کور / تازه خبرونه / م. ملتونه د امنيت او خوراكي توكو په باب اندېښنه لري

م. ملتونه د امنيت او خوراكي توكو په باب اندېښنه لري

 


ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خوراکي موادو د کمښت او امنيتي بحران په اړه اندېښنه ښوولې ده. د دې ادارې د بشري مرستو يوه تنظيموونکي د افغانستان لپاره د يوه نوي نړيوال پلان غوښتنه وکړه، هغه ويلي دي چي په دې هېواد کې بشري ستونزې تر حد زياتې شوې دي، چې لويه وجه يې د نرخونو لوړوالى، د امنيت خرابوالى او ملکي تلفات دي، په دې اړه واشنګټن ټايمز ورځپاڼې يوه ليکنه خپره کړې چې صالح محمد صالح يې مهمې برخې رااخيستي دي


د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال او د بشري مرستو تنظيموونکى جان هولمس، وايي:
دا خبره نوره هم څرګنده او جوته کېږي، چې بشري وضعيت نه يوازې جدي دى، بلکې نور هم بدتره کېږي. نوموړي دا خبره افغانستان ته تر څلور ورځني سفر وروسته وکړه او زياته يې کړه: موږ بايد په افغانستان کې يو نوى بشري اقدام وکړو او نورې منابع تجهيز کړو.
شپږ مياشتې مخکې، ملګرو ملتونو  له افغانستان سره د مرستې لپاره د يواتيا مليونه ډالرو غوښتنه وکړه. ښاغلي هولمس وويل: 
اوس دغه اداره غواړي له درې سوه څخه تر څلور سوه مليونه ډالرو پورې د مرستو غوښتنه وکړي، چې د دې هېواد ١٤ فيصده خلکو يانې، څلور اعشاره پنځه مليونه کسانو ته خوراکي مواد ورسېږي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال وايي، د افغانستان د بد وضعيت يو لامل وچکالي او نرخونو لوړېدل دي، چې ټولې نړۍ ته يې مشکلات ايجاد کړي دي، وچکالۍ د غذا د توليد ډېرې سيمې اغېزمنې کړې او د غنمو په سلو کې ٤٠ حاصلات يې راکم کړي دي.
افغانستان ته له ايران او پاکستان څخه هم کډوال ورروان دي، چې خوړو او نورو موادو ته اړ دي. ښاغلي جان هولمس دغه راز ناامني، يو جدي مشکل وباله. نوموړي د واشنګټن ټايمز ورځپانې ته ويلي دي:
د روان ميلادي کال په لومړيو پنځو مياشتو کې شپږسوه اته دېرش تنه ملکي کسان په جګړو کې وژل شوي دي، چې د تېر کال په پرتله ٦٢ فيصده زياتوالى په کې راغلى دى.
ملګرو ملتونو ويلي دي په روان کال کې د دولت ضد وسلوالو کسانو د بريدونو له کبله څلورسوه دوه ويشت تنه ملکي کسان وژل شوي، چې د ټولو وژل شويو ملکيانو دوه پر درېيمه برخه کېږي او د تېر کال په پرتله يې په شمېر کې زياتوالى ليدل کېږي.
د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي دغه مرستيال وايي:
خراب امنيتي وضعيت زياتو سيمو ته د مرستو رسول ستونزمن کړي دي.
 هغه وايي ځينې سيمې داسې دي، چې هلته رسېدل ډېر مشکل دي. د غذايي موادو د موټرو پر کاروانونو بريدونه کېږي، چې يوازې په کندهار کې تېره اوونۍ پر اووه څلوېښتو وسايطو حملې شوې دي. د روان ميلادي کال له پيله د يوولسو وسلوالو بريدونو له کبله ٣٤٠ ټنه غذايي مواد له منځه لاړل چې د ملګرو ملتونو د غذايي سازمان يا WFP له خوا برابر شوي وو.