کور / راپور / عبدالعلي شمسي: مرستندويه موسسې دي اساسي او لويي پروژې ډيزاين کړي

عبدالعلي شمسي: مرستندويه موسسې دي اساسي او لويي پروژې ډيزاين کړي

د کندهار ولایت مقام مرستیال عبد العلي شمسي د دولتي او نادولتي ارګانو له مسولینو سره د (PDC) په میاشتنۍ غونډه کي له این جوګانو او مرستندویه بنسټونو غوښتنه وکړه چي له دوی سره دي د میانکو بند او خاکرېز د لاري جوړولو په څېر اساسي پروژو په پلي کېدو کي مرسته وکړي.Abdul Ali shamsi شمسي

په یاده غونډه کي د اقتصاد، زراعت، سکتوري ، د ټولنیزو چارو او نشيي توکو پر وړاندي د مبارزې ، د ښځو چارو ، فواید عامه ، پوهني او د عامي روغتیا ریاستو منسوبینو او د نادولتي ارګانو څخه د باران(BARAN)، ډبلیو،ایف، پي (WFP)، کندهار فوډ زون (Kandahar Food Zoon)، راډف ساوت(RADAF SOUTH)، کارډي- ایف (CARD-F) ، یونسیف (UNCEF)، یونما (UNAMA) ، او، ایچ، ډبلیو (OHW) او د ځینو نورو مرستندویه ادارو استازو ګډون درلود

ښاغلي شمسي د دولتي او نادولتي ادارو تر کاري ګذارش اورېدو وروسته ټولو اړوندو ادارو ته یو لړ سپارښتني وکړي او ویې ویل: تاسو له موږ سره مرسته وکړئ چي د کندهار شمال لور ته پروت د میانکو بند ورغوو، دا بند له پنځه سوه تر اووسوه میتره بروالی لري او په جوړېدو به یې له یوې خوا د سېلابونو مخه ونیسو او له بلې خوا به د کندهار ښار په شاوخوا کي د اوبو کچه لوړه سي. همداراز به وکولای سو چي د ابیارۍ په برخه کي ورڅخه استفاده وکړو.

 مرستیال والي د خپلو سپارښتنو په ترڅ کي غوښته وکړه چي د خاکریز ۵۲ کیلو میټره سړک دي هم ورغول سي، ځکه اوسمهال وران ویجاړ دی او د سیمي خلک په تلو-راتلو کي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.پر دې سربېره ښاغلي شمسي غوښتنه وکړه چي د معتادینو د تداوي مرکز دېوال دي دوه میتره نور لوړ سي، ځکه اوسمهال یې دېوال ټیټ دی او په لومړۍ سر کي نوي راغلي معتادین تښتي او مخنیوی یې نه سي کېدای. نوموړي همدار ازد دحکومتدارۍ په برخه کي غوښتنه وکړه چي په کومو ولسوالیو کي اداري تعمیرونه نه سته د هغو د رغونې لپاره دي پلان جوړ سي او له دې سره دي ورته تخنیکي تجهیزات هم برابر سي

د برېښنا ریس محمد رسول مرستیال والي ته د خپل ګزارش ورکولو پر مهال وویل: د برېښنا شبکه ۸۵سلنه اصلاح سوې ، له دوراهي څخه تر هوايي ډګر پوري د برېنښا غزولو په برخه کي دي فواید عامې ریاست له موږ سره مرسته وکړي او د بریښنايي مزو د غزولو په برخه کي دي ورته د مسیر نقشه ډيزاین کړيKandahar

د زراعت ریس د خپل کاري ګذارش وړاندي کولو پر مهال وویل: په پنځو ولسوالیو ژړۍ، پنجوايي، دامان، ارغنداب او ډنډ کي یې ۲۶بزګران روزلي او هر بزګر ته تخم او تور وسپین کود وېشل سوی دید حیواناتو د ناروغیو د مخنیو لپاره یې په پنځو ولسوالیو کي سروې کړې ده، د AFI پروژې په مرسته یې په پنځو ولسوالیو کي ۲۵۰ بزګران روزلي دي او په ځينو نورو ولسوالیو کي مو د میوو او سبزیو د بسته بندۍ په اړه هم روزنه ورکړل سوې ده

د عامې روغتیا رئیس احمدالله فيضي له مرستندويه موسسو څخه وغوښتل چي د ګدامونو په جوړولو کي ورسره مرسته وکړي څو وکولای سي هلته غذايي مواد او دارو درمل وساتي. نوموړي وویل: موږ په پنځو ولسوالیو کي ګرځنده روغتیايي ډلې لرو چي شمېر یې لږ دي او باید نور هم زیات سي، له موسسو څخه مو غوښتنه دا ده چي په دې برخه کي له موږ سره پوره همکاري وکړي

د کار او ټولنیزو چارو ریس په خپل ګذارش کي وویل: موږ له شپږو موسسو سره کار کوو چي د ایم سي پروژې په لړ کي مو ۳۵۲تنه شاګردان روزلي او مختلفې حرفې مو ورښودلې دي. همداراز پلان دا دی چي د ایم سي پروژې له لاري ۴۵۰ نور ځوانان د روزنې او حرفوي زده کړو لپاره راجستر کړو.او پر ۵۸۴۱ کورنیو مو خوراکي توکي ویشلي ديد معارف ریاست تدریسي مرستیال محمد عوض نظري له موسساتو څخه د قرطاسیې، کتابونو، تعمیراتو، خېمو او نو رو درسي او اداري موادو غوښتنه وکړه

د کند هار فوډ زون مسول انجنېر خالد وویل: په ژړۍ ولسوالي کي مو ۲۰۰هکټاره او پنجوايي ولسوالي کي مو ۳۰۰هکټاره ځمکه د کښت لپاره چمتو کړې ده. پر کومو ځمکو چي تاریاک کرل سوي وو، هغه مو له منځه یووړل او ۴۷شنې خونې مو جوړې کړي چي ۳۵یې فعالې دي. 

 د راډف ساوت موسسي مسول وویل: دوی د باغونو د امراضو او خطراتو د مخنیوی په برخه کي ۵۶۱باغوانان روزلي دي، په پنځو ولسوالیو کي یې شنې خونې جوړې کړي دي، د غوره مالدارۍ په اړه یې په کلید راډيو کي خپرونه چمتو کړې دي، په دامان ولسوالیو کي یې ۲۰۰ښځو ته د مالدارۍ په برخه کي روزنه ورکړې. مرستیال والي له دوی غوښتنه وکړه چي باید روزل سویو کسانو ته د مسلک اړوند نوي وسایل هم ورکړل سي چي له هغو څخه د خپل ژوند ښه کولو لپاره استفاده وکړي

پر دې سربېره ځینو نورو موسسو هم د مالدارۍ، زراعت، کار موندنې، بیارغونې او حرفوي زده کړو په برخه کي خپل ګذارشونه وړاندي کړل. په پای کي مرستیال والي له ټولو ادارو څخه د مننې ترڅنګ سپارښتنه وکړه چي ټول دي خپل کارونه له اړوندو ارګانونو سره همږغي کړي او هره موسسه چي اجناس تسلیموي نو د هغو یوه کاپي دي د ولایت مقام او د اقتصاد ریاست ته هم ولېږي.