در تاً مل سوم « رسالهً تاًملات » : «تنها از همين که خداوند مرا افريده اين فکر در من رجحان مي يابد که :او به نحو ي صورت ومثال خويش رادر من نهاده است و من اين مشابهت را ـــ که متضمن مفهوم خداست با همان قوهً ادراک مي کنم که خودم را به آن ادراک مي نما يم . » به عباره ً ديګر :در اينجاآن طور که همواره در استنتاجهاي صحيح هندسي رايج است ،استنتاج بصورت ادراک شهود هاي در داخل شهود هاي ديګر نيست، زيرا ازانجا که خود عمل شک متضمن مفهوم کمال است ،وان هم با مفهوم خدايکي است پس درست همان طورکه حق داريم بګوييم « شک مي کنم پس هستم » حق داريم بګوييم «شک مي کنم پس خدا هست .».

په پاي غواړم ووايم چي ټول مادي او معنوي اوکمي اوکيفي ارزشونه يواځي دمادي اوکمي ارزشونو دلاري ظهور کولي شي او قيمت ګذاري کيدلي شي . که دهندسي څځه شکل او متماتيک څخه کميت وايستل شي بله وسيله وجود نلري چي هغوئ پري دعلم په حيث تبارز وکړي او په هغه صورت کښي داصالت مسًله به اصلا ً مطرح بحث نه وي .

تبصره نسته

  1. که دریاضیاتوسره سړی شوق ولری نو یقینان ډیر کټور مسایل او بحث بکې شوى دى خو كاش چې دفارسي يي هم راترجمه كړي واي